که رايه ورکول له حق څخه استفاده کول وبولو، نو په
دې ټولنيزکارکې ګډون اختياري بڼه لري ،ځکه موږ نشوکولای په جبري توګه يو څوک له خپل حق څخه استفادې
کولوته مجبور کړو .
خلک کولای شي په اختياري توګه په رايه اچونه کې
برخه واخلي ياله هغې څخه ډ ډه
وکړي، داډول رايه داختياري رايې په نوم
ياديږي، اما که په ټاکنو کې ګډون
يوځانګړی ټولنيز کار وګڼل شي ،نو په
دې صورت کې ممکن رایه ورکول دقانون له مخې اجباري شي ،يو شمير قوانين نوموړی عمل یعنې په ټاکنو کې ګډون اجباري ګڼي .
البته دهغو
هيوادونو شمير چې له دې
طريقې څخه استفاده کوي، ډير کم دي
.
اما هغه قانون جوړونکي
چې درايې
ورکولو داجباري والي پلويان دي استدلال کوي که چيرې رايه ورکول اختياري ووسي، نو ممکن يو زيات شمير
خلک دمختلفو دلايلو له مخې لکه بې علاقې
والی، له سياستمدارانوسره مخالفت
ياپه سياستوالو باندې دزيات باور له مخې
په ټاکنو کې له ګډون څخه ډ ډه وکړي، نو پدې توګه به دهيوادسياسي چارې له ستونزو اوکړکيچ سره مخ شي، داتريش دفدرالي دولت په يوشمير ايالتونو او دسويس کنفدريشن په څو کانتونونو کې په اجباري توګه له رايې
ورکولو سره مخ کيږو .
دبلژيک او لوکزامبورک
په هېوادونو کې رايه ورکول اجباري بڼه لري
اما په هالينډ کې بايد رايه ورکونکي
يوازې دټاکنو صندوق ته حاضر شي.
په اجباري توګه رايه
ورکول ستونزې رامنځته کوي، ځکه که دنه
گډون جزا درنده ووسي، نو دخلکو لپاره
دتحمل وړنده اوعامه افکار يې نه مني .هغه
هېوادونه چې له دې طريقې
څخه استفاده کوي، پدې اړوند
يې منځنۍ
لاره اختیار کړې، چې له مخې یې هغه څوک چې په ټاکنو کې
برخه نه اخلي بايد دولت ته نقدي
جريمه ورکړي .