ټولټاکنې (اتمه برخه)

دويم جز : دټاکنو دتقلباتو مجازات :

دټاکنو له ټولو تکتيکونو او وړاندوينو څخه له ګټې  اخيستنې  سره سره په ټولټاکنو کې  دتقلباتواحتمال وجودلري اوممکن دټاکنو پايلې  تر خپلې  اغيزې  لاندې  راولي . درايو په صندوقونو  کې  تقلب ،درایې ورکونکو دپيژندنې  جعلي کارتونه اودټاکنو دمسولينو له لوري دپايلو ناسم اعلان  په اکثروهيوادونو کې  دټولټاکنو دتقلب طريقې  ګڼل شوي  ،تهديد ،ددندې  وعدې، دپور دورکړې  اونورو لارو په وسيله دټاکنو پايلې  تراغيزې لاندې  راوستل په ټولوهيوادونو  کې  منع شوي اوکه منځته راشي نو خلک او کانديدان کولای  شي مسؤلو مقاماتو ته دهغې  په اړه خبر او معلومات ورکړي، په دې  صورت کې  دقاعدې  له مخې  محکمې  په فوري توګه مداخله کوي .اوددې  ډول تقلبونو تر سره کونکي په جزا محکوموي، داډول مجازات له نقدي جريمې  څخه بيا ترزندان پورې  رسي .

په رومانيا ، لهستان اوترکيه کې  (٥) کلونه په فينلينډ کې  (٢) کلونه او په ايټاليا کې  دټاکنو ديو شمير  جرايمو لپاره (١٥) کلونه دزندان جزا پيش بيني شوې  .

دويم پراګراف : ګوندونه اوټولټاکنې  :

په ننۍ نړۍ په ځانګړي توګه په هغو هيوادونو کې چې  رژيمونه يې  نماينده سالار اوپه ټاکنو ولاړدي، دسياسي ګوندونوموضوع دسياست دټولو اړخونو په ځانګړي توګه دټاکنو سره نږدې  اړيکي لري .سياسي ګوندونه په ټولنه کې  موجودو سياسي تمايلاتو او نظريو ته دسمون ورکولو ، په مختلفو برخو اوډلو دخلکو دويشولو اويوځای  کولو لامل ګڼل کيږي .

دغه مفهوم  ټاکنیزو مبارزو او سياليوته ژور اړخ ورکوي ،دمبارزې  مفهوم له فردي شکل او سطحي پوهيدنې  څخه وباسي او هغې  ته فلسفي ،ټولنيز اوفرهنګي  رنګ او مفهوم ورکوي اودسياست بازارته دسازمان شويو مسايلو اوفکري پوخوالي بڼه وړاندې  کوي .

لومړی  جز : دټاکنو اوسياسي ګوندونو ترمنځ تاريخي اړيکې  :

سياسي ګوندونو دمختلفو ډلو په شکل په ټولو ټولنو کې  له پخوا وختونو څخه ترنن پورې  وجوددرلود اولري يې .

لکه څنګه چې   د دوورژه دسياسي ټولن پيژندنې   کتاب ،په يوې ځانګړې برخه کې  لولو: سياسي ګوندونه دنوي مفهوم له مخې  دټاکنو او دپارلماني اصولو الزامي محصول دي .

داکثرو هيوادو نو دتاريخي پيښو له مخې  دټاکنو اوسياسي ګوندو تر منځ نږدې  اړيکې  ليدلای شو .

دفرانسې  د١٩٥٨ ز کال داساسي قانون ٤ ماده وايي :-(سياسي ګوندونه اوډلې  درايو په بيان کې برخه لري. ) دافورمول دسياسي ګوندونو اوټاکنو ترمنځ اړيکې روښانوي .

په هرصورت دټاکنو   په وسيله  سياسي ګوندونه  په عمل کې  خپل موجوديت څرګندولای شي .

داچې ګوند فردي اوډله ايز تمايلونه په پراخو قالبونو کې  ځايوي اوفکري جريان ته پراخ شکل ورکوي .نودټاکنو پر مهال دخپلو داخلي تشکيلا تو دمنظم کولو په وسيله دسياسي واک دلاس ته راوړلو لپاره دخپلو کانديدانو دنومونو فهرست تر تيبوي اوپه خپل ټول توان له هغوی څخه ملاتړکوي .

دګوندونو دموجوديت لومړنۍ ځانګړتيا دپټو ،ټيټو اوغير متحرکو قوتونو دبې  ځايه له منځه تللو مخنيوی دی .

دويم داچې  دټاکنو دکانديدانو په شمير پورې  دسياسي ګوندونودکانديدانو دشمير محدودولو په پايله کې  به دخلکو درايو توان اوقدرت په کمه توګه له منځه لاړشي او دټاکنو ګټونکي به دزياتو رايو لرونکي ووسي، ترڅودملت دواقعي نماينده په توګه وګڼل شي .

نن ورځ سياسي ګوندونه نه يوازې  داچې  دټاکنو په څرنګوالي او سياسي مبارزو ته په شکل ورکولو اغيزلري، بلکې  دسياسي رژيمونو قطعي او تعينونکي لاملونه هم ګڼل کيږي .