تر سیاسي هوکړې وروسته سولې ته نوې هیلې

پرون یکشنبه د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک د ویش پر سر سیاسي هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې ډاکټر عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وټاکل شو. سربیره پردې د ډاکټر عبدالله ټاکنیزې ډلې ته به په کابینه کې نیمايي برخه او عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ افتخاري رتبه هم ورکول کیږي. که څه هم د دولت په اډانه کې د سولې عالي شورا شتون درلوده، خو دغه شورا تر ډیره حده نمایشي بڼه لرله او داسې کومه خاص لاس ته راوړنه یې هم نه درلوده. نو د داسې شورا شتون د نه نشتون په حساب وو. هو، البته د سولې پخوانۍ شورا د دولت په محدودو مالي امکاناتو یو ستر بوج وو. دا چې د هوکړې ټول متن لا تر اوسه رسنیز شوي نه دی، که چیرې هغه متن چې پخوا خپور شوی وو، صحت ولري، نو د ملي مصالحې عالي شورا  تر څنګه به د دولت عالي شورا هم وي چې پدې سره به دوه معتبرې شوراګانې د حکومت په اډانه کې رامنځ ته شي. 

د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي مصالحې عالي شورا بې ساري اجرائيوي او مالي صلاحیتونه لري. د دې ترڅنکه د دولت عالي شورا، چې د پخوانیو جهادي رهبرانو او د یو شمیر ملي شخصیتونه نه جوړیږي، هم یو بې ساری ګام بلل کېږي. که څه هم دولت وخت په وخت د جهادي او ملي شخصیتونو نه په ملي او نړیوالو مسایلو کې مشورې اخیستي، خو دا مشورې د یوې منظمې اډانې لاندې نه وي، او تل به مشورو اجرائيوي بڼې نه درلودې. دا چې د دولت عالي شورا د یوې منظمې اډانې لاندې رامنځ کېږي، ښایي حکومت به هغه یو شمیر مهمې ملي او په نړیوالو چارو کې سپارښتنې چې د دغې شورا له ادرسه وړاندې کېږي، عملي کړي.

ولې امریکا ته سیاسي هوکړه اهمیت لري؟
دا چې د تیرو ولسمشریزو ټاکنې جنجالي شوي، ور سره سم یې د سولې پر پروسې باندې هم منفي اغېز وکړ. تر ډیرو منډو ترړو وروسته امریکا پدې شرط د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو نه ملاتړ وکړ چې د لوړې تر مراسمو وروسته به تر خپلې مشرۍ لاندې یو همه شموله حکومت رامنځ ته کوي. دا دی د څه باندې دوو میاشتو ناندرو وروسته نن د همه شموله حکومت هوکړه لاسلیک شوه. دا چې امریکا ته تر هر چا زیاته سیاسي هوکړه مهمه وه، د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره تیلیفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو ته یې مبارکي وویله. زلمي خلیلزاد، یوناما، ناټو او پاکستان هم د هوکړې هرکلی کړی دی. 

ولې خلیلزاد په ټوېټ کې غوښتي چې د ملي یووالي حکومت تېروتنې باید تکرار نه شي؟
دا چې نن سبا امریکا ته په افغانستان کې د سولې راوستل لومړیتوب لري، نو زما په ګمان د خلیلزاد اشاره ښایي د حکومت هغو ویناوو او اقدامات ته وي چې په تېر کې یې د امریکا په نظر د سولې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کول. د بیلګې په توګه، کله چې د سولې خبرې پیل شوي، او لا په ډېرو لومړنیو مرحلو کې وي، چې د ولسمشر لخوا د سولې پر پروسې باندې توندې نیوکې پیل شوي. دغو نیوکو امریکا ته یو ډول سرخوږی جوړ کړو، آن تر دې چې د ملي امنیت شورا مشاور په امریکا کې په یوه ناسته کې په خلیلزاد باندې تور پورې کړ چې ګواکې نوموړی په افغانستان کې د Viceroy (وای سرای د انګلستان د شاهي نظام هغه چارواکي ته ویل کیده چې د هندي مستعمرې مشرې یې کوله) په څیر رول لوبوي. دې څرګندونو د امریکا توند غبرګونونه راوپارول او د امریکا او افغان حکومت تر منځ ډپلوماتیکې اړیکې لاپسې ترېنګلې شوي. تر دې وروسته هم د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د سولې اړوند د نظر اختلاف دوام وکړ. 

ولې د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د عالي مصالحې شورا ته امریکا خوشبینه ده؟
که د یو لوري ولسمشر غني د سولې په هکله خپلې انديښنې درلودې او د حکومت درېځ دا وو چې د سولې د خبرو په پایلو کې افغانستان باید د یوې داسې با عزته سولې خاوند شي، چې د تېرو ۱۸ کلنو لاس ته راوړنې په کې ضایع نه شي، بل لوري ته بیا د ملي یووالي اجرائيوي رییس ډاکټر عبدالله د سولې راوستلو لپاره هیڅ داسې شرط نه درلوده چې له مخې یې د سولې پروسه ټکنۍ شي. ډاکټر عبدالله به تل په رسمي او غیر رسمي ناستو کې د سولې د پروسې نه ملاتړ کاوه. د سولې په وړاندې د ډاکټر عبدالله پرته له کوم قیدو شرطه ملاتړ هغه څه وو چې امریکا په افغانستان کې غوښتل. ښه بیلګه یې د امریکا د پخواني سفیر جان بس سره د ډاکټر عبدالله دوامداره ناستې وي. دغو ناستو ډاکټر عبدالله ته په ډپلوماتیک ډګر کې ځکه ګټه کړی چې د ناټو غړي هېوادونه د سولې پروسې نه ملاتړ کوي. 

که څه اوس هم ولسمشر غني د سولې پروسې په هکله ژورې اندیښنې لري او هغه دا چې د طالبانو نه د بشپړه اوربند غوښتنه کوي تر څو د ټولو بندیانو د ازادولو او د سولې راوستلو لپاره مناسب چاپیریال رامنځ ته شي، خو طالبانو بیا خپلو بریدونه ته زور ورکړی دی او پدې ټینګار کوي چې د دوحې تړون سره سم باید د دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان ازاد شي. افغان حکومت تر اوسه پورې ۱۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي دي، خو طالبان او امریکا د افغان حکومت نه غواړي تر څو باقي پاتې ۴۰۰۰ طالب بندیان هم ازاد شي او افغانانو خپلمنځې خبرو ته لار هواره شي.

دا چې ډاکټر عبدالله اوس د عالي مصالحې شورا رئیس شو، اوس به ولسمشر غني ته ستونزمنه وي چې د دوو عالي شوراګانو په شتون کې د سولې خبرې د خپلو شرایطو سره سمې روانې کړي. امریکا ته داوړه عالي شوراګانې نوی فرصت پلاس ورکوي تر څو پر ولسمشر غني فشار راوړي او د سولې پروسه بشپړه کړي. ډاکټر عبدالله خو لا وار له مخې د امریکا سره د سولې په راوستلو کې همغږی دی. زما په آند، سیاسي هوکړې د سولې لپاره یو نوی فرصت رامنځ ته کړ او ښايي چې امریکایان به د دغه نوي فرصت نه پوره ګټه واخلي. او بله دا چې هغه مشهوره وینا چې توپ اوس د ډاکټر عبدالله سره دی. 
د لېکوال په اړه: 
عبدالله خان لندن مېشتی افغان دی چې د سیاست او پالیسۍ برخه کې ماسټري لري.