له  2001 ز څخه رادیخوا په افغانستان کې د بهرنیانو تښتونې

دحماد راټولونه .
له 2001 ز څخه رادیخوا په افغانستان کې د بهرنیانو تښتونې

2003 / ډیسمبر :
د کابل له ختیځ څخه دوه ترکي انجینران ، چې د ساختماني شرکت کارکونکي وو . وتښتول شول . د 2004/ 3/12 مه افغاني پولیسو راخلاص کړل .
2003/ ډیسمبر :
د همدې میاشت پر 6 مه د کابل او کندهار تر منځ دوه هندي کارکونکي طالبانو وتښتول . وروسته بیا د همدې میاشت 24 مه پریښودل .
2004/ مارچ :
د مارچ پر 5 مه د کابل او کندهار تر منځ یو ترکي انجینر ووژل شو او بل یې له ځان سره وتښتاوه ، چې وروسته بیا د می پر 26 مه راپریښودل شو .
د اکتوبر پر 28 مه د ایرلنډ ، کوسوا ، پلپین هېوادونو تبعه چې د ملګرو ملتونو د ټاکنو په دفتر کې یې دندې لرلی . وتښتول ، تښتونکو یې د افغانستان له حکومت څخه د دوی د پریښودلو په بدل کې له افغانستان څخه د بهرنیو سترتیرو وتل او د طالبان د بندیانو خوشی کول وغوښتل . دولت د دوی شرطونه ونه منل او د نومبر پر 23 مه یې دغه بهرنیان ازاد کړل .
ډیسمبر 15 مه :
د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د وژل ترکي انجینر مړی وموندل شو چې له تښتونې وروسته وژل شوې و .
2005 ز :

د مارچ پر 16 مه
ایټالوۍنژاده کلیمنټینا کانتوني ، د ( کیر ) موسسې غړۍ وه په کابل کې وتښتول شوه . وروسته بیا د جون پر 9 مه راخلاصه شوه . د نوموړۍ تښتونکي طالبان نه و .
سپټمبر / 1 : مه
بریتانوي انجینر ډیفد اډیسون وتښتول شو . دوه ورځې وروسته یې مړی وموندل شو .
نومبر / 23 : مه
سهیل لویدیځ ولایت نیمروز کې طالبانو هندی کارکونکي وتښتاوه . څلور ورځې وروسته یې مړی وموندل شو .
2006 ز :
فبروري / 11 مه :
له کابل څخه دوه نیپالي کارکونکي چې د برتانیې له یوې امنیتي موسسې سره کار کوه وتښتول شول . د همدې میاشت پر 28 مه یې د یو مړی وموندل شو او ملګري راخلاص شو .
مارچ / 12 مه :
په هلمند کې طالبانو څلور البانیان چې له یوې الباني شرکت سره یې کار کاوه وتښتول . پنځه وروسته یې مړي وموندل شول .
اپریل / 28 مه :
په زابل کې طالبانو هندي انجینر وتښتوه . دوه ورځې وروسته یې وواژه .
جولای / 27 مه :
د هېواد په سهیل کې لبناني انجینر چې د بریښنا په برج کې یې کار کاوه . وتښتول شو . وروسته بیا د اګسټ پر 9 مه راخلاص شو .

سپټمبر / 9 مه :
د فرانسي نادولتي موسسې کولمبايي تبعه مامور ماډیرا له خپل موټروان او ژباړن سره د هېواد له مرکزي برخې څخه وتښتول شو . دهمدغه میاشت پر 27 مه راخلاص شول .
اکتوبر / 12 مه :
د هېواد له سهیله ایټالوي انځورګر ګابرییلي ټورسیللو وتښتول شو . د نومبر پر 3 مه راخوشی شو . تښتونکي یې ونه پیژندل شول . غوښتنه یې دا وه چې ایټالوي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي .
2007 ز :
فبروري / 21 مه :
طالبانوپه هلمند کې یو بریتانوي او درې افغان کارکونکي ، چې له الجزیري ټلویزون سره یې کار کاوه وتښتول . په 24 ساعتو پریښودل شول .
مارچ / 5 مه :
طالبانو په هلمند ولایت کې د لاریبوبلیکا ورځپاڼې خبریال ماسترو جاکومو له خپل موټروان او ژباړن سره وتښتول . موټروان یې وواژه . خبریال یې د مارچ پر 19 مه د پنځو تنه طالبانو په بدل کې راپریښود چې له حکومت سره بندیان وو . طالبانو د اپریل / پر 8 مه له ټاکلی موده څخه 24 ساعته وړاندې ژباړن وواژه .
اپریل / 3 مه :
طالبانو په نیمروز ولایت کې د ( د کوچنیانو ځمکه ) نومې نادولتي فرانسوي خیریه موسسې یو فرانسوي او فرانسوۍ وتښتول .
 
جولای/ 19 مه :
په میدان وردګو ولایت کې دوه الماني انجینران او پنځه تنه افغانان د نامعلومه کسانو یرغمل کړل . د پنځو کسانو په منځ کې د ولسي جرګې د مرستیال عارف نورزي ورور هم و . داسې ویل کیږي چې ددغه کسانو له یرغمل نیول څخه موخه د عارف نورزي ورور و نه المانیان . دغه کسان لومړی د سیمې اوسیدونکو ونیول بیا یې طالبانو ته وسپارل . لومړنۍ الماني په خپل مرګ مړ شوی . نوموړی له پخوا څخه د شکری ناروغي درلوده .
جولای/ 21 مه :
طالبانو د کندهار او کابل پر لویه لار په غزني کې د سهیلي کوریا 23 تنه یرغمل ونیول . دوه یې ورڅخه وژلې او پاتې نور یې د طالبانو په بند کې دي ددغه 23 تنه ترمنځ 18 ښځي او نور نارینه دي . ویل کیږي چې دا ټول عیسوي مبلغین دي . تراوسه یې برخلیک نا معلومه دی . له قاضي حسین احمد ، مولانا سمیع الحق ، ملا عبدالسلام راکټي ـ د طالبانو پخوانی قومندان ـ څخه هیله شوی چې د دغه کسانو په راخلاصولو کې مرسته وکړي . ویل کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل هم ځنې هڅې کړي چې دغه یرغمل راخوشی شي .