
په هند کې د اوسمهال يو زيات شمېر افغانان په لوړو زدکړو لګيا دي. له بده مرغه په هېواد کې دننه د ځينې کړيو د ناوړه سیاستونو ، څرګندونې او پېښې، دغه ځوانان زده کړو ته په ارامه نه پريږدي. ځينې داسې رېپوټونه رارسيدلي، چې په هند کې د پښتنو او ازبکو محصلينو تر منځ د سادات له څرګندونو وروسته فزيکې نښته شوې، چې په هکله يې تر اوسه زيات مالومات نشته، چې ژوبله او زيانونه تر کوم بريد پورې دي.