برای اوردن صلح در افغانستان بجای ګفتګو با طالبان بهتر است با مندیلا ګفتګو کرد

شاید دی ته څوک نوی متوجه شوی چی دا اوړه ورځ تر بلی ولی قیمته کیږی؟ ددی دلیل دادی چی یو تعداد هغه کسان چی باید واښه یی خوړلی هم ډوډی خوری. داسی خبری به واروی چی هم به ورته خاندی او هم به ورته ژاړی. اصلا د مقایسی وړ نده، یو ویشتمه پیړی او داسی موضوعات. یا به داسی وی چی د وخت په تیریدو به انسان جاهل کیږی والله اعلم.
د جمعی مبارکه ورځ د سحری نه ورسته می چی لمونځ و کړو نو په انترنت کی د اخبار په لټه کی شوم. په ډیر عجیب خبر می سترګی و لګیدی. تاسی یی هم واروی. وایی یو تعداد ځوانان په ځآی ددی چی د قرغی، پغمان یا ګل غوندی د میلی شوق و کړی نو د جنوبی افریقا او د نلسن منډیلا د لیدو شوق یی کړی خو په څه نامه؟؟؟؟ د صلح د راوستو په نامه دا احسان هم په ملت بار دی. خبر داسی دی: هفت جوان شاخ شمشاد خیلی باسواد و شیک و با کلاس این ممکلت می ګویند برای اوردن صلح نباید با طالبان ګفتګو کرد بلکه باید با نلسون منډیلا دیدار و ګفتګو کرد و بعد هم رفت لندن و انجا باری اوردن صلح به افغانستان کنفرانس خبری برګزار کرد. فقط بر پدرک جامعه جهانی لعنت که اصلا نمی خواهد صلح به افغانستان بیاید و ګرنه خرچ سفر این جوانان را می داد که بروند افریقا جنوی و لندن و کمی صلح تهیه کنند و بیاورند.
تفصیل خبر: ګروهی از جوانان موسوم به سفیران صلح برای بررسی راه های تامین امنیت و صلح در افغانستان به دیدن نلسون منډیلا رهبر سیاه پوستان در افریقای جنوبی می روند. این حرکت که به تازکی از سوی بسم الله تابان، میرویس یوسفی، احسان قانع، سلطان حیدری، سوسن احمدی، ایمل نایب زاده وژمه عبدالرحیمزی، هفت تن از فعالان جامعه مدنی برای اوردن صلح راه اندازی شده است. یک تن از این جوانان احسان قانع ګفت برای اوردن صلح در افغانستان بجای ګفتګو با طالبان بهتر است با چهره های صلح جهانی ملاقات شود بخاطر که مردم و نسل جدید از جنګ خسته شده و دیګر جنګ نمیخواهد و تمام شهروندان افغانستان خواهان یک زندګی صلح امیز است.
 
نو چی سړی داټولی خبری خپل مخ ته کیږدی چی د صلح په رابطه کیږی یا اوریدل شوی لنډون یی داسی دی:
پخوانی څرګندونی:
·       له هغه چا سره سوله کوو چی لاس یی د ملت په وینو نوی سور او د افغانستان قانون او حکومت و منی. ( د کابل حکومت)
·       له هغه چا سره سوله کوو چی سلاح په مځکه کیږدی او اساسی قانون و منی (د کابل اداره)
·       موږ له ټولو طالبانو غواړو چی راشی مسالمت امیز ژوند اختیار کړی او د وطن په ابادی کی برخه واخلی هغه که حکمتیارصاحب دی اوکه ملاعمرصاحب وی. (صبغت الله مجددی د صلح کمیسیون).
·       داد حضرف صبغت الله مجددی شخصی نظر دی (د ایساف ویاند)
نوی څرګندونی:
·       که طالبانو ادرس ماته معلوم وی نو زه به په خپله ورغلی ویم او د ملا عمر سره به می خبری کړی وای (کرزی).
·       د سولی خبری باید د کابل د حکومت سره وشی(د کابل اداره)
·       که طالبان د افغان حکومت سره خبری نه کوی د قطر دفتر به و ټړل شی. (صلاح الدین ربانی)
·        دقطر دفتر په سوله کی د ښکیلو هیوادونو له خوا افغانستان ته یوه دسیسه وه.( افغان حکومت)
·       په قطر کې د طالبانو د دفتر په بندیدو کې پاکستان لاس درلود.(کارپوهان)
·       ترهغو به د طالبانو سره خبری و نکړو ترڅوچی له جنګه لاس وانخلی او سلاح په ځمکه کینږدی (قاسمیار)
·       د سولې او بیا پخلاینې دروازې وازې دي، مونږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، هیله ده د قطر دروازه هم خلاصه شي (د سولی شورا)
·       که امریکا او طالبان ترخپل منځه د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل هم کړي، دا به بې ګټې وي. (قاسمیار)
·       د سولی شورا هیله لری چی د قطر دفتر به بیا پرانستل شی. ددی شورا چارواکی وایی، ددوی هڅه داده چی په افغانستان کی دننه د سولی خبری پیل شی، خو د قطر ددفتر بیرته پرانستل کیدوته سترګی پرلاردی.(د سولی شورا)
·       دولت چمتو دی طالب پلاوی د صلحی له پاره کابل ته ومنی (سپنتا)
·       برای اوردن صلح در افغانستان بجای ګفتګو با طالبان بهتر است با چهره های صلح جهانی ملاقات شود بخاطر که مردم و نسل جدید از جنګ خسته شده و دیګر جنګ نمیخواهد و تمام شهروندان افغانستان خواهان یک زندګی صلح امیز است.
یو څوک شاید دا طرحی هم پیشناد کړی:
·       د سولی خبری باید د ملاله یوسفزی سره وشی ترڅو په افغانسان کی واقعی سوله راشی
·       د سولی خبری باید اصف جلالی د رامبو سره و کړی ترڅو په افغانستان کی واقعی سوله راشی.
·       د سولی خبری باید حنیف هنګام د مژده جلالزاده سره و کړی ترڅو په افغانستان کی واقعی سوله راشی.
د موږ یو تره وو دینی عالم مشر او سپینګیر وو هغی به همیش ویل چی هلکه جنګ په ډوډی دی، دا د حفیظ امین وخت وو. دا درسته ده چی جهاد فرض عین دی او د مسلمان وجیبه ده او ډیر منلی او الله ته منظور مجاهدین هم د دین او وطن په مبارزه کی ښکیل وو.مګر قضاوتونه په اکثریت سره کیږی. نو اوس چی هغه خبره رایاده شی واقعا چی جنګ په ډوډی دی. انګلستان نیمه نړی د ډوډی له پاره لاندی کړی وه، روسان چی ګرمو اوبو ته د رسیدلو کوشش کولو او افغانستان یی اشغال کړو نو د ډوډی خبره وه.امریکی چی نن ټول بشریت په سره اور کینولی د ډوډی په سر دی، او رهبران چی پرون مجاهدین وو  او نن دموکراتان دی د ډوډی په سر دی.هغه وخت وږی وو او پوښتی یی شمیرل کیدلی نو جنګ یی کولو خو نن چی ماړه شول د سولی خبری کوی. کومه سوله هغه سوله چی ددوی ګټی پکی خوندی وی هغه سوله چی دوی ته څوک  و نه وایی چی په مخ د څوګوله دی.
هسی د ملت سترګو ته د خاورو شنل دی.
که خبره د هغه چاسره د سولی وی چی لاس یی په وینو نوی سور او اساسی قانون هم و منی نو هغه خو د کوټی سنګی مستریان او ریړی والا دی. د مستری لاس په مبلینو تور دی نه په وینو سور، ورشی سوله ورسره و کړی، څه ته منتظر یاست؟؟؟؟؟
که خبر د هغه چا سره د سولی وی چی سلاح یی په ځمکه ایښی وی او د جنګ نه یی لاس اخستی وی. داسی کسان خو هم ډیردی. ملا راکټی، پاچاخان ځدراڼ، سلام ضعیف، متوکل او داسی نور. ټول په کابل کی دی ادرس یی هم معلوم دی ورشی سوله ورسره  وکړی ولی سوله نه ورسره کوی؟؟؟؟؟
او که په هنرمنداندانو، رقاصواو ډمانو سوله راتلی شولی نو داطبقه خو هم ښه ډير دی اوس به سوله راغلی وای. فرهاد دریا د سولی سفیر وو، د سولی د پاره د نجونو په منځ کی ښه ډیر و ګډید او کنسرتونه یی ورکړل، هغه بله ډمه فرزانه ناز د سولی د پاره په هلمند کی کنسرت ورکړ. اخر دا سوله ولی نه راځی.
که د منډیلا، رامبو، ملاله یوسفزی، ګاندی، قاید عظم او خمینی په لیدلو،ملاقاتونو یا عکسنو سوله راتلی خو تراوسه به راغلی وای.بل منډیلا په داسی وضیعت کی چی غیر له داکتر نه یی بل څوک په خبر نه پوهیږی د تا به څه مشکل در حل کړی. او بیا ولی په لندن کی خبری کانفران ورکوی ایا د کابل نه یی څوک نشی اوریدلای؟؟ خو بس حقیقت همغه دی چی جنګ په ډوډی دی او هر سړی کوشش کوی چی یو مدرک ورته پیداشی او په یو نامه او بل نامه ډوډی پیداکړی.
پخوا به دستور داسی وو چی کله به د دوو کسانو یا ډلو ترمنځ شخړه وه نو سوله هم د همدی طرفینو ترمنځ کیده. او که دریمګړی به پکی کښیناستو نو هم به د همدی طرفینو په رضایت او خوښه کښیناستو، او هغه به دریم ګړی وو نه طرف.
هغه وخت خلک بی سواده وو، ماستری او دکتوراوی چا نوی کړی. د کانفلکټ سولوشن ورکشاپونه هم چا نوو اخستی او د دالرو بودیجی هم نوی ځکه خو سوله هم راتله.
بله موضوع چی ډيره مهمه ده او اکثر خلک سر نه پری خلاصوی هغه داده چی سوله د هغه کس سره کیږی چی د مشکل اصلی طرف وی. او د سولی د پاره د یو څه تیریدو امتیاز ورکولو او اجرااتو سلاحیت و لری. دداسی کس سره سوله څه معنی لری چی فرضا ورته ووایی چی سمه ده زه سوله کوم خو ته به هم ماته د خپل پټی ځنګ ته لار راکوی چی رفت امد پری و کړم او دی ووایی چی دا کار خو د ما د صلاحیت نه اوچت دی، نو چی وچت دی صلاحیت دار دی سولی ته راوړاندی کړه نه ته. رسول اکرم چی کله د مکی د مشریکینو سره سوله کوله نو د مکی د سردار سره یی سوله و کړه د ابو صفیان سره نه د ابو صفیان د غلام سره. ځکه چی ابو صفیان چی څه منل د تدبیق صلاحیت یی هم لرلو اورسول اکرم هم چی څه ته متحد وو نو د تدبیق صلاحیت یی هم لرلو چی ښه مثال یی هم په هغه کال د ټولو مسلمانانو د حج نه انصراف او د سرخریئل وو. که دا سوله کوم بل صحابی کړی وی ایا دا صلاحیت یی لرلو چی ټول مسلمانان په نیمه لار د حج نه منصرف کړی ایا داکار یی په وس پوره وو؟ یا که د ابو صفیان کوم عسکر دا سوله کړی وی او داسی توافقات یی امضا کولی شوی؟؟؟ نه هیڅ کله هم نه. نو ځکه سوله باید د دوو با صلاحیتو طرفیو تر منځ و شی نه د بی واکه افرادو.
د کابل حکومت تمامه ورځ چیغی وهی چی سوله د د ماسره وشی. سمه ده د تاسره دی وشی هدف خو د مشکل حل دی. خو که دتانه و غوښتل شی چی د طالب زندانیان د ګوانتانامو نه خوشی کړه ایا دا کار کولی شی؟؟ که درنه و غوښتل شی چی د شپی چاپی دی بندی شی ایا دا کار ستا د وس کار دی؟؟؟ که درنه و غوښتل شی چی بی پیلوټه بمبار د بند شی ایا دا تهد ورکولی شی؟؟؟ که درنه وغوښتل خارجی قواوی دی په دری میاشتو کی د افغانسان خاوره ترک کړی ایا ته دا تظمین ورکولی شی؟؟؟
پدی ټول پرهیږی چی نه، دا کارونه په کرزی صاحب مشران دی که نه د حرب اسلامی هیئتونه خو ډیر لاړل راغلل نتیجه یی څه شوه د کومی غوښتنی د پوره کولو توان یی لرلو؟؟؟
نو که واقعا په ملت د زره خوږیدو خبره وی پریږدی چی هغه کسان خبری وکړی چی د اجرااتو واک او اختیارات لری. چی د برو ټولو مثالونو د هریو امریکه هم اختیار لری او که موافقه و کړی تظمین یی هم ورکولی شی.
ته یی چی نه اختیار لری او نه تظمین ورکولی شی او بیا هم شله یی چی خبری به د ماسره کیږی نو د تاسره په کومه موضوع خبری و کړل شی؟؟ او که هسی د ادم خان او دورخانی او یوسف زلیخا کیسی کول غواړی نو هغه بیله موضوع ده.