دل افګار افګار

راولې خالقه هغه  زما دزړه قرارقرار
هغه دښکلاسلطان او هغه نوبهاربهار
 
هغه چې یې زه په یوه نظر وېوړم له ځان سره
هغه چې کرۍ شپه ورته ناست یم تر سهار سهار
 
هغه ګلبدن ترګل نازک او ګلاب رنګ جانان
هغه چې رنګونه اوروي په هر ګلزار ګلزار
 
هغه چې وږمې یې خوشبويي شیندي سهارماښام
 هغه چې خجل دي ورته عطر دبازار بازار
 
هغه چې دمشکوکاروان سرږدي ورته پښومخ ته
هغه چې لري عمبري زلفي  ګېدۍ تار په تار
 
هغه چې هم درد دی هم درمان او هم ارمان ارمان
هغه چې یې زه کړمه خوږو سترګو بېمار بېمار
 
هغه چې په سترګو کې خمار درکړي خمار یوسي
هغه لب شکر دلبر او هغه خوش ګفتار ګفتار
 
هغه چې خوږه خوله یې هجران پولۍ پولۍ کړله
هغه مظلوم هغه چې هر چا ورکړ ازار ازار
 
هغه غواړم خدایه هغه زما ددواړو سترګو تور
هغه دبسمل غوندې  امین اودل افګار افګار
راولې خالقه هغه  زما دزړه قرارقرار
هغه دښکلاسلطان او هغه نوبهاربهار
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20010