دټولټاکنو دقانون له مخې
ممکن رايه ورکونکي په اجباري توګه بې له کمي او زياتي ټول ليست ته رايه ورکړي،
داطريقه دتړلي ليست په نوم ياديږي .
پدې صورت کې بايد رايه ورکونکي دخپلې خوښې گونډ يا ډلې ليست په اجباري توګه یې ومني او درايو په صندوق کي يې واچوي، که دقانون له مخې په نوموړي ليست کې دنورو نومونو دزياتولو امکان موجود وي دا طريقه
دخلاص ليست په نوم ياديږي .
دټاکنو په اکثره
قوانينو کې دمحدودونکو شرايطو ترڅنګ
دانتخابيدو له حق نه ديو شمير افرادو دبې برخې کيدو لپاره ځينې مقررات موجود دي ،ترڅو هغوۍ ونشي کړای پارلمان ته لار ومومي، ددې ډول مقرراتو له وضع کيدونه هدف دادی ترڅو دخلکو استازي ددولت اوخصوصي گټو له فشار نه
خوندي پاتې شي.