هغه دود چې په دولتې ادارو کې په نا دود بدل شوی – د نوو چارواکو د معرفي کولو دود

په اوسني وخت کې په نړۍ کې د ادارو د چارو د لا ښوالي لپاره په دوامدار توګه اصلاحات تر سره کېږي. آن تر دې چې د مدیریت د تغیر لپاره ځینې ادارې په بشپړه ډول له سره تنظمیږي، او نوي میتودونه معرفي کېږي ترڅو د ښې حکومتوالۍ لپاره چاپیریال رامنځ ته شي. پرته له شکه، کله چې یوه اداره د اصلاحاتو په لور حرکت کوي، د ګڼو خنډونو سره لکه: د رهبرۍ اراده، مالي زیرمې، د لازمو وړتیاو کمښت، د چارواکو له لوري مقاومت کول او داسې نورو ستونزو سره مخامخ کېږي. دلته زه غوره ګڼم چې د دغو ستونزو د جملې نه یو خنډ او بل یې یو غیر ضروري دود، چې د دې مطلب اصلي موخه ده، یاد کړم.
 
خنډ:
په ټوله کې، هغه چارواکي، چې د اصلاحاتو  په پایله کې خپلې دندې او یا هم یو لړ واکونه د لاسه ورکوي، نو د اصلاحاتو د راوستلو په وړاندې کلک مقاومت کوي او د اصلاحاتو لړۍ د یو څه وخت لپاره ټکنۍ کوي. په تېر کې مونږ د داسې زیاتو خنډونو شاهدان وو. خو که کلکه اراده موجوده وي، د اصلاحاتو په وړاندې خنډونه د لمنځه تلای شي. د دې ټولو ستونزو سره، سره په دې اورستیو کې په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو لړۍ روانې دي او یو شمېر ادارو کې د پام وړ ګټور اصلاحات رامنځ ته شوي دي. هیله ده چې په ادارو کې نور د پام وړ اصلاحات هم تر سره شي ترڅو د اداري فساد مخه ډب شي.
 
غیر ضروري دود:
 په اداره کې یو شمېر هغه ناسم دودونه، چې د مودو راهیسې را روان دي او هیچا یې د سمولو لپاره ګامونه نه وي پورته کړی، بنسټيزې بڼې غوره کوي چې بیا وروسته یې سمول یو شمېر ستونزې رامنځ ته کوي. د دغو دودونو د جملې نه یو دود د نوو چارواکو معرفي کول دي. دغه غیر ضروري دود دومره بنسټېز شوی دی آن تر دي چې اصلاح غوښتونکي ولسمشر غني هم لا تر اوسه د لمنځه نه دی وړي. ښايي د ولسمشر ورته په خپله پام شوي نه وي، یا هم تر ولسمشره راتاو په لسګونو مشاورینو هغه ته د دغه غیر ضروري دود د بې ځایه لګښتونو او ملت ته د سرخوږي جوړولو په هکله سم مالومات نه وي ورکړي. 
 
ولې د چارواکو د معرفي کولو دود په دومره لوړه کچه تر سره کېږي، ایا دا یو ډول اداري فساد نه دی؟ 
د نوو چارواکو معرفي کول چې هغسې لازم وي نه تر سره کېږي، بلکې داسې بڼه غوره کوي چې ګواکې نوي چارواکي وروسته تر یوې سترې اتلولۍ دنده تر لاسه کړي وي او بیا خپله اتلولې په شانداره مراسمو لمانځي. د بیلګې په توګه، که چیرې یو نوی والي معرفي کېږي، د کابل نه نیولې تر هغه ولایت پورې به یو ستر موټریز کاروان چمتو شي. کاروان بیا په ټوله لار د مسافرو د تګ راتګ موټرو ته ستونزې جوړوي. سربېره پدې دا کاروان په لار کې پولیسو ته پرته له تالاشۍ ورکولو تیرېږي چې دا بیا د نوي والي د قانون ماتولو لومړی پیل وي. د ولایت شاو خوا او آن تر دې چې د ټول ښار لارې او سرکونه بند وي. د ولایت زیاتره اداري خو لا وار له مخې تړلي وي. قامي مشران او د ښار مخور خلک به ورته په ساعتونو، ساعتونو د ګلانو غاړکېو، لونګیو او د هرې سیمې مروجو ډالیو سره ولاړ وي.
 
د دغه غیر ضروري معرفي غونډو مخنیوی څرنګه وکړو؟
لومړی. کله چې ولسمشر یو لوړپوړي چارواکي ته د ګمارنې حکم ورکړي، وروسته بیا د ارګ په خبر پاڼه او د رسنیو له لارې دغه حکم خپور شي، همدا د چارواکې د لومړۍ پېژندګلوۍ لپاره کافي دی. تر دې وروسته چارواکی باید د مرکزي دولت د یوه کوچني پلاوي سره اړونده ادارې ته لاړ شي او هلته په یوه ساده غونډه کې د خپلو نوو همکارانو سره پېژندګلوي وکړي. دې کار سره به د معرفي کولو پر مهال هغه کاري ورځ هم ضایعه نشي او همدارنګه به د ښار د بندولو او غیر ضروري لګښتونو مخه هم ونیول شي. 
 
دویم. دا چې والي د ولسمشر استازی دی او د دندې له مخې د ولایت د چارو د تنظیم تر څنګه باید د ولایت د ټولو قشرونو سره لیده کاته وکړي او د هغوی ستونزې واوري او ورته د حل لارې چارې ولټوي، د هرې ولسوالۍ او د ښار مخورو خلکو سره په مناسب وخت کې د مهال ویش سره سم له نږدې د ولایت په مقر کې وګوري. دې سره به والي وکولای شي چې د هر چا سره له نږدې پېژندګلوي وکړي او په ورته وخت کې به د والي او د خلکو ترمنځ اړیکې ټینګې شي. 
 
په پورته مطلب کې مې د والي بیلګه راوړی ده. دغه غیر ضروری دود یواځې په ولایتونو کې نه، بلکې په ټولو دولتي ادارو کې تر سره کېږي. دا چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ولسمشر د تازه ګمارنو لړۍ پیل کړي، نو د دغه غیر ضروري دود له امله به بیا ملت ته ستر سرخوږی جوړ شي او بې ځایه لګښتونو ته او همدارنګه به د رسمي ورځو د ضایعه کولو لپاره لار هواره کړي . اوس د دې وخت نه دی چې د ملت شتمنې په داسې بې ځایه تشریفاتو ولګول شي چې د ښې حکومتوالۍ سره هیڅ مرسته نه کوي، بلکې ادارو او ملت ته نورې ستونزې جوړوي. داسې غیر ضروری دود تر سره کول په خپله د اداري فساد برخه ده او د دې فساد مخه باید ونیول شي.
 
د لېکوال په اړه: 
عبدالله خان لندن مېشتی افغان دی چې د سیاست او پالیسۍ برخه کې ماسټري لري.