
دچنګاښ په ٤نېټه شاوخوا دورځې دولس بجې وې ،چې ارګ ته داخل شو هغه ځاى ته چيرته چې په ياده نېټه سهار مهال دافغانستان په همدې تاريخي اوسياسي سيمې باندې دپرديو استخبارتي لوبغاړو دستراتيژيکې ژورتيا له مخې ورانکاره بريدونه ترسره کړل داسې بريدونه چې له هر لوري يې ترسره کيدل دسوال او تعجب وړ دي دارګ په شاوخوا کې داستخبارتي لوبې ويره موجوده وه مګر مونږ په نور مال حالت کې دخپل هېواد مشر ليدنې ته دارګ په تاريخ دروازو ورداخل شوو ،هغه دروازې چې دشاهانو اومشرانو دسياسي مزل په لاره جوړې دي ،ډير کم مشرانو په دې لارو ژوندي وتلي مګر ډيريې دتاريخ ژور کندوته لويدلي دي .
ورغلي کسان په ارګ کې يواځې دهېواد دولسمشر دليدو ليوالتيا نه لري بلکې دهر ديوال او هرې دروازې په ليدو سر ه دهرليدونکي په ذهن کې دافغانستان دسياسي تاريخ ټول انځورونه تيريږي هرڅوک دخپل عمر او تجربې له مخې په خپل ذهن کې له تيرو حالاتو او حکومتونو سره مصروف وي.
مونږ په ارګ کې په بيړه بيړه ډير څه تر نظر تير کړل ،په تلو تلو او دلمانځه داداء کولو څخه وروسته هغه ځاى ته ورسيدو په کوم ځاى کې چې چوکۍ زمونږ دناستې لپاره منتظرې وې او مونږ دخپل هېواد دجمهور رئيس دليدو لپاره هلته څو شېبې انتظار وکړو ،ډير انتظار مو ونه کړو چې تالار ته دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر را داخل شو له داخليدو سره سم يې مونږ ته خطاب وکړ خداى مو را وله ،خداى مو راوله ،ډير شه خداى مو راوله ،هرکله راشئ ،زمونږ په منځ کې ډيرو کسانو څو ځلې ولسمشر ليدلى وو ،خو زما اوکيداى شي ورته څو نور هم وو چې ولسمشر يې له نږدې ليدلى نه وو ، خو دهېواد دولسمشر په ليدو سره مې دنوموړي هغه مصاحبه را په زړه شوه چې دطالبانو دواکمنۍ په وروستيو کې يې دبي بي سي راډيو سره دمرکزي افغانستان څخه کړې وه ،هغه مهال نوموړي يواځې بې بي سي ته وويل چې زه دمرکزي افغانستان له يوې نامعلومې سيمې څخه خبرې کوم ،طالبانو ته مې پيغام دادى چې نور وسلې کيږدي ،دجګړې کرښې ماتې کړې خپلې خويندې ،ميندي او کورنۍ دې دغم په ټغر نه کينوي بلکې په ارامۍ سره دې دجګړې له کرښو بېل شي )) دبې بي سي راډيو له نوموړي سره دمصاحبې څخه ورورسته دطالبانو دمشر ملا عمر څخه دښاغلي کرزي په تړاو وپوښتل چې داڅوک دى اوتاسې په دې اړه څه نظر لرئ دطالبانو مشر ملاعمر وويل (( زه نه پوهيږم چې دا کرزى څوک دى خو دومره پوهيږم چې دامريکا او غربي نړۍ ملګرى دى ، طالبان به هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې په يو اوبل نوم سره افغانستان ته خلک را واستوي)) ،ما ته دولسمشر په ليدو سره هماغه مصاحبه را په زړه شوه اوله ځان سره مې وويل چې اوس دطالبان مشر ملا عمر بايد په دې پوه شي چې کرزى اوس مهال دافغانستان ولسمشر دى او څه کم دولس کاله کيږي چې په دې خاوره حکومت کوي او هماغه پيغام لري چې په لومړيو کې يې طالبانوته درلود .
ددې يادونه هم بايد وکړو چې دطالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ډير داسې پرمختګونه شوي چې ددې هېواد په تير تاريخ کې يې بېلګې نه ليدل کيږي خو هغه چې اوس هم يو ارمان دى هغه تل پاتې سوله او واکمن افغانستان دى.
که دولسمشر سره ترسره شوې ليدنه له هرې زوايې وڅيړل شې ډير څه پرې ليکل کيږي دبېلګې په توګه په همدې ليدنه کې ولسمشر ته نږدي څو وزيران يوځاى ناست وو ،خو فکرونه ،ايډيالوژۍ اوتګ لارې يې بدلې وې ،ديوې کابينې غړي دي مګر دهېواد جوړونې او ملت جوړونې لپاره بيا ديوې خولې کسان نه دي.
دهېواد ولسمشر سره ددې چې دارګ په شاوخوا کې ترسره شويو بريدونو به يې په واکمنۍ اوذهن منفي اغيز کړى وي خو ظاهراً يې مورال لوړ او چلند يې ديپلوماتيک چلند ته ورته وو ،ديوشمير ملي موضوعاتو په تړاو يې خپلې خبرې وکړې ،دسولې دپروسې په تړاو يې وويل ((سوله دافغانستان دخلکو مقدسه اوتل پاتې غوښتنه ده ، هغه سوله چې په افغاني تلاشونو راشي نه هغه سوله چې پردي يې دخپلو ګټو لپاره غواړي ،جمهور رئيس وويل چې پاکستان ديو اباد ،مترقي ،متمدن ،ځواکمن ،واکمن او سرلوړي افغانستان زغم نه لري بلکې پاکستان يو غلام ،کمزورى ،شاته پاتې او محتاج افغانستان غواړي چې په قطر کې همدغه شوم پيغام په ډاګه شو او داستراتيژيکي ژورتيا لوبه ترسره شوه ،جمهور رئيس وويل تلاش مو دادى چې په راتلونکو څو مياشتو کې دسولې واقعي ډيوه بله کړو )).
بل لوري ته په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې هم يوه ملي اوتاريخي پروسه او دافغان ملت لپاره يو لوى ازمون دى ،خو په دې تړاو دهېواد ولسمشر ډآډه وو اويې ويل چې ټول بايد په راتلونکو ټاکنو کې په غوڅ اکثريت سره ګډون وکړو،ټک اوټوک به وي ولې خپل ملي بهيرونه بايد کامياب کړو ،ده همدې موضوع ته په اشاره دخپل کوچني زوى ميرويس خان يوه کيسه وکړه ويې ويل دجمعې ورځ وه ،له کوم ځاى څخه دډزو اوازونو راتلل ،ولې ميرويس خان دکور په سراى کې لوبې کولې ،پوښتنه مې ترې وکړه چې ميرويس زويه دا څه حال دى ،هغه راته وويل بابه جانه زه خپلې لوبې کوم هيڅ خبره نشته ،دولسمشر هدف له دې کيسې څخه دا وو چې دافغانستان هرماشوم اوس له جګړه ويره نه لرې ددې خاورې او ولس دښمن بايد په دې پوه شي چې هيڅ کله نه شي کولى دخلکو په منځ کې ويره خوره کړي ځکه دلته ماشومان زړور دي ويره نه لري .
دهمدې موضوع په تعقيب اوسني جمهور رئيس دراتلونکې ولسمشر په اړه وويل چې راتلونکى ولسمشر بايد لاندې ځانګړتياوې ولرې ،پراخه سينه ولري ،افغانستان دځان اوځان دافغانستان وګڼي ،دانتقام اخيستنې پاليسې ونه لري ،دهېواد دلرې پرتو سيمو هر کلي ته توجه ولري ،همېشه له مشرانو سره مشورې وکړې ،خپلې خبرې وکړې دنورو خبرې ونه کړي ،دملي واکمنۍ فکر ورسره وي ،انتقاد مننونکى وي ،دبيان ازادۍ ته درناوى ولري خو ډيرې هغه ځانګړتياوې يې په ګوته کړې چې هغه په خپله دنوموړي په وجود کې نغښتې دي نو مونږ چې دغه موضوع تحليل کړه داسې راته څرګنده شوه چې کيداى شي تريوې ملي مشورې وروسته اوسني ولسمشر راتلونکى جمهور رئيس شي.
دا چې په راتلونکې کې کوم بدلون راځي ،په شرايطو او حالاتو پورې هم اړه لري خو ،مونږ ته دا ذهنيت خپله دولسمشر له څرګندونو را پيدا شو ،دنوموړي په خبره کې په قانون کې ټاکلې شوي وخت اودورې ته اشاره ونه شوه بلکې اشاره دافغانستان دمشرانو يوې ملي فيصلې ته وشوه ،که داسې وي نو جمهور رئيس بيا ګټلې ده.
بريالى روان