
کمپیوټر څه شه دی:
لومړنی کمپیوټر چی تراوسه پیژندل شوی دی په
چین که اختراع شو او ډیر ساده ډیزان شوی وو هغه داسی جوړشوی وو چی یو کوچنی د لرګی
چوکاټ تقریبا ۳۰ په ۲۵ سانتی مترو کی وو
او پنځه عمودی سیخان پکی تیر شوی وو چی په هر سیخ کی یو تعداد د لرګی غټي غټی مرۍ ځای پرځای شوی وی چی د ګوتو په واسطه به دا مری
کارته او پورته تللی. په پښتو او دری کی دی ساده ماشین ته جوټ وییل کیږی او تر
ډیره وخته په مندوی او جاده کی استفاده تری کیدله یو تعداد دوستانو شاید چیری لیدلی
وی .
په هر سیخ کی به ۹ مری اچول شوی وی چی هر سیخ
په عدادو کی د درجی حیثیت درلود یعنی لومری سیخ یوویز دوهم سیخ لسیز درسم سیخ سلیز
څلورم سیخ زریز او پنځم سیخ به د لس زریز د خانی کار ورکولو. چون خلک ډیر حریص نوو
نو د پنځو خانو نه زیات حساب ته ضرورت نه
پیښیدو.
دا یو ډیر ښه او ساده د حساب ماشین بلل کیدو
او کله چی انګریزانو تر لاسه کړ نو نوم یی کمپیوتر یعنی شمیرونکی پری کیښود.
ښه، کمپیوتر د وخت پرتیریدو انکشاف وکړ
اومختلف ساده او مغلق شکلونه یی خپل کړل تر څو برقی شکل ته واوښت.
برقی کمپیوتر:
د برقی کمپوتر اساس د منطق علم ایښی دی، شاید
یو تعداد دوستان دمنطق د علم سره بلدوی اکثر په دینی مدارسو کی تدریس کیږی. د منطق
علم یوه موضع همیش په دوو حالتونو کی مطالعه کوی ځکه په دوه حالتونو کی انتخاب
همیش ۵۰ ، ۵۰ فیصده وی نو اسانه انتخابیدلی شی. مثلا علم منطق وایی : (که چیزی په یو ځای کی دود یا لوګی وی، نو دابه د دوه حالتونونه خالی نوی، یا به چا اور بل کړی وی یابه څه شی اور اخستی وی) پدی کی دریم
حالت ځای نلری.
مګر که چیری انتخابونه ډیر وی بیانو
د هر انتخاب چانس لږ وی او د چانس فیصدی ټیتیږی. مثلا: (که
یو چا کور رنګ کړی وی نو دابه څو انخابونه ولری چی کوم قسم رنګ به استعمال شوی وی؟)
شاید دری سوه انتخابونه شاید څلور سوه؟ څوقسمه رنګ چی په بازار کی
پیداکیږی.
یعنی نتیجه داشوه چی کمپوتر هرڅومره مغلق او
پیچلی محاسبات چی کوی تول به په دوه حالتونو کی مطالعه کوی دریم حالت اصلا نشته او
کمپوتر یی نه پیژنی. ښه یو تعداد دوستان شاید سوال وکړی چی بیا نو دا قرعه کشی چی
فرضا په لس زره نفرو کی یو انتخابیږی دانو څنګه کیدای شی داخو دوه انتخابونه ندی؟
دا ښه سوال دی او ځواب به یی ورسته حتما و ګوری انشاالله.
د برق انجنیرانو دد دوه انتخابونو یا دوه
حالتونو د پاره د ګروپونونه کارواخست یعنی کله چی ګروپ روښانه وی دا یو انتخاب یا
حالت او کله چی ګروپ خاموش وی دا بل انتخاب یا حالت. که لږ یی واضح کړو یعنی on, off دریم حالت نشته. چون کمپیوتر د ریاضی او حساب
سره سرکار لری نو په ریاضی کی د دوه حالتونوته
1 او0
وویل شول.
دوستان که په ریاضی که معلومات ولری موږ څو قسمه عداد لرو یعنی په قاعده د ۱۶
په قایده د ۱۰ په قایده د ۸ او په قایده د ۲ . چه په قایده د دوو عدادوته په ریاضی
که باینری اعداد وایی یعنی ۰ او ۱ صرف دوه
دجته لری صفر او یو. نو د ګروپ روښانه حالت یو فرض شو او د ګروف خاموش حالت صفرفرض
شو. پدی ډول ریاضی او تخنیک یو بل ته لاس ورکړاو سره همکار شول.
نو نتیجه داشوه چی کمپتوتر صرف باینری اعداد
پیژنی یعنی (صفر او یو) او بیل هیڅ حالت نه پیژنی او دادبرقی کمپیوتر اساس
تشکیلوی.
دوستانو ته پیشنهاد لرم چی قران پاک تلاوت
کړی او په معنی او تفسیر یی ځان پوه کړی.
نور بیا.............