وزيران دې دخوست د مشرانو سره د ولسمشر په وړاندې کړي ژمنې سرته ورسوي!!

د تېرو دوه نيمو کالونو راهيسې د دې لپاره هڅې روانې وې، چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د ولسونو ستونزې، اساسي اړتياوې او غوښتنې راټولې کړي او د هواري په خاطر يې له نړيوالې مرستندويه ټولنې او مرکزي حکومت سره شريکې کړي.
د سيمه والو د وړانديزونو  او ضرورتونو د مالومولو او راټولولو لپاره بېلابېلې لارې وکارول شوې، کليو، بانډو او ولسواليو ته سفرونه وشول، د قومونو له مخورو مشرانو او استازو سره پرلپسې ليدنې کتنې وشوې او  همداشان په مالوماتو کې د ښه دقت لپاره ورکشاپونه دايير شول، چې د دې ټولو په پايله کې مالومه شوله، چې دخوست دخلکو اساسي ضرورتونه څه دي او څه غواړي، چې د هغې په اساس يې شته ستونزې هوارې شي او د ژوند په چارو کې يې ښه والى رامنځته شي.
وروسته ولايتي ادارې دخپلو اړونده ريسانو، د ولايتي شورا  له مشرتابه او غړو، د قومونو مخورو مشرانو او د مدني ټولنو له فعالينو ګډ پلاوي جوړ کړل، څو  راټولې شوې غوښتنې او اساسي ضرورتونه په پلازمېنه کابل کې له اړونده وزارتونو سره شريک کړي او پدې لاره کې يې مرستې او کومکونه جلب کړي.
دغو پلاوو څو ځله مرکز کابل ته سفرونه وکړل، د وزارتونو له مسوولينو سره يې وليدل او ټولې اړتياوې يې په رسمي توګه ورسره شريکې کړلې .وزيرانو د ولايت په  کچه د مالوماتو د راټولولو او د ګډو پلاوو له ټاکلو هرکلى وکړ او ټينګې ژمنې يې وکړلې، چې دخوست ستراتيژيک او سرحدي ولايت ته په کتو سره به د دې ستونزو او ضرورتونو د رفع کولو په موخه ډېر ژر عملي اقدامات کوي.
همداراز د ولايت مشرتابه د وزيرانو شورا او د ولسمشر د دويم مرستيال ښاغلي کريم خليلي ترمشرۍ لاندې جوړې شوې اقتصادي کمېټې ته هم په ٢٨ مادو کې دخوست اساسي ضرورتونه او د خلکو غوښتنې وړاندې کړې.
لدې وروسته د ولايتي ادارې رهبرئ په همدې مسايلو د اړونده وزيرانو سره ځانګړي ليدنې  هم وکړلې او دوى يې دې ته وهڅول چې دخوست دخلکو اساسي مشکلاتو او د ولايت جغرافيايي حساس موقعيت ته په کتو سره  په کړيو ژمنو وفا وکړي.
وروسته د دې ټولو هلو ځلو دخوست خلک دې ته اړ شول چې د ولسمشر څخه د ملاقات غوښتنه وکړي او خپلې ستونزې ورسره له نږدې مخامخ شريکې کړي.دخوست ولايت ولايتي پارلمان غړو(ولايتي شورا) او د دې ولايت مخورو مشرانو ولسمشر ته ټول ضرورتونه ، ستونزې اومشکلات يو په يو مطرح کړل او له ولسمشرڅخه يې غوښتنه وکړه، چې نور د کابينې هغه وزيران په خپلو کړنو او ژمنو کې رښتينى عمل وکړي، چې د پروژو چارې يې د کالونو راهيسې پيل شوې، خو ساختماني کارونه يې لا هم په يوه او بله نامه په ټپه درېدلي دي.دوى د بېلګې په توګه دخوست –ګردېز سړک ياد کړ، چې پوره اوه کاله وړاندې يې چارې پيل شوې وې او د قرارداد له مخې بايد دغه مهمه او ترانزېټي لاره په اتلسو مياشتو کې بشپړه شوې واى، خو لا هم دغه لاره ٣٨کيلومتره همداسې کنډه کپره  پراته ده.
همدارنګه دملکي نړيوال هوايي ډګر، د غلام خان بندرد رسمي ترانزيټ کېدلو، د صنعتي پارکونو د جوړولو،له دريمې څخه دويمې درجې ته دخوست ولايت د ارتقا، دخوست ښار د تفصيلي ستراتيژيک پلان د تطبيق په وړاندې د پراتو خنډونو د لېرې کولو، دې ولايت ته د وارداتي برېښنا د واردولو، د اوبو د ذخيروي بندونو او يو شمېر نورو ټولګټو پروژو د پيل او بشپړولو غوښتنې شاملې وې.
ولسمشر ښاغلي حامدکرزي دولايتي شورا د غړو او مخورو مشرانو د غوښتنو هرکلى وکړ او د چارو د عملي پيلولو او بشپړولو په موخه يې اړونده وزيرانو او چارواکو ته  ځاى پرځاى هدايت وکړ.
په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اساس دې کتنې ته د کابينې يو شمېر وزيران هم رابلل شوي وو، چې پکې  دسوداګرۍ او صنايعو وزير انورالحق احدي، د اوبو او برېښنا وزيراسماعيل خان، د ټولګټو چارو وزير،د ټرانسپورت او هوايي چلند وزير، د سيمه ايزه ارګانونو دخپلواکې ادارې مشرعبدالخالق فراهي،لوى درستيزجنرال شېرمحمدکريمي، د وزيرانو شورا د دارلانشا ريس ډاکټرمدبر او يو شمېر نور چارواکي شامل ول.دغو چارواکو دخوست د مشرانو سره د ولسمشر په وړاندې ټينګې ژمنې وکړې، چې ډېر ژر به يې نيمګړي پروژې بشپړې  او په پلان شويو پروژو به په نږدې راتلونکي کې عملاً کارپيل شي.
پدې چارواکو کې يو هم د ټرانسپورت او هوايي چلند وزير ښاغلى نجفي وو، چې پدې ولايت کې يې د ملکي نړيوال هوايي ډګر په اړه ولسمشر ته په ډاډ سره وويل چې د ځغاست ليکې، تاسيساتو او نورو اړينو ملحقاتو ساختماني چارې به يې په دريو ورځو کې د ننه پيل شي.خو له بده مرغه  ښاغلى نجفي د تېر په څېر بيا هم په خپله ژمنه کې پاتې راغلى او د دريو ورځو ژمنه يې اتلسو ورځو ته ورسېده.د هوايي ډګر پروژه د تېريونيم کال راهيسې د کافي بودجې په شتوالي کې په يوه او بله نامه سره ځنډېدلي او  د کار پيلولو وروستۍ کلکه  ژمنه يې  د ولسمشر په وړاندې دخوست د خلکو سره درې ورځې وه، چې په اتلسو بدله شوه .
دخوست خلک او ولايتي شورا د ولسمشر سره د ليدنې په هکله سخت رضايت ښايي او  هيله څرګندوي، چې دغه ليدنه به دخوست د ستونزو او مشکلاتو په هواري کې مثبته پايله ولري او اړونده وزارتونه به د خوست د مشرانو سره د ولسمشر په وړاندې خپلې ژمنې په عمل کې پلي کړي او د پروژو  په مخکې به  پراته خنډونه هوار شي.
دخوست ولسونه د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څخه هيله لري، چې دې ولايت ته ځانګړي پاملرنه وکړي او د خپل کاري ټيم په وسېله سره د هغو وزيرانو کړنې او ژمنې وڅاري، چې دده په مخکې يې وکړې.
مبارزمحمدځدراڼ-خوست –افغانستان-١٣٩٢-٤-٢٣