
د ځینو
خبرونو له مخی (تاند) ددی احتمال شته چه د راتلونکو انتخاباتو نه مخکی، د جوړجاړی
په صورت کی، یو مؤقت حکومت جوړ او انتخابات وځنډیږی. د مؤقت حکومت جوړیدل په
هیواد د جوړجاړی په صورت کی یو نیک نظردی په دی شرط چه دا اصل په پام کی ونیول شی
چه هوښیاران له خپلو تیروتنو زده کړه کوی خو بی عقلان د بل له تیروتنی هم زده کړه
نه شی کولای. په دی معنی چه دا نوی حکومت باید د تیرو جابرو، نااهلو، تنګ
نظرو او قوم پرستوحکومتونو په شان نه وی. د اود خان له جمهوریته، د تره کی، امین،
کارمل او نجیب له انقلابه، بیا د مجاهیدینو له حکومته ، د ملاعمر له شریعته او د
کرزی له دیموکراسی څخه باید ډیر څه زده شی. او دا اصل باید ومنل شی چه میم زر ما
ټوله یی زما مفکوره په هیڅ ځای او هیڅ وخت کی کار نه کوی. د داود خان یوی
ساده خوشباوری د ثور د انقلاب لوی ناورین ته لار پرانستله او په دی بازی کی په
لکونو ککری ورغړیدلی او دی زنهار په غاړه غلامانو د خپل قدرت د ساتلو له پاره هر
څه تر پښو لاندی کړل. په پردیو پوری د زړه تړلو د سرنوشت په هلکه د کارمل له
شرابی کوپړی څخه ډیر څه زده کیدلای شی. د شیاطینانو په منځ کی د سولی له پاره د
هڅه کولو انجام باید له امین څخه زده کړو او په خپلو پښتنو په تیره بیا پر ملایانو
د اعتماد کولو په نتیجه داکتر نجیب تر بل هر چا ښه خبر دی. زموږ ږیرور اهل ایمان
مجاهدین وروڼه بیا د غلا، چور او ښایسته ښځو له پاره په جهاد کولو، د وطن په
ورانولو او فساد کی پی ایچ ډی او ماسټری لری. له ملا عمر څخه هم ښه ډیر شیان زده
کیدلای شی له خپلی خبری د خدای خبره جوړول او خپل ځان د خدای نماینده ګڼل او په
وړه کوپړی لوی کارونه کول ملا عمر بیرته د ډبرو ددوری ژوند ته، چیری چه انسانان په
سمڅو کی اوسیدل، ستون کړ او تر اوسه هم په هماغه دوره کی په کوم تور غار کی په خپل
خلوت بوخت دی، البته که ژوندی وی. کرقولی ولا بیا تر ټول ښه او ژوندی استاد دی او
دی په دی تر ټولو ښه پوهیږی چه غله داړه ماران او بی وجدانه رشوت خواره څنګه
وساتی، شیطانی پیر او بی ایمانه حضرت څنګه خوشحاله کړی او د ټول هیواد خوشحالی
څنګه د پنځو کسانو تر خوشحالی ځار کړی.( إن في ذلك لعبرة لأولي الأبصار ) په دی ټولو کی د سترګو د خاوندانو
(بنیانو) له پاره د عبرت او پند خبری نغښتی دی. یوازی ملا عمر کیدای شی ځان له دی
ایات څخه مستثنی وګڼی ځه هغه په کاملو بنیانو کی نه راځی. حتی هغه کسان چه په قران
باور هم نه لری لکه زموږ خارجی دوستان او دوښمنان هم اوس په دی قرانی ایات باور
کولوته نژدی شوی دی هغوی خو هسی هم له موږ څخه په زده کړه کی ډیر مخکی دی.