افغان ګډو امنيتي ځواکونو په پکتيکا کې پوځي عمليات پیل کړي دي

د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر 
۱۳۹۲کال د چنګاښ ۱۶ مه
افغان ګډو امنيتي ځواکونو (ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت) د يوه پراخ امنيتي پلان له مخې چې د ولايت په کچه د وسلوالو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه جوړ شوی د تيرې ورځې راهيسې د پکتيکا ولايت په اومنه او چهارباران ولسواليو کې سخت عمليات روان دي
د پکتیکا ولايت د ملي امنيت رياست د مالوماتو له مخې د يادو عملياتو پر مهال تیره شپه د اومنې ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د وسلوالو مخالفينو يو مهم او پېژندل شوی قومندان عبدالله بچوخيل چې د اولاخان په نوم يې شهرت درلود، او يو تن پاکستانی ترورست چې په عمري مشهور وو دواړه وژل شوي دی
د ملي امنيت رياست د مالوماتو له مخې ۴۲ کلن عبدالله بچوخېل چې د وسلوالو په منځ کې د اولاخان په نوم يادېده د امنيتي ځواکونو په تور لست کې شامل هغه قومندان وو چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه ځای پر ځای کول، په افغان او نړيوالو ځواکونو به يې مخامخ بريدونه کول، دولتي کسان او دولت پلوه خلک به يې وژل او ځورول، او همدا شان د دولت ضد تبليغات به يې کول
د ملي امنيت رياست په وينا چې د يادو عملياتو ۲۰ سلنه موخه هم د ياد قومندان نيول او يا هم له منځه وړل وو
د يادو عملیاتو په ترڅ کې د اومنې ولسوالۍ نږدې ټول کلي له وسلوالو پاک شوی او ډير ژر به نورو سيمو ته عمليات وغځيږي
تر دې دمه د عملياتو پر مهال ملکي کسانو او يا هم افغان امنيتي ځواکونو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتي