خوب کې خبرې


ادبي ټوټه :: رفيع الله روشن
ګرانې پوهېږې هغه لحظې مې اوس هم يادې دي اوهېڅ به مې هېرې نشي کله چې په دوهم ملاقات کې له روغبړ اوښه راغلاست دمخه تا زه په خپل زړه پورې ونيولم،دواړه لاسونه دې راته امېل اوپه غاړه کې دې را واچول،له سلګيوسره سم دې يواځې داخبره کوله: نه نه ته به هېچېرې نه ځې زه تانه پرېږدم چې له مانه ولاړ شې،مادرته ويل ښه سمه ده زه هېچېرې هم نه ځم خوته حوصله پرځای کړه،ژړادې غلې کړه،هسې نه څوک پوه شي،ماهڅه کوله ستا اوښکې وچې کړم اوپه دې دې قانع کړم چې زه به همېش له تاسره يم،خوتا بياهم يواځې خپله خبره تکراروله چې ته به نه ځې،زه پوهېدم داهرڅه يواځې ستا وهم و ،ته زما په يوه خبره چې پخوا مې درته کړې وه،وېرېدلې وې هغه چې ما درته ويلي وو شايد نور داهېواد دتل لپاره تاته پرېږدم ،خوکله چې مې ستا خشن عکس العمل وليد او دامې ومنله که چېرې په رښتيا هم زه تا دلته يواځې پرېږدم نو له امکانه لرې نده چې له لاسه دې ورکړم.نومې هماغه لحظه تصميم بدل اوپاسپورت مې وڅيره.
ګرانې!زه پوهېږم داهرڅه به تاته دفلم دصحنې په شان ښکاري خو داهم بايد ومنې چې فلم هم له حقيقته الهام اخلي او ديوې ټولنې رښتيني انځور په بله بڼه خلکوته منعکسوي،خوماته بياهم ستاهغه خبره را ياده شوه چې زما ددې پوښتنې په ځواب کې چې: زه به څومره درته ګران يم؟ تاراته وويل په ټوله دنيا کې يوته راباندې ډېر ګران يې اوبل خوب،خودا حقيقت لا ماډېر پخوا له تاسره منلی دی،اوپه دې هم باور لرم چې په ما اوخوب کې به له ما هم خوب ډېر درته ګران وي ،ځکه ډېر وخت داسې وي چې زه تاته خبرې کوم خو ته ويده شوې يې،اوياهم زه له تاسره دخبرو انتظار کوم مګر ته دخوب مېلمه اوسې،اونن هم بيا دې ميراثي خوب هماغه لوبه راسره وکړه،نوګرانې فکر کوم داجګړه بيا خوب رانه وګټله اوته يې رانه خپلې غېږې ته ورکش کړې،مابيا پوښتنه وکړه،کېدای شي راته ووايې چې دخوب په غېږ کې هواره توشکه له څه شي جوړه شوې؟اوتاراته وويل که دخوب په غېږ کې توشکه دخوړ له کاڼو اوستادغېږې توشکه له ورېښمو جوړه وي بياهم دخوب دغېږې کاڼي زما قبول دي ځکه هغه ماته،ارام،سکون،وصل،مينه،خوب اوحتی هغه څه چې زه يې تل غواړم راته راکوي يې چې هغه عبارت دي ستاله مينې او وجود څخه.