![امريكادايران لپاره په وړانديزشووتګلاروغوركوي](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
دامريكادبهرنيوچارووزيرې هيلري كلنټن وايې دوى دايران په وړاندې دهغه څه په اړه غوركوې چې ايران ته ديورانيمودنه غني كولوله امله دامريكالخوامنل شويدي همدارازدامريكاددفاع وزيرايران په لاتينه امريكاكې په ورانكاروپېښوتورن كړى
سناتورې هيلري كلينټن دتېرې سه شنبې په ورځ وويل دامريكاحكومت دهغوتګلاروپه اړه په ژوره توګه پلټنه كوي چې دامريكالخواايران ته وړانديزشوې وې هيلري كلينټن په ځانګړې ډول داوبامادحكومت لخواكومې منل شوې تګلارې ګوته ونه نيوله دي همداشان زياته كړه ايران بايددنړيوالې تولنې سره داټمي چاروپه پلټنه كې مرسته وكړي نوموړې دايران په وړاندې دباراك اوباماوروستنيوخبروته اشاره وكړه اوويې ويل ايران بايدددغه موقعې څخه غټه ګټه ترلاسه كړي اودنړۍ سره خپلې ستونزې غوڅې كړي باراك اوباما څوورځې وړاندې العربيه تلويزيون ته ديوې مركې پرمهال ويلې ووايران بايدنورخپل تړلي لاسونه خلاص كړي كه چيرې ايران داكارسرته ورسوونومونږبه دغه هېواته ددوستى لاس وروغځووه هيلري كلنټن وويل داچې ايران پدې اړه څه كوې په خپله په دوى پورې تړلي ده ايرانيوچارواكوپه پرلاپسې ډول ويلې چې امريكابايددايران په وړاندې نوى سياست غوره كړي همدارازدامريكاددفاع وزيرښاغلې رابرګيټس په ايران تورلګولى چې دلاتيني امريكاد هېوادونوپه كورنيوچاروكې لاس وهنه كوي ده زياته كړي ايران پدغوهېوادونوكې دسياسي دفترونوله لارې هڅه كوي چې لاسوهنې ته زمينه مساعده كړي خوايران دامريكالخواپه ايران لګول شوې تورونه ردكړي.