پکتيکا کې لومړی ځل ښځينه پوليسې په کار پيل کوي

په پكتيكا كې د ښځينه پوليسو شتون د پرمختګ بېلګه ده دا څرګندونې د پكتيكا ځايي چارواكي پدې وياړ كوي چې په لومړي ځل په دغه لايت كې ښځينه پوليسود ټولنې د خدمت په موخه كار پيل كړ، ځايي چارواكي دا كار د لويې پكتياپه تاريخ كې نوى ګام بولي او وايي چې په دې سره به ډېربدلونونه راشي، له يوې خوابه د تلاشيوپرمهال ستونزوې اوارې شي او بله دا چې نورې نجونې به زده كړو ته وهڅول شي.
دا لومړى ځل دى چې په پكتيكاكې د نارينه وو ترڅنګ ميرمنې پوليسې مسلكي زده كړې ترلاسه كوي او بيادندې پيلوي، د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې دغه څلور ښځينه ساتنمنانې به په داسې ځايونوكې په دندو وګمارل شي، چې ډېره اړتيايې وه، ځكه همدا ميرمنې به د كورنو پلټنه كوي او پدې سره به هم د ولس عذت خوندي وي او هم به پوليسو خپله دنده په ښه ډول سرته رسولې وي.
د پكتيكاامنيې قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران خوښي څرګنده وي چې امنيتي ځواکونه يې ورځ تر بلې په مسلکي پوهه او ښو تجيزاتو سمباليږي، ده زياته كړه هغه ستونزې به يې اوارې شي چې د ښځينه پوليسو د نشتون له امله يې لرلې او بله داچې له دې سره به نجونې زده كړو ته وهڅول شي.
د تيرو څلورو کلونو په اوږدو کې د پکتيکاد پوليسو له روزنير مرکز د ملي پوليسو نږدې درې زره سرتيري او پنځه سوه ساتمنان له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي خو دا لومړی ځل دى چې څلور ښځينه ساتنمنانې ترې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.