لیک : اشرف ارسلان
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
د اسیا سیلابونه ... به د نړۍ بیوزله متحد کړي ؟
لوږي او ناروغۍ په میلونو هغه قربانیان را ایسار کړي چې د جنوبي اسیا په تاریخ کې تر ټولو بدو سیلابونو له کورو ویستلي . د هوا پیژندنۍ ادارې وایي ، چې نړۍ تر اوسه دغه ډول غمیزه نه ده لیدلی .
د مرګ او ورانیو بوي له هر ځای څخه ځي . که د نړۍ په هغه بله پرمختللي برخه کې یې څوک اواز وانه وري پاتې کسان د خپل وار انتظار باسي .
غمیزه زیاتیږي او له کنتروله وځي ځکه ، چې دغه سیمې لا پخوا بیوزلۍ ځپلی وې . د پنځ ( طبیعت ) د قهر پروړاندې یې ټولې وړتیاوې له خاورو سره برابري شوي ان تردې ، چې د ورانیدو مخه یې هم نه شي نیولای .
د ملګرو ملتونو احصائي وايي په هندوستان ، بنګلادیش او نیپال کې 28 میلونه وګړي د مرګ له ګواښ سره مخ دي . دوی ته باید په څو راتلونکو ورځو کې بیړنۍ مرستې ورسیږي .
هیچا هم اټکل نه کاوه چې سیلاب به له 2000 زیات کسان وړي او دوی خټین بیوزله کورونه ویجاړوي .
هند د نورو په پرتله زیات زیانمن شوي ، تر اوسه 20 میلونه وګړي بې کوره شوي ، ورپسې بنګلادیش دی هلته 8 میلونه وګړي بې کوره شوي د یادولو وړ خبره ده – بنګلادیش دنړۍ په بیوزله هېوادو کې راځي – هلته پنځه سیندونه دي چې هر کال د هېواد په پنځمه برخه کې توپاني کیږي خو دغه ځل 40٪ توپاني شو او د پلازمینې ډاکې ډیره برخه یې رالاندې کړله . په نیپال کې د بې کوره شوو وګړو شمیر 300 زره ته ورسیده .
د جنوبي اسیا ماشومان چې 40٪ د وګړو برخه جوړوي ، دوی له ځانګړې غمیزې سره مخ دی ، د نورو په پرتله دوی ډیر له مرګ سره مخ کیږي ځکه چې وړ مرستې ورته نه رسیږي ، د سیلابونو د زیان کچه دا ځل زښته ډیره وه . پردې سربیره د څښاک لپاره پاکې اوبه هیڅ نه شته
پوښتنې :
غمیزه د نړیوالې ټولنې د مرستو د رول په اړه یو شمیر پوښتنې راپورته کوي ، چې باید له ځپل شوو سره شوې وای . پردې سربیره د تودخي او طبیعت په اړه چې د انسانانو د فعالیتونو په پایله کې یې بدلون موندلی او د ځمکې پرټوله کره یې خپل اغیز پریباسلی په ځانګړې توګه پربیوزله اوسیدونکو .
مخکنیو تجربو ته په کتنې اوس جوته شوی ، کله چې د سونامي څپو د اسیا مختلفې برخې ووهلي . نړیوالې مرستې – په ځانګړې توګه د بډایه هېوادو - د اړتیا په پرتله ډیرې کمې وې ، ځینو خو یې یوازې د عامې نړیوالې رايي په سترګو کې ایري وشیندلی .
په دې وروستیو کې په جنوبي اسیا کې دسیلابونو غمیزه مخ په زیاتیدوه ده . کیدای شي دنړیوالې ټولنې د بې پروايي څخه پرده پورته کړی . د 28 میلونه بې کوره شوو وګړو د وضعیت د خرابیدو تر څنګ دمنځنۍ اسیا د وګړو تر منځ ارقام د مړینو خبرې هم کوي . د ماشومانو مړینه ځکه ډیره ده ، چې همدوی دغه سلنه پوره کوي .
ایا نړۍ کولای شي ، چې د خپلې رښتیاوو سند وړاندې کړي او د قربانیانو ژغورنې ته راودانګي ؟ دغه ځواب به راتلونکي ورځې ووايي او دا هغه ورځې دي چې د روغتیا نړیوالې ټولنې ټاکلی . تر څو په زرګونو هغه وګړي وژغوري چې مرګ ته انتظار باسي .
د هوا بدلون
د نوو علمي څیړنو پر مټ اوس دا جوته شوی چې د تودوخی د ډیریدو تر شا انساني کړنې دی چې په ډیر سرعت د هوا د بدلون لامل ګرځي او ګرده نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړی . د نړۍ په بیوزله هېوادو کې یې منفي اغیز پر غمیزو بدلیږي .
په دې کې هیڅ شک نه شته ، چې په جنوبي اسیا کې اوسنۍ غمیزه نوره پسې هم خرابه شي ځکه ، چې د نړۍ په دغه برخه کې د وګړو د ژوند ورځنی وضعیت لا له وړاندې خراب و . د چاپیریال د نړیوال سیمینار د راپور له مخې چې څو میاشتي وړاندې په پاریس کې جوړ شوی و کاږي : چې د هوا د بدلیدو پر مهال بیوزله هېوادونه دنورو په پرتله ډیر زیانمن کیدای شي .
ځنې داسې هېوادونه شته ددغه بدلون په اړه د وړاندوینې وړ وسیلې نه لري . دا وس خو بیخي نه لري ، چې دا جوته کړی چې ددغو غمیزو د زیان کچه به څومره وي ؟ له بل پلوه دغه هېوادونه په نړیواله ټولنه کې د پام وړ سیاسي وزن نه لري ، ځکه خو دغمیزو پر مهال ورته لازمه پاملرنه نه کیږي . اوس به د هغو مرستو اندازه معلومه شي چې په دیني ، نژادي او سیاسي پوښ کې به دغه ځپل شوو سیمو ته استول کیږي .
د بیوزلو اتحاد
دلته دا اړتیا څرګندیږي چې بیوزله هېوادونه په خپلو منځو کې خپلې هڅې سره ګډې کړي ، یو د بل تر څنګ ودریږي تر څو ددغه ډول غمیزو د مخنیوي لپاره مشترکی وسیلې رامنځ ته کړي ، له علمي پلوه یې وړاندوینه شونی ده او د زیان کچه یې هم راکمولای شي . ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ټولنې کولای شي، چې د هغه هېوادو مسولیت ومني چې د تودوخی په رامنځ ته کولو کې لوی لاس لري . همدوی باید د مرستې ډیره برخه پر ځان ومني . دلته باید وویل شي چې ، دتودوخی په رامنځ ته کولوکې لوی لاس د امریکا دی . تر اوسه یې د ( کي ټو ) پر تړون لاسلیک هم نه دی کړي چې د هوا دبدلون په اړه دی .
ترڅو چې د هغه زیانمنو هېوادونو تر منځ اتحاد رامنځ ته کیږي او د ځمکې دکری هغه بل اړخ ته بډایه خلک د بیوزلو چیغې اوري . د هوا د بدلون قضیه به تر بل خبر پاتې وي او د ( کي ټو ) تړون به د وخت پرتیریدو د کاغذ پر مخ یوازې رنګ وي او بس .
وروستي