
کمپیوتر څه شی دی(دوهمه برخه)
اوس چی موږ پوه شوو چی کمپیوتر د باینری اعدادو په کمک کار کوی او تنها او تنها صفر او یو پیژنی نو پدی به خبری وکړو چی دا هرڅه په څه دول اجراکیږی.
په کمپوتر کی یو زیاد تعداد ګروپونه نصب شوی چی هر یو په خپل وخت کله خاموش او کله روښانه وی چی دا خاموش او روښانه کیدل یی کمپیوتر ته یو خاص پیغام ورکوی.
مثلا که په یو قطار کی ۸ ګروپونه وی نو په یوه مقطع زمانی کی به داسی شکل اختیار کړی : 10110100 چی هر( یو) د روښانه حالت او هر (صفر) د خاموش حالت تمثیلوی. چی پدی ډول هر ګروپ صرف او صرف دوه حالته لرلی شی یعنی یا به روښانه وی او یابه خاموش وی مګر په مجموع کی دا ۸ ګروپونه (څلور شپیته) حالتونه اختیارولی شیږ
زه یی صرف ۳ مثالونه لیکم مثلا: 11100011 , 10100110, 11110111 .
دی ژبی ته چی صرف دوه کرکتره یا دجته لری مشین لنګویج وایی یعنی د ماشین ژبه او کمپیوتر په همدی ژبه خبری کوی.
یعنی هرڅه چی موږ اوتاسی کمپوترته داخلوو په دریو ژبو داخلیږی: یوزر لنګویچ، اسمبلی لنګویچ او مشین لنګویچ.
په د معنی چی لومړی د انسان په ژبه معلومات کمپوتر ته داخلیږی او دا هغه څه دی چی موږ یی په سکرین یا مانیټور باندی ګورو. بیا دا معلومات په اسمبلی لنګویچ باندی تبدیلیږی چی دا د پروګرامنګ د ژبو مغلق حالت دی او بیا نوموړی معلومات د اسمبلی لنګویچ نه په ماشین لنګویچ باندی بدلیږی ترڅو کمپیوتر پری پوه شی. چی کمپیوتر لنګیوچ همغه باینری اعداد دی، یعنی صرف صفر او یو.
کله چی کمپیوتر موږ ته معلومات راکوی هم همدا سلسله تکراریږی یعنی لومړی د ماشین ژبه بیا په اسمبلی ژبه اوړی او بیا د لیدونکی یا کارکونکی په ژبه اوړی ترڅو موږ ته د مفهوم وړشی.
نو په لومړیو وختونو کی یو کمپیوتر چی د ۴۰۰ بایتونو ضرفیت یی درلود، د یو ۴ اطاقه کور په اندازه حجم درلود.
چون د وخت په تیریدو د کمپوتر نه تقاظاهم زیاتیده او حجم یی هم ډیر وو نو نوموړی ګروپونه په وړو ګروپونو چی (تیوب) به ورته وییل کیدل تغیر شکل وکړ. دا تیوبونه د تلویزیون د ریمود د ګروپ یا د موبایل د ګروپ په اندازه وو چی هم یی حجم کم وواو هم د تعداد په لحاظ په لږ ځای کی ډیر ځاییدل.
ښه، ترتیب داشوچی هر کرکتر چی موږ کمپیوتر ته داخلوو په ۸ ټیوبونوکی معرفی شو يا په بل عبارت هر ۸ تیوبونو به د یو کرکتر یا یو حرف یا یو عدد څخه ترجمانی کوله. یعنی که چیری موږ د K حرف داخل کړو نو دابه په (01001011) باندی تبدیل شی.
J= 01001010, K= 01001011, L= 01001100, M= 01001101,
N= 01001110, O= 01001111, P= 01010000, Q= 01010001
پدی ډول هر لوی او کوچنی حرف هر عدد او هر سمبول په یو خاص شکل په ۸ تیوبونو کی ترجمه کیږي.چی د د ۸ تیبونو مجموعی ته یو(بایت) ویل کیږی او هر تیوب ته یو (بیت) ویل کیږی. پدی معنی چی هر شکل هر عدد هر حرف او هر سمبول چی موږ کمپیوتر ته داخلوو نو یو بایت ځای نیسی.
بایت داسی تعریفولی شو: هغه برقی حافظه چی صرف او صرف یو کرکتر ځای کړشی د یو بایت حافظی څخه عبارت دی.
پدی ډول د داټا د انتقال واحد به شی تعداد د کرکترونو چی په یوه ثانیه کی انتقالیږی. یعنی byte/sec چی معمولا د انترنت یا نیت ورک د داټا د انتقال په ساحه کی استفاده تری کیږی.
کله چی د کمپیوتر څخه ګټه اخستنه ډیریده او د حافظی د زیادوالی د ضروت احساس هم زیاتیدو نو دا کوچنی تیوبونه په چیپ تبدیل شول یعنی هر چیپ به د ملیونونو تیوبونو ضرفیت درلود. چی بدی دول د کمپوتر حافظه هم څو څو چنده زیاته شوه او حجم یی هم دیر زیاد کوچنی شو. چی د وخت په تیریدو د چیپونو ضرفت هم څو څو چنده لوړ شو.
د مثال په دول لومړی هارددست چی ما درلود ۴۰ KB(40,000B) ضرفیت یی درلود اواوس ۸۰ GB (80,000,000,000B) ضرفیت لری.
اوس به دا زده کړو چی کمپیوتر څنګه کولی شی چی په ډیرو انتخابونو کی صرف یو انتخاب وکړی؟
موږ په ریاضی کی یو قسم اعدادلرو چی (رندم) اعداد ورته وایی دا عداد د صفر او یو ترمنځ وقع دی مثلا: 0.23, 0.19,0.51 دا عداد داسی په اسمبلی لنګویچ کی داسی تنظیم شوی چی کمپیوتر هر ځل یو عدد انتخاب کړی خو دا په هیڅ صورت کوم ترتیب او نظم نلری صرف همدا یو شاخص لری چی د صفر او یو ترمنځ به وی بس. او هر ځل یو دد زرګونو اعدادو نه اخلی او دا عمل د کمپیوتر د پروسیسر په سرعت تکراریږی. نو که موږ و غواړو چی دا رندم عداد د موږ سره د یو حقیقی او تام عدد په پیداکولو کی مرسته وکړی باید څو نوری عملیی هم پری اجراکړو چی ترڅو د موږ د رنج یا هغه سیت چی موږ یی لرو ، اعداد لاس ته تری راشی.
د قران پاک تلاوت وکړی او په معنی یی ځآن پوه کړی هسی نه چی مرګ به میلمه شی او د عاشق او معشوع لیک نه نالوستی پاتی وی.
مننه.