ولې طالبان دومره غښتلي شول؟

۲۷ـ۰۳ـ۲۰۱۷                       ولې طالبان دومره غښتلي شول؟
         
محمدامین بسمل
که څه هم زما د سرلیک ځواب ساده او تاسې درانه لوستونکي هم ښه پرې پوهېږئ خو په یوڅو کرښو کې به یې لږ څه وضاحت وکړم:
ـ طالبان افغانان دي او پخپل افغانیت ویاړي.
ـ زموږ اتل افغان نیکونه یو داسې ویاړلی اوګټلی تاریخ لري، چې افغان طالبانویې دا لړۍ نوره هم پسې داسې تاریخي اوځلانده کړه، چې که زموږ نیکونو په یووخت د یو دوو یا دریوغلیمانوپه وړاندې تورې پړکولې خو طالبان په یووخت کې د نږدې پنځوسوغلیمانوپه وړاندې سخت وجنګېدل اولاجنګیږي.
ـ دطالبانو اسلامي امارت چې په اسلامي نړۍ او حتی د نړۍ په تاریخ کې بې مثاله و د امریکا لخوا په خورا وحشیانه او ظالمانه ډول وپرځول شو.
ـ د قدرت په ګدۍ ناست طالبان د مسعود، قسیم فهیم، رشید دوستم، عطامحمد نور، غبرګ عبدالله، نورو پنجشېریانو اوشمال ټلوالې په ډول دعیش اونوش په فکر کې نه وو او نه د بلډنګونو شوقیان وو.
ـ د امریکايي ظالمانه یرغل له وجې دهیواد په شمال کې له طالب اسیرانوسره سختې ناخوالې وشوې، په کانتنرونوکې مرمي باران اود مزارشریف په زندان کې هم بمبارد اوهم اوبه پسې خوشې شوې داهغه څه دي، چې انساني ضمیر ورته ګوته په غاښ پاته دی.     
ـ طالبان په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ورپاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ورروان او ترشایې د خپلوشهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.
ـ فروېزمشرف پنجابي نه یوازې په افغانستان کې امریکایي یرغل ته زمینه سازي وکړه، بلکې اکثره په هیواد مین طالبان یې یا پخپله زنداني یاخو یې د امریکا په لاس ورکړل ځکه خو اوس په افغان سپېڅلې خاوره د پاکستاني راکټونو په اورولو، دپښتنو په سپکولو، د اغزن سیم په غځولو او نورو بې شرمیو امریکا نه یوازې پټه خوله ده، بلکې شین څراغ یې هم ورکړی او که داسې نه وي نو بیا هغه د ګوډ پرچمي اتمر ستراتیژیک تړون د څه لپاره و؟
ـ څه چې طالب مظلوم لرل هغه یې خپل ایمان پاک وجدان اوهغه شډل پډل کردار و، چې زموږ له اصیل اولس سره یې اړخ لګاوه له همدې کبله یې نننۍ بریاوې په برخه شوې. 
ـ طالبانو ته مادیات او دا فاني نړۍ بې ارزښته وه او ده.
اوس نو د پورتنیو کرښو له مخې وېلی شو، چې طالبان د سختو جګړو لپاره وطني اوعقیدوي انګېزه لري ځکه خو په خورا تنګ لاسي کې دهیواد له نیمايي څخه لا په زیاته برخه حاکم شول بیا هم تکراروم داهغه طالبان کوم، چې په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ورپاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ورروان اوترشا یې دخپلوشهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.
دمګړۍ چې زه فکر کوم زماله نظره خو دا امریکايي جنرالان مطلق لیونیان دي، دوی په داسې حال کې د پنځو شپږو زرو تازه دمو سرتېرو غوښتنه کوي، چې هغه له سلو زرو څخه زیاتو سرتېرو یې د طالب د برېت یو وېښته هم ورڅخه ونه ایست نو دا پنځه زره به یې کومه توره وکړي؟
نتېـــــــــــــــــــــــــجه:
ننني طالبان هغه پروني خالي لاسي طالبان نه دي، ننني طالبان د خپلې قوي انګېزې ترڅنګ نه یوازې قوي وسلې په لاس کې لري، بلکې نړیوال برم او رسمیت یې هم په برخه شوی چې دا له معنوي لحاظه د طالبانو د بریالیتوب زېری له ځان سره لري.
طالبان نن ورځ په دومره لوړموقف کې دي، چې د تېروخت له ابرقدرت(روسې)څخه ځان کم نه بولي ځکه خو د سولې خبرې یوازې له امریکا سره په مخامخ ډول غواړي نه د امریکا له مزدورانو سره.
 دلیل یې دا دی چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده نه د امریکا لاسپوڅي که څوک یې نه مني نو امریکا دې یوه اونۍ بمبارد نه کوي بیا یې وګورئ چې غني په کومه سوړه او غبرګ عبدالله یې په کومه سوړه کې رېږدي.
زماهیــــــــــــــــــــــله:
ماپه تېره لیکنه کې له ارګ والو څخه هیله کړې وه، چې بهتره به وي د یوو افغاني نوښت له مخې ټول پوځي اوملکي تاسیسات طالبانو ته ورپرېږدي ترڅو دا پردۍ جګړه ختمه او د جګړې راوړونکي ځای په ځای شل اوشوټ شي البته داڅه ستونځمن کارهم نه دی که یاد مو وي د نظارشورا اوکارملیانو د کودتا په ترځ کې ډاکترنجیب الله په داسې ډول وپرځول شو، چې پرچمیانو خپلې ساحې نظاریانو ته تسلیم او خلقیانو خپلې ساحې لکه د کورنیوچارو وزارت حکمتیار ته تسلیم کړل.
اوس خوستاسو ارګوالو په وړاندې تنظیمي ډلې ټپلې هم نشته یوازې طالب مقاومت دی، چې ورسره سازش په کار دی نوځکه خونن یوځل بیا خپله هیله تکراروم او باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی به په عادلانه ډول تاسو له ځان سره شریک او په ګډه به دا وران افغانستان ته نجات ورکړئ او که نه نو په ولله که نه تاسې ارام خوب وکړئ او نه به دا مظلوم اولس ارامه شپه ولري بس د خدای په لحاظ ټولو خواوو ته لمن غوړوم، چې پخپلو کې په پټ ډول سره جوړ راشئ ترڅو زموږ ټول غلیمان ځای په ځای زره ترکي شي.
ومن الله توفیق
دلاندني لینک په ټک وهلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ:
https://www.nunn.asia/93899/
دملي یووالي اوګران افغانستان دخپلواکي په هیله