
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد نن کابل ته راځی ترڅو د راتلونکو ټاکنو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه ځان خبر کړی .
ویل کیږی چې زلمی خلیل زاد زړه نا زړه دی چی ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړی او یا نه .
داسی هم ویل کیږی چی زلمی خلیل زاد په افغانستان کې د ځان لپاره پراخ کمپاین شروع کړی .
لا هم معلومه نه ده چی خلیل زاد به په ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې نوماند وی او یا نه .
خو یوه خبره روښانه ده چی حاکم ټیم (د کرزی ډله) د نوموړی له کلکو مخالفینو سره ګڼل کیږی.
په دی وروستیو کې د حامد کرزی مرستیال فهیم خان زلمی خلیلزاد ته د امریکایی خطاب وکړه او بیا زلمی خلیزاد په ځواب کې فهیم خان ناروغ وباله او نوموړی ته یی د عاجل شفا غوښتنه وکړه.