
د نن سبا د خبرونو سرټکی
دادی چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو فوځونو پر ایستلو غور کوی، طالبانو
خپل دفتر په قطر کی تړلی او هند هم افغانستان حکومت ته د وسلو له ورکړی انکار کړی.
دا ټولی خبری تصادفی نه دی او د حامد کرزی اداری ته دا ښودل کیږی چې لږ فکر وکړی
او ځان د ډاکټر نجیب له برخلیک څخه وساتی خو کرزی دداسی ټیم په منځ کی راګیر شوی
دی چې اوس یی ورنه خلاصون دده په ژوند محال ښکاری او موږته یو ځل بیا داخبره
ثابتوی چې خپل عمل د لاری مل دی. څوک چې په غلو ټوپک سالارانو او وطن پلورونکو خپل
قدرت ساتی پایله به یی همداسی وی لکه نن چې کرزی صاحب
ورسره مخاخ دی چې یوی خواته پاڼ دی او بلی خواته یی پړانګ دی. که امریکا خپل ټول
عسکر د افغان حکومت دفساد او بی کفایتی له کبله له دی ملک
وباسی دا ملک به یو ځل بیا په هغه سرنوښت اخته شی لکه څنګه چې د روسانو له وتلو
ورسته اخته شوی وو او د طالبانو جهاد به هم د تنظیمی جهاد په شان بی ځایه او ناحقه
وخیژی. او موږ به یو ځل بیا دخپلو ګاونډیو چې هر یو یی
زموږ له پاره د یوه قصاب حثیت لری تر چاړی لاندی شو او داځل به چاړی تر زموږتر هډوکو هم تیره کړی. زه نه پوهیږم چې د نړی ابر قدرتونه
په سر کی امریکا د افغانستان غوندی یوه سوالګر او ورسته پاته هیواد ته څه اړتیا
لری او ولی باید خپل فوځیان دلته ووژنی؟ او دا خبره هم د غور وړ ده چې د ښاغلی
حامد کرزی حکومت په څه شی دومره نازیږی چې له امریکا سره ډغری وهی؟ هغه د امریکایی
لیکوال خبره کرزی پر هغو لاسونو چې ده ته ډوډوی ورکوی خوله لګوی او پر ځان خپل رزق
په خپله دروی. ښاغلی کرزی ددی له پاره چې له پاکستان
سره مقابله وکړی هند ته مخه کړه خو هندوان هم دومره بی عقل نه دی او دده هغه خبره
یی ښه په یاد دی چې ویلی یی وه که څوک پر پاکستان حمله وکړی موږ به له پاکستان سره
ودریږو. ځکه نو یی ښاغلی کرزی ته داسی ځواب ورکړ چې اوس لاره ورباندی ورکه ده چې
له چا او کوم هیواد څخه مرسته وغواړی ځکه دی سړی هیچاته هم روغ زړه نه دی ور پرايښی (خپله خوله هم کلا ده او هم
بلا). له یو خوا ناری وهی چې زموږ دوښمن پاکستان دی او له بلی خوا که څوک دده پر
دوښمن حمله وکړی دی له خپل دوښمن سره دریږی او د خپل دوښمن دفاع کوی دی ته وایی
افغانی غیرت!
طالبان چې په دی دولسو
کلونو کی خبروته نه حاضریدل او چې حاضر شول نو دافغان حکومت له نخرو سره مخامخ شول
. طالبان په دی پوهیږی چې امریکایان او غربیان به تر قیامته دلته نه وی اوپه کومه
ورځ چې غربیان له دی ملک څخه وزی هغه ورځ به ددی حکومت ورستی ورځ وی! انا للّله هی
و انا الیه راجعون.
حاکم ټیم په
سیاسی منطق کی صفر وړی دی او سیاسی مخالفان له دی حکومت څخه هوښیار ځکه ښکاری چې
هم له حکومت سره دی او هم سیاسی مخالفین دی میم زرما ټوله یی زما. که په ۲۰۱۴ کی ټول امریکایی فوځیا ن ووزی او انتخابات هم په همدی کال تر سره شی
نو دابه ددی ملک له پاره ددنیا د نقشی څخه د نابودی ورځ وی او هغسی
قومی او ژبنی دوښمنی به را منځ ته شی چې هغه د چا خبره د وینو لښتی به وبهیږی نو
مخکی له دی چې اوبه تر ورخ واوړی او هر څه ګډوډ شی کرقول والا مشرته په کار ده چې
تر خپلی خولۍ لاندی که یوه زره عقل هم پاته وی په کار واچوی او نور د خپل غله ټیم
خبر ونه منی ځکه دده ټیم به د حساب او کتاب په صورت کی لمړنۍ بایلونکی وی نو ځکه
له خبرو او سولی څخه په ویره کی دی او په خپله ږیره کی له ورایه ورته خس ښکاری.