يارانو زيرى مې درباندي***دلراوبرپيوستون نن سباراځينه
بســــــــمل
كوزټوپكيان وائې چي دسولې جــرگه نه منو مشـــرف هم وائې چي زه نه ورځم دا مانا چي مړى چي خــداى شرموي نو په تخته يې ...دا په دې شــهادت وركوي چي دا يوه ډله ده.
زموږ ناريـنه هم وويل چي دډيورن كرښه نه منو ياره دومره يې خوښ كړم چي دا دشــپږو كالوغوصه يې راڅخه په هوا كړه خوبيا كله چې دده تيروبابولالوته وگورم چي سهارخاندي اوماښام ژاړي نو بيا مي زړه تيرجگ شي خيرپه هرصورت زما هيله دجرگې له هغودرنو او كړېدلوافغان گډونوالوڅخه داده چي په ډيره مينه دلوى افغانستان لپاره يواو بل ته غيږور كړي ترڅودتاريخ په پاڼوكې په زرينوكرښووددوى نومونه وليكل شي .
ترهرڅه لومړى زما داهيله ده چي دډيورند په كرغېړنه كرښه به بحث نه كوي .
زه په دې باوري يم چي دا به دوى ته هم له شرمه ډكه بريښي چي په دې فيصله وكړي چي دلراوبرترمنځ پوله رسمي بڼه ومومي دا مانا چي موږ بېل بېل خلـگ ېواوزړونه مويوله بله څخه ډك دي يودبل مخونه نورنه شو ليـدلاى نوځكه بايد ترمنځ دېـوال ودروونه نه مـــوږنه تنها چي يوه وينه بلكي په خپله پاكه وينه كي موښكلې پښتنه مينه څپې وهي خـوله بده مرغه
چي ږيره زما اوواك ي دزرمل دملا دى؟
بله بدبختي خولاداده چي دكابــل لــوري په هيت كي داسي كسان هم شته چي له يوې خواتر
غوږوپه وينو سره دي اوله بلي خوادملي گټوورسره هيڅ خيال نشته دخپل ژوند دنامـشروع بقا لپاره خويې دگيدړې قبالې واخيستې خوله هغه څخه هاخوا اوس دپښتون قام په سرنوشت هم لوبې كوي .
دادوى دي چې له مشرف سره په گډوهڅودپښتون كورورانوي اوس نوتاسي بايد په همــدي جرگه كي دعمل افتكارترلاسه كړئ اوداتورې دسيسې يې له خاوروسره خاوري كړئ .
كاسه يې له ني كاسي سره وركړئ .
دلراوبردكاميابي په هيله
وروستي