چې پارلمان وي نو دغسې وي!!!


 محمود نظری
طنز
 
یود پارلمان  وکیل وډیر خپه
ول بیا د شورا  چرګه سوه کوټه
څوک خپلو خلکو ته تلای سي
دلته کابل کې زما غوا ده لنګه
***
وکیلان سوي  لکه سوري د کمربند
دویم درېیم نه اول سوري دکمر بند
هیڅ وخت د هیڅ چا نه خوري په درد
بې ګټې سوي هسې سوري دکمر بند
***
د غدارو وکیلانو  تن دانسان  دم  شیطان وي
ټوله ورځ یې جنګ لکه د ګور چنجان  وي
هر قانون تصویب وي مګر دخپل ځان په ګټه
د بادامو د کشمشو سرای هغه  پارلمان وي
***
 زموږ پارلمان   قانون سوځلئ پخوي
 تود پوخ  کباب یخکړئ  پلوري
چې ځنې دقانون تصویب  وغواړې
 هغه ښه  په غولو لړلئ پاسوي