
دا واقعيت دى چې په نړۍ کې ټول نظامونه ، حکومتونه ،نړيوال سازمانونه ،ملي او نړيوال بنسټونه دخپل موخو دترلاسه کيدو لپاره په هره برخه کې ځانګړي سلاکاران لري چې دتخصص او مسلک په اساس ترې ګټه پورته کيږي او مشورو ته يې ارزښت پربنسټ غوږ نيول کيږي ،په ځانګړې توګه که په نړۍ کې دقوي نظامونو او حکومتونو دقوت ،قدرت ،مشروعيت ،نفوذ،اغيزمنتوب په تړاو څيړنې ترسره شي دوه مهمې پايلې ترلاسه کيدلى شي ،لومړى داچې حتماً به دچارو مسووليت ملي ،وطن دوسته ،ژمنو او منل شويو کسانوته سپارل شوى وي ،دوهم داچې همدغه دچارو مسوولين به بيا دخپل پرمختګ او ولس ته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو ،ترقۍ اوپرمخيون په اساس په هره برخه کې متحصص سلاکاران لري او ددوى دمشورو سره به سم ګام پورته کوي.
په افغانستان کې داوسني نظام په منځته راتګ سره دحکومت په چوکاټ کې دسلاکارانو بازار ګرم شو ،داسې معلومات شته چې په همدې وروستۍ لسيزه کې ترې دې مهاله په لسګونو سلاکارانو داوسني ولسمشر سره دندې ترسره کړې دي او اوس هم په لسګونو يا دارګ په داخل کې او يا دباندې له ارګ څخه په همدې نوم سره شپې او ورځې تيروې، بل لوري ته په هېواد کې دهمدې ولسمشر تر مشرۍ لاندې تر لسيزو لسيزو جګړو وروسته په بېلابېلو ،سياسي ،پوهنيزو ،ټولنيزو ،فرهنګي ،تجارتي ،اقتصادي ،حقوقي او امنيتي برخو کې دپام وړ مګر له تمې څخه کم مثبت بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي چې افغان ولس يې بايد هيڅ کله هير نه کړي.
کيدا ى شى دولس په منځ کې داسې يو قضاوت شتون ولري چې شايد رامنځته شوي پرمختګونه اومثبت بدلونونه تر يوه بريده دولسمشر دسلاکارانو دمشورو پايله وي خو داسې نه ده ځکه ترکومه پورې چې له معلوماتي سرچينو څخه معلومات ترلاسه شوي دولسمشر دسلاکارانو استخدام دوديزه بڼه لري ،تخصص ،مسلک ،درايت ،تجربې ،اهليت او شايستګۍ ته يې توجه نه ده شوې ،يواځې دمصلحتونو په اساس دډلو او قومونو دخوشحالۍ په موخه دسلاکارانو په توګه ورته دندې ورکړل شوې دي.
دهېواد دولسمشر سلاکاران له دريو اړخونو دغه مقام ته رسيدلي دي ،يوه ډله يې دبهرنيو هېوادونو سره داړيکو درلودو په اساس ،دوهمه ډله يې دقدرت دشريکانو په واسطه او دريمه ډله يې دقومي مصلحتونو او نزاکتونو له مخې اوسني حکومت ته دمشورې دورکولو په موخه لاره پيدا کړې ده .
دا چې ددغه سلاکارانو مشورې څومره ګټورې دي او په کومه کچه ددوى مشورې په منطق ،معقوليت او عقلانيت ولاړې دي دا بله هغه پوښتنه ده چې بايد ځواب شي ،په همدې سلاکارانو کې داسې کسان هم شته چې دحکومت دتګ لارو او کړنلارو خلاف خپل نطريات ورکوي او خپلې مشورې درسنيو له لارې ارګ ته رسوي خو کله چې ارګ ته غوښتل کيږي هلته بيا ترې مشورې هيرې شي او دچاپلوسۍ ديپلوماسي غوره کړي.
يو شمير سلاکاران خو داسې هم شته چې تر اوسه يې ولسمشر نه پيژني ،ځکه يواځې دسلاکارانو په نوم سره ولس ته اعلان شوي دي خو تر دې مهاله يې کيداى شي ارګ ته دداخليدو لاره هم نه وې ليدلې .
يوې ډلې يې بيا په ارګ کې داسې رېښې کړې دي چې ولسمشر ترمخ او دوى همېشه پسې روان وي ،کله ناکله يې چې صحت ښه نه وي نو هم په حکومت پسې خبرې کوې او هم په نړيوالو پسې داسې څرګندونې کوي چې له نړيوالې ټولنې سره دستراتيژيکې همکارۍ او ملګرتيا داصولو خلاف بلل کيږي .
که همدغه موضوع په دقت سره ترڅيړنې لاندې ونيول شي ،پايله يې منفي ده ، داچې افغانستان اوس مهال په مهمو سياسي ،امنيتي او برخليک ټاکونکو شرايطو کې قرار لري ،يو حکومت اوسل خبرې کيداى شى په دې خاوره کې نورې بدمرغۍ ،ناخوالې او بحران رامنځته کړي ،حکومت دهرې خبرې او دريځ لپاره ځانګړې ادارې او ميکانيزم لري ،که ولسمشر په ملي اونړيوالو مسايلو کې کوم دريځ نيسې نو سلاکارانو او دحکومت نورو غړويې ته په کار ده چې ورته دريځ ولري.
ځکه چې قوي حکومت قوي ،په منطق ولاړه او يوه خبره کوي ،خو که چيرې خبرې ډيرې شي بيا نو ژورې کندې ته دمزل تللې لارې لنډيږي.
په کار داده چې دولسمشر ټول سلاکاران په هره برخه کې چې دندې لري خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي ، دحکومت دپروګرامونو په پلي کيدو کې دې تلاش وکړي ، که دمشورې ورکولو وړتيا نه لري نو بيا دې غلي شي ،دخپل حکومت او رهبرۍ پرضد دې څرګندونې نه کوي.
بله عجيبه داده چې په نړۍ کې هيڅ حکومت دافغانستان په شان زيات سلاکاران نه لري ،که دولسمشر دسلاکارانو ګمارنه دتخصص ،مسلک ،تجربې ،شخصيت ،درايت ،ژمنتيا او نورو منل شويو معيارونو په اساس ترسره کيدلى ،شونې وه چې افغانستان به په دې لسو کالونو کې ډيرزيات پرمختګ کړى واى اوپه زياتو برخو کې به داوږ مهال لپاره دبنسټيز پرمختګ پلانون جوړونه هم شوې واى، دانو دولسمشر تيروتنه ده چې دې اصل ته يې توجه نه ده کړې ،همدا لامل دى اوس چې ولسمشردکومې ملي او نړيوالې موضوع په تړاو کومې څرګندونې کوي ،سلاکاران يې بيا سرچپه ډول وهي.
دا چې ولسمشر په سلاکارانو کې ښه پټ دى ، نو په افغانستان کې روانو حالاتو ،کمزورې اقتصادي حالت ،دمظلومو خلکو هيلو او ارمانونو اوپه هره برخه کې رامنځته شويو ازمونونو ته په کتو سره غوره داده چې ټول سلاکاران په يوه خوله دخپل ولسمشر اوحکومت له خبرو او دريځ سره يوشان روان شي ،په کومو برخو کې چې ګمارل شوې کار دې وکړې که په کار نه پوهيږي نو غلي دې شي ،ځکه ددولت له بودجې څخه معاش او امکانات اخلي ددولت دتګ لارو او کړنلارو مطابق دې ګام پورته کوي.
دهېواد له ولسمشر مو غوښتنه داده چې په خپله ځان ته ستونزې او خڼدونه مه پيدا کو ه ، متخصص ،په کارپوه ،ژمن ،ملي ،وطن دوسته ،له توپيرونو لرې ،مسلکي او دنورو منل شويو معيارونو او ځانګړتياوو لرونکي سلاکاران دمشورې لپاره په دنده وګماره ،ترڅو هم دلنډ مهاله او هم داوږد مهاله لپاره دافغانستان دپرمختګ ،اقتصادي ودې ،حاکميت ،ثبات ،سولې اوترقۍ لپاره ګټورې مشورې حکومت ته ورکړي او دحکومت له دريځ سره داصولو له مخې يوشان دريځ ولري نه داسې لکه اوسني سلاکاران دې چې يو په يوه روان دى اوبل په بله او له ارګ يې زيارت جوړ کړى دى .
بريالى روان