د مرسي پلويان: که لاريونونه بند نه کړئ نو جدي غبرګون به وښيو

 
د محمد مرسي په زرګونو پلویانو یو ځل بیا په قاهرې او د مصر په ۱۱ولایتونو کې پرون لاریونونه کړیدي. په منصورې کې د لاریون پرمهال د اخوان المسلمین د پلویانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ په ټکر کې وژل شویدي.
فوځ اخوانیانو ته لاریون ورکړی چې نور دې لوی لاریونونو ته د پای ټکی کیږدي او د نوي حکومت سره دې همکاري وکړي. د نوی حکومت په ملاتړ هم لاریونونه شویدي خو د لاریون کوونکو شمیر ډیر کم و.د جمعې ورځې په پروني لاریون کې د اخوان په پلوی داسې کسانو هم برخه اخیستې وه چې اخوانیان نه وو. حکومت د اخوان د مشرانو نیولو ته ادامه ورکړیده.