
له دې سريزې به تير شو چې دولس کاله وړاندې څه روان وو او يا په ټوله کې دڅو لسيزو پرمهال په دې هېواد کې څه پېښ شوي دي خو په به دې خبرې وکړو چې اوس څه حالت دى او دهېواد ولس مشر په کومه لاره مزل کوي ؟ دا واقعيت دى چې په دې وروستۍ لسيزه کې دنړيوا لې ټولنې په مادي او معنوي ملاتړ سره او د اوسني ولسمشر تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې په هره برخه کې تريو ه بريده مثبت پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شوي دغه هېواد له يوې ژورې بدمرغۍ وژغورل شو خو لاهم په بشپړه توګه له بحران وتلى نه دى.
دملي واکمنۍ منځته راتګ ،په نسبي توګه دملي يووالي ټينګښت ،دديمو کراتيکو بنسټونو پياوړتيا ،ددولت ددرې ګونو قواوو جوړښت ،دمعارف ،صحت ،بيارغونې او امنيت په برخه کې رامنځته شوي بدلونونه ،لاسته راوړنې او له نړۍ سره دافغانستان اړيکې هغه لاسته راوړنې دي چې داوسني ولسمشر دکار په تاريخ کې به ثبت وي او راتلونکو نسلونو ته به سينه په سينه وليږدول شي.
اوس چې داساسي قانون له مخې دراتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو دټاکنو موده ورځ په ورځ رانږدې کيږي ور سره سم سياسي منډې ترړې ،کمپاينونه ،نيوکې ،بحثونه اوفشارونه زور اخلي ،ولې ولسمشر په نورمال شکل په خپله لاره روان دى هغه لاره چې ډيره ژوره مګرخطرناکه ده ،له ارګ اوپه خپله دولسمشر له خولې داسې خبرې را وځې چې نوموړى غواړي ديوې ملي فيصلې او مشورې په اساس دواک له ګدۍ سره دخپل سياسي قدرت مزې ټينګ وتړي.
اساسي قانون ته درناوى او دقانون حاکميت کولى شي په هېواد کې داوږد مهال لپاره دسياسي نظام دټينګښت ،پياوړتيا او ثبات سره دمشروعيت له مخې ګټوره مرسته وکړي ،داچې په هېواد کې دپرديو استخباراتي لوبو له امله حالات او شرايط بدل ښکاري ،که بيا هم دملي فيصلې او مشورې پايله دولسمشر دقدرت ساتنې تضمين وي نو په دې شکل ولس ته دمنلو منطق نه لري لکه څرنګه چې په تيرکې دقدرت تمثيل شوى دى ،مهمه دا ده چې په دې مهمو ،حساسو شرايطو کې بايد دافغانستان له تاريخ سره سياست ونه شي بلکې تاريخ بايد دهېواد جوړونې ،ملي ګټو دساتنې او بحران څخه دژغورنې په سياست وڅرغول شي.
همدا اوس په هېواد کې دسولې اوملي پخلاينې پروسه ،دامريکا دمتحده ايالاتو سره دامنيتي تړون دلاسليک لپاره چمتوالى او افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدبهير او دافغان ځواکونو اکمال ،تجهيز او پياوړتيا هغه اساسي بحثونه او موضوعات دي چې دسيمې او نړۍ دولتونه او حکومتونه يې مصروف کړي دي ،افغانستان دنړۍ له ډيرو هېوادونو سره دستراتيژيکو همکاريو لاسوندونه لاسليک کړي او دامريکا دمتحده ايالاتو سره يې د اوږ دمهاله ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړى دى چې پربنسټ به يې امريکا دهمدې تړون دمنځپانګې سره سم له افغانستان سره اوږدمهاله مرستې کوي اوس خبره دامنيتي تړون په سر روانه ده ،امريکا هم خپل وړانديزونه او شرايط لري ، افغانستان هم خپلې غوښتنې لري ،په همدې تړون باندې روان مذکرات په قطر کې دطالبانو دبيراغ دپورته کيدو له امله افغان حکومت وځنډول او په قطر هېواد کې يې دطالبانو دبيراغ پورته کيدل په افغانستان کې ددوه سياسي قدرتونو او دومداره جګړې لپاره يوه استخباراتي او پلان شوې لوبه وبلله ،ښايي چې امريکايان به په دې خبره دومره پوه شوي نه وي ،ځکه چې ددې دفتر دجوړيدو ترشا داسې شيطاني فکرونه کار کوي چې امريکايان يې هم له تحليل څخه عاجز دي.
ولسمشر حامد کرزي په دغه موضوع تمرکز زيات کړ او داسې دريځ يې اختيار کړې چې دقطر لوبه امريکايانو وکړه ،سره ددې چې امريکايانو هلته دطالبانو دبيراغ او رژيم دنوم له امله رامنځته شوې تيروتنه ومنله خو دولسمشر دريځ هماغه دى ،دنوموړي دريځ داسې مانا لري لکه ولسمشر چې په امريکا متحده ايالاتو کې دکومې سولې دټينګښت لپاره کار کوي،دخپل هېواد کمزورۍ ،حالاتو ،شرايطو او سيمه ييزو ګواښونو ته نه ګوري ،حالاتو ته په کتو سره ښه داده چې ولسمشر له امريکا سره په دې برخه کې له احساساتو څخه کار وانه خلي بلکې ولسمشر بايد په منطق او معقوليت سره امريکا او دنړۍ نور هېوادونه يواځې په دې وپوهوي چې دترهګرۍ دشيطاني مفکورې له رېښو سره بايد او بايد جدي مبارزه وشي.
ځکه دهغه چا لپاره دسولې ددروازې پرانيستل هيڅ مانا نه لري چې په څرګنده توګه نورو يې دخپلو ګټو دخوندي ساتلو په موخه په غاړو کې رسۍ اچولې دي اوپه ډير احترام سره يې دنورو رسۍ په خپله غاړه کې غوره بللې نسبت دې ته چې په عزت او دخپل هېواد سره دسياسي ،معنوي او حقوقي رابطې په اساس په خپل هېواد کې ژوند وکړي او دعقلانيت له لارې دخپلې خاورې دساتنې او جوړونې لپاره په تدبير سره مبارزه وکړي.
په سيمه او افغانستان کې دسولې دټينګښت يواځنۍ لاره داده چې نړيواله ټولنه ،افغان دولت او امريکا بايد په جديت او قاطعيت سره دهغه چا په وړاندې دمبارزې اعلان وکړي چې يا ترهګر روزي او يايې په خپله لمنه کې ځاى ورکړى دى ،نو ولسمشر ته په کار ده چې نور په دې تړاو يو دريځ غوره کړي هغه داسې چې دسولې له دفترونو او تش په نامه بهيرونو څخه تير او يواځې له نړيوالې ټولنې وغواړي چې بايد مبارزه وکړي.
بله مهمه دا چې له امريکا سره دافغانستان امنيتي تړون لاسليک ډير مهم دى ، زمونږ هېواد په هغه حالت کې دى چې دنړيوالې ټولنې اوپه ځانګړې توګه دامريکا ملاتړ ته اړتيا لري په هغه حالت کې نه دى چې امريکا دافغانستان ملاتړ ته اړتيا ولري ،دقدرت دتوازن پرتله بايد وشي بيا دريځ ونيول شي ،که په شعارونو وطن جوړيدلى شواى اوس به افغانستان دنړۍ يو ستر نظامي ،اقتصادي او سياسي قدرت وو ځکه شعارونه دپخوانيو پيړيو او لسيزو دجګړو داستانونه دي،که په همدې دريځ باندې ټينګار وشي ،ويره ده چې امريکا په لوى لاس افغانستان دغلام هېواد داسې غلام کړي چې هم به يې خپله غلام وي او هم به يې دغلام غلام او ترلاس لاندې وي.
دامنيتي تړون په سر دملي مشورې لپاره دلويې جرګې رابلل ملي ګام دى خو داسې نه چې ددغه ملي ګام مانا بدله نه شي او داسې کار ونه شي چې په شعارونو او احساساتو سره دستراتيژيکې ملګرتيا او همکارۍ لاره بدله شي!
بل څه چې په دې وروستيو کې يې په عامه فکرونو کې دحيرانتيا وړ بحثونه رامنځته کړي ، هغه دولسمشر دمرستيالانو دخپل زړه څرګندونې دي ،څوک غرونوته ځي او څوک په هوارو کې دسنګرونو دجوړولو لپاره دچمتوالي خبر ور کوي ،دحکومت هوښيار اوځيرک سلاکاران خو بيا کله ناکله داسې تحليلونه کوي او نظرونه ورکوي چې ولسمشر ته دسبق مانا لري او ولس ته دحکومت دثابت دريځ دنه شتون څخه پرته بل پيغام نه استوي.
وزيران خو ددې پرځاى چې ولس ته دخدمت په عملي چارو او تګ لارو باندې فکر وکړي بلکې يواځې او يواځې دوى هم دواک دګدۍ دراخپلولو لپاره بريتونه غوړ کړي دي ،ځينې وزيران خو دمرستيالانو په شان دريځ لري دلنډو کېسو داتلانو په شان خيالي مبارزې کوي.
که حالات داسې وي نو په افغانستان کې دتل پاتې سولې او ثبات دټينګښت او دنظام دپياوړتيا په وړاندې يو بل اساسي خنډ په خپله دواک په ګدۍ ناست مشران هم دي اوکه مونږ له امريکا سره دامنيتي تړون په لاسليک سره غواړو چې امريکا دې په افغانستان کې دتل پاتې سولې ،امن اوثبات تضمين وکړي دانو بيا دمعقوليت او عقلانيت لاره نه ده.
نو دې ټولو اړخونو او لاملونو ته په کتو سره دهېواد ولس مشر بايد په ټولو ملي ،سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو او موضوعاتو کې معقول او منلي دريځ ولري ،دافغان دولت دمزل لاره بايد يوه وې ،دحکومت لاره بايد يوه وي اوخپله ولسمشر بايد په داسې لاره روان شي چې هم هېواد له بحران څخه وژغورل شي ،هم نړۍ دتروريزم ځالو ړنګولو ته چمتو شي ،هم له نړۍ سره اړيکې خرابې نه شي اوهم په لويه کچه دټولې نړۍ سره دستراتيژيک ملګرتيا او همکارۍ په چوکاټ کې دافغانستان ملي او نړيوالې ګټې خوندي وساتل شي اوپه دې هېواد کې تل پاتې سوله ،امن ،ثبات او واقعي پرمختګ رامنځته شي.
بريالى روان