
اندونیزیا وایي په خپلو هوایې ډګرونو کې به نوره ایرانیانو ته ویزې ورنکړي. اندونیزیا وروسته له هغې دا پریکړه وکړله چې د اسټرالیا لومړي وزیر کیوین
رود له اندونیزیا وغوښتل چې ایرانیانو ته ویزه ورنکړي.
اسټرالیا وایې چې ایرانیان د اندونیزیا په ویزې اخیستلو سره ځانونه قاچاقبرانو ته رسوي څو اسټرالیا ته یې ورسوي. ویل کیږي چې آسټرالیا به پس له دې هیڅ یوه پناه غوښتونکي ته ویزه ورنکړي او پخپلې خاورې کې به یې ونه مني.
د آسټرالیا په کمپونو کې له ۱۵۰۰۰پرتو مهاجرینو څخه یې ۵۰۰۰ یې ایرانیان دي.