
سيدالرحمان عمران
له پخوا امریکا داسې پلان درلود چې بالاخره د افغانستان دننه له مخالفینو سره یو جوړ جاړی ته ورسیږي، آن په لومړیو کې د اوباما په پالیسیو کې دا خبره ځای شوې وه چې له وسلوالو سره سیاسي حل لاره هم له پامه ونه غورځول شي او د یوه انتخاب په توګه دې لیکلی و ساتل شي، خو هغه مهال دا خبره ورکه شوه، او افغانستان ته د نورو سرتیرو په لیږلو سره خبره چپ شوه، خو په وروستیو ورځو کې د ځینو رسنیو لخوا داسې خبرې خپرې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ولسمشر کرزي سره پدې اړه خبرې کړیدي چې د هغه په خوښه دې د قطر دولت طالبان په رسمیت و پیژني، نوموړي رسنۍ چې ادعا کوي د ارګ له نژدې سرچینو نه یې دا خبره ترلاسه کړی وايي: د کرزي او جان کیری خبرې زیات و کم یوه ساعت ته اوږدې شویدي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پدې تاکید کاوه چې کرزی دې دا طرحه و مني، په هر صورت اوس له نورو هڅو سره سره امریکا غواړي رسما دا پروسه چې ځیني هیوادونه دې وسلوال مخالفین په رسمیت و پیژني پیل کړي چې لومړنی هیواد ورته قطر ټاکل شویدی. که مو پام وي په وروستیو کې امریکا د هغو ګنګوسو په اړه هم کوم ځانګړی غبرګون و نه ښود چې له مخې یې ایراني رسنیو او طالبانو و منله چې طالب چارواکي تهران ته ور غلي او د افغانستان په مسله یې ورسره خبر ي کړیدي. پدې لیکنې کې مو هڅه کړې چې د لویدیځ په سر کې امریکا ددې نوي پالیسې په جزییاتو و غږیږو:
امریکایان څه غواړي؟
د هغو معلوماتو پر بنسټ چې له بیلابیلو سرچینونه تر لاسه شوي ښيي چې امریکایان قصد لري لومړی قطر طالبان په رسمیت و پیژني که پایلې یې مثبتې را ووتې په کرار کرار به یې وروسته په ترتیب ترکیه، سعودي عربستان، امارات او ځیني نور هیوادونه په رسمیت پیژني، امریکایان کوښښ کوي لدې لارې طالبان سیاسي پروسې ته داخل او له نورو ډلوسره چې په رهبریت کې یې القاعده ده د مقابلې لپاره میدان خوشي شي ، له بل لوري داسې هم ویل کیږي چې په افریقايي هیوادونو کې د القاعده پرمختګونو او د نفوذ پراخیدلو ته په پام سره لویدیځ غواړي چې په افغانستان کې د جګړې بار سپک او خپله پاتې پاملرنه افریقايي هیوادونو ته واړوي.
له اسلامي ډلو سره د مبارزې کومه لاره غوره شي؟
له ډیرې پخوا راهیسي د لویدیځو سیاسي کړیو ترمنځ دا نظر خوله په خوله کیږي چې له مبارزاتي اسلامي ډلو سره د مقابلې کومه لاره غوره شي، ځکه د جګړې لاره چندانه بریالۍ څه چې آن د هغوی په ګټه وه پدې سره د هغوی خواخوږي لا زیات شول تر دې چې آن امریکا، بریتانیا او ځیني هیوادونو کې یې د هغوی د خپلواتباعو پواسطه درنې او ټکان ورکونکي پیښې را منځ ته کړې. په افریقايي هیوادونو کې تر دې مخکې لاړل چې لیبیا کې یې د امریکا سفیر و واژه، په سوریې کې د النصره جبهې چې په سوریی حاکم نظام یې مرګوني ګوزارونه و کړل هم بالاخره د وسلوالو اسلامي ډلو سره خپله اړیکه څه چې خپل غړیتوب و مانه او ځان یې د القاعده یوه څانګه اعللان کړه، په همدې ډول د نورو هیوادونو بیلګې هم وړاندې کولی شو....لویدیځ سیاسي او پوځي مبصرین پدې اند دي چې د سپټمبر له ۱۱پیښې وروسته واقعات ټول د اسلامي ډلو په ګټه تمام شویدي، غړي او اورپکي ډیره شوي او په ټوله کې یې د نوموړو هیوادونو او لویدیځ امنیت ته تر پخوا جدي ګواښونه متوجه کړیدي.
له بله اړخه لویدیځ له اسلامي ډلو سره د مبارزې یوه تجربه هم لري هغه دا چې په هیڅ هیواد کې وسلواله اورپکي ختمه نشوه، په هرهیواد کې چې هغوی ورسره د جګړې لاره خپله کړې بلاخره لویدیځ له یادو هیوادونو وتي او میدان یې هغوی ته پریښي د دا ډول هیوادونو له ډلې صومالیا،نایجریا او ځیني نور هیوادونه یادولی شو اوس اکثریت لویدیځ پوځي، سیاسي او نور چارواکي پدې اند دي چې د جګړې لاره هم د لګښتونو له امله ګرانه پریوځي او هم یې اغیز هومره ندی چې ورته تمه کیده، د وسلوالو ډلو په لسګونه مشران او غړي د بې پیلوټه او نورو وسلوالو نښتو په ترڅ کې ووژل شول خو نه دهغوی په زور کې کمښت راغی او نه یې هم د فعالیت سیمه محدوده شوه. بلکه لا له پخوا نه یې زور اخیستی، کسان یې ډیر شوي، او تر پخوا يې پیچلي حملې پلان کړیدي. نو ځکه دوهمه لاره سیاسي پروسه ده.
امریکا ولې دا چاره پیل کړې؟ او ایا اغیزمنه ده؟
وروستیو اقتصادي ناورینونو، په لویدیځ کې له جګړو نه د عامه افکارو اوښتل او پر خلاف کیدل، او د جګړېز انتخاب پوره نه اغیز بالاخره یاد هیوادونه اړ کړي چې په یوه بل انتخاب فکر و کړي او هغه په سیاسي پروسو کې د لویدیځ په اصطلاح د تندلارو ډلو داخلول دي. د لویدیځ په څیړنیزو او پوځي اکادیمیکو مرکزونو کې دا خبره اوس پخه شوې چې پوځي انتخاب یواځي باید د هغو ډلو پر خلاف و کاریږي چې د خبرو نه انکار کوي او لکه د القاعده چې یواځنۍ موخه یې د امریکا له منځه وړل دي پرته له هغوی نورې ډلې چې له سیاسي پروسو سره دلچسپي لري د سیاسي امتیاز په ورکولو سره راضي کړي.
دا هم له تجربو ثابته ده چې د جهادي ډلو مبارزه هغه مهال شړیدلې چې کله په سیاسي پروسو کې ور ګډ شویدي، کله چې یو مبارزاتي تنطیم دې پروسې ته داخلیږي پکې ډیر بدلونونه راځي، د سیاسي پروسو طبیعت داسې دی چې یوشمیر تیریدنې له ځانه لري، ډلې ورسره نرمیږي، په نظریاتو او غوښتنو کې یې انعطاف پیدا کیږي، ښايي همدا لامل به وي چې القاعده تنظیم له پیله خپل غړي پداسې روحیه تربیه کوي چې په هیڅ صورت سیاسي پروسو ته نه داخلیږي، نه له چاسره خبرې کوې، نه مفاهیمه کوي او نه هم د چا پوښتنو ته ځواب وايي، او آن د ډیرې کمزورۍ په صورت کې هم وسلوالې مبارزې ته لومړیتوب ور کوي، هغوی استدلال کوي چې لویدیځ د هغه مار په څیر دی چې یرغل کوي، په کمزورۍ کې د خبرو او مفاهیمې لاره مخې ته کوي او بیا چې لږ په سد شي بیرته د هغه مار په څیر چې یخ نیولی وی او لږ ګرم شي بیا نیښ وهي نو ځکه د القاعده ټوله پالیسي په مبارزې ولاړه ده، د هغوی په تګلاره کې د مفاهیمې او ناستې پنامه څه نشته، همدا لامل دی چې د لویدیځو هیوادونو پالیسي یې بیا پر وړاندې داده چې هره اسلامي ډله خبرو ته غاړه کښینږدي نو سیده یې په القاعده و تپي او په خپل تور لست کې یې دا خل کړي. له بل لوري یواځنۍ ډله چې امریکایان او نور لویدیځوال یې د ځان لپاره تر ټولو جدي ستر ګواښ ګڼي همدا القاعده ده.اوس لویدیځ په سر کې امریکایان غواړي یو ډول چاڼ و کړي هغه داسې هغه اسلامي ډلې چې له لویدیځ سره خبرو ته کښیني په سیاسي پروسو کې یې داخل کړي او هغوی چې لدې انکار و کړي پر وړاندې یې له نا چارۍ وسلواله مبارزه جاري وساتي.