
سيدالرحمان عمران دالیکنه نژدې یو کال مخکې یو ځل خپره شویده، خو په وروستیو کې چې په ځینو لویدیځو هیوادونو لکه امریکا کې د خپله امریکایی و ګړو پواسطه په ښوونځیو کې وسلوال بریدونه ترسره شول،نا امنۍ را منځ ته شوې،او په لویدیځ کې اقتصادي ناورین لا پسې ژور شو،نو و مو پتیله چې یو ځل بیا یې خپره کړو ښایی د پورتنیو ناامنیو او اقتصادي ناورین په اړه د لوستونکیو ځینې پوښتنې ځواب شي. |
د تاريخ په اوږدو كې د انسانانو په لاسونو جوړشوي بيلابيل نظامونه رامنځ ته شوي،كه تاريخي بهيرونو ته لږ په ژوره توګه نظر وشي نو دا ډول نظامونه وروسته تر هغې رامينځ ته شوي يا وروسته ترهغې يې زور اخيستى چې له كله د اسلامي امت عظمت له اسلام څخه د ليريوالي په لامل راټيټ شوى، د ذلت او سرټيټۍ نغارې يې ډنګيدلې، نو لدې فرصت نه په ګټه اخيستنې سره اسلام دښمنه عناصرو هڅه كړې څو په خپل لاس جوړ شوي نظامونه نړۍ ته وړاندې كړي او داسې وښيي چې ګني اسلامي نظام نور د بشريت د غوښتنو او روښانه راتلونكي په رامينځ ته كولو كې پاتي راغلی، نور نو د تطبيق وړ نه دی، دا په كلاسيكو زمانو پورې تړلي نظريې دي د هماغه وخت لپاره يې ښايي پايلې مثبتې وې خو اوس نوولسمه يا شلمه يا يوويشتمه پيړۍ ده، ددې پيړى غوښتنې نورې دي، خواهشات يې نور دي، خلك يې نوي دي نو بايد چې نوي نظامونه ور وړاندې شي، يوازې همدا نوي څيزونه د هغوى نيكمرغي ډاډمنولاى شي، هغوى سره د پر مختګ او ترقى لوړو پوړو ته د رسيدو په لاره كې مرسته كولاى شي، د عظمت او لوړوالي څوكو ته يې رسولاى شي او يوه داسې تلپاتې هوساينه ور په برخه كولاى شي چې د بشريت ارمان دى. خو د تاريخ پريكړه تل دهغوى په خلاف راوتې، او داسې يې را دبره كړې چې ددې غولونكو شعارونو علمبردارانو د تاريخ په اوږدو كې تل بشريت په خپلو غولونكو زمزمو غولولی، ساده بشريت يې د ستر طوفان خولې ته ور كړى، د خوني سمندرونو د غورځنګو څپو ته يې لالهانده پريښی، او د ډول ډول ستونزو په جال كې يې پداسې مظبوطو تارونو را چاپيره كړی چې د بچيدو لاره يې ترې وركه كړې. بالاخره د همداسې ګرداب په څپو كې بشريت اړ شوى، د دې درواغجنو شعارونو زمزمه والو په خلاف را پاڅي، او هاغه د چا خبره سابه يې ور په مالګه كړي، نن بيا هم د همدې كيسې د تكرار په درشل كې يو، داسې چې لالهانده بشريت ديته اړ وتى څو يو داسې پناګاه ته پناه يوسي چې لدې ستونزمنو كړاونو خلاصون ور كړي، كاپيټاليسم له كمونيستي اشتراكي اقتصادي نظريې وروسته يو بل اقتصادي نظام دى چې اساسي اصول يې د ډيرې ګټې پر بنسټ ولاړ دى، هاغه وخت چې اشتراكې نظام د زمان د ضربتي چكوشونو تر ګوزارونو لاندې د پخواني شوروي په غيږه كې خپل وروستى وصيت كاوه دلته په لويديځ كې پانګوالي نظام د پرمختګ او سرلوړى سينه ډبوله. كاپيټاليسم په خپل عمر كې نړٰۍ له سترو ننګونو سره مخامخ كړه، د بيلګې په ډول اخلاقي او اداري فساد، طبقاتي توپيرونه، جرايم او نور ډول ډول كرغيړنو نادودو ته يې په ټولنه كې پراختيا وركړه او په حاكمو ټولنو باندې يې هغه لوبې و كړې چې تاريخ يې له يادولو د شرم دسمال مخې ته نيسي. خو دا هر ډول نادودې بشريت په ځان و منلې، هر ډول نا مردانه ګوزارونو ته يې خپل سينه و نيوله، خو هغه وخت نور كار له كاره ووت چې كله پانګوالى نظام د خپل وروستى غشى په ټس كې خلك د پولۍ ټك ته كښينول، نړۍ يې له سترو اقتصادي ستونزو سره غاړه په غاړه كړه، او د يوې داسې پياوړي زلزلې په دود يې لړزاندي ټكانونه وركړل چې نور نو د غفلت په بستر كې ويده پاتې كيدلو زغمل ور ته ګران شول. ددې مقالې په ترڅ كې ځينو هغو وروستيو پرمختګونو او خوځښتونو ته اشاره كوو چې تازه د پانګوالى (كپيټاليسم) پر وړاندې پاڅيدلي او داسې ښيي چې نور نو كپيټاليسم د هلاكت كندې پر څنډو ولاړ دى ژر به د تاريخ په كنده كې پريوځي. وال سټريټ تسخير كړئ دا دهغه غورځنګ شعار دى چې په وروستيو كې د كپيټاليزم د پرځولو په موخه پيل شويدى.د كپيټاليزم په وړاندې لومړى غورځنګ د نړى له ستر بډای هيواد امريكې څخه پيل شويدى، وال سټريټ چې په امريكا كې د اقتصادي مركز د يوه بيلګيز سمبول په نامه پيژندل كيږي د نيويارك په ښار كې موقعيت لري. دغه ډله ځوانانو چې ډيری يې بي كوره دي د وال سټريټ په چاپير را غونډ شول او خپل دغه غورځنګ ته يې د (وال سټريټ تسخير كړئ) نوم ور كړئ يانې داچې د وال سټريټ سيمه، چې د امريكې د ټولو سترو شركتونو او بانكونو مركزي دفترونه پكې دي بايد خپله ولكه كې را وستل شي، له تسخيرولو يې مطلب په مالي وسايلو د عام ولس واكمني ده. دغه لاريون كوونكي وايي، د امريكا په متحده ايالاتو كې يو څو كسان دي چې هرڅه لري او ډېر داسې خلك دي چې هيڅ هم نه لري. يوه خوا لكونه خلك له لوږې مري او بله خوا شتمن هيوادونه د بيو د لوړولو په موخه ډول ډول چلونه، فريبونه او نورې لارې چارې كاروي. دغه احتجاج کوونکي په دې باور دي چې د امريکې د سترو شرکتونو ځاني ګټه لټونه په دغه هېواد کښې د اقتصادي سختو حالاتو رامنځ ته كيدو لامل دى. دغه احتجاجي غورځنګ اوسمهال ډير پراخ شوی داسې چې د امريكې د کليفورنيا، کلوراډو، کارولينا او واشنګټن ايالتونو سربيره نورو لويديځو هيوادونو ته يې هم تاوونه رسيدلي دي. لاريون كوونكو ويل چې د خپلو غوښتنو تر پوره كيدو پوري به لاريونونو ته ادامه ور كوي. ګورباچف غصه دى د پخواني شوروي اتحاد وروستى ولسمشر ګور باچف هم د پانګوالي نظام سخت په غصه كړى هغه پداسې حال كې چې تازه د پنسلوانيا د لا فايټ په کالج كې خبرې كولې د وال سټريټ غورځنګ په رسميت وپيژاند او له هغه څخه يې كلك ملاتړ اعلان كړهغه د خپلو خبرو په ترڅ كې دا غورځنګ د هغه څه سره ورته وباله چې لدې مخكې يې د پخواني شوروي اتحاد د سقوط پر مهال د لاريونونو په ترڅ كې ليدلي وو. اتيا كلن ګورباچف په ډاګه په امريكې او ځينو لويديځو هيوادونو نيوكې وكړې او هغوى يې ددې ستر ناورين زيږونكي وبلل. ګورباچف بيا ددې ناورين حل د يوه نوي نظام په رامخته كيدو كې ويني. سينمايي لوبغاړي هم د كپيټاليسم ړنګول غواړي امريكايي سينمايي لوبغاړى مارك آلن ور فالو چې اوس اوس د وال سټريټ له خوځښت سره ملګرى شوى په خپل يوه يادښت كې ليكلي دي:: ((د دغو خلکو پېغام ساده او روښانه دی. او هغه دا چې پېسې او سرمايه دې د سياستوالو او سياسي لوبو له اختياره بهر را وويستل شي. د مالياتي برابرۍ لپاره کوشش وکړئ او د ټولو لپاره د برابرو حقوقو او تنخواګانو قائل شئ.وال سټريټ زمونږ اقتصاد ويجاړ کړي دي او په کار دي پوښتنه ترې وشي.)) .هغه په خپل دې ياداښت كې كښلي دي چې د يو فيصده هغو خلكو څخه چې د ۹۹ فيصده خلكو په حقونو يې خيټه اچولې پوښتنه او دهغوى حقوق دې ترې واخيستل شي. د امريکې د مستند سينما يو بل خورا مشهور ډائرېکټر مايکل مور هم د وال سټريټ د احتجاج کوونکو له ملاتړو څخه يو دی. هغه وائي چې ((که د امريکې ټولې رسنې هم د دغو پيښو بائيکاټ وکړي نو کاميابيدې نۀ شي.)) هغه زياتوي: ((نن ټول خلق کيمرې لري او يو ډول فيلمسازان شوي دي، هغوي کولې شي له احتجاج کوونکو سره د پوليسو د بد سلوک فلم برداري وکړي او مستند فلم ترې جوړ کړي.)) مايکل مور ويلي دي چې ((دا د وال سټريټ بانکداران دي چې پهکار دي ونيول شي نه په سرمايه دارانه سياستونو باندې اعتراض کوونکي.(( نا انډولي له كومه پيل شوې؟ لكه چې په مقدمې كې هم ورته اشاره وشوه پورتنيو ټولو مسايلو ته په كتو سره سړى دې پايلې ته رسي، چې دا اقتصادي ناانډولي كه په هيوادونو كې د ننه ده او كه د هيوادونو ترمنځ، د كپيټاليزم (پانګوالۍ) پايله ده، ځكه چې د پانګوالۍ اقتصاد په تعريف كې د شتمنۍ وېش په ناانډوله او نامساوي ډول دى، د توليد غيرانساني سرچينې (چې د دې نظام پلويان يې پانګه بولي) د ډېر كوچني لږكي په واك كې دي او د بازار په اقتصاد كې د شتمنۍ ناانډولي د پانګوالۍ طبيعت ته په كتو سره په خپله د عايد د ناانډولۍ لامل ګرځي، پر دې بنسټ ويلاى شو چې تر هغه مهاله د پانګوالۍ اقتصادي سيسټم محدوديتونو او مقرراتو ته غاړه نه وي ايښې، د اقتصادي ناانډولۍ وده، پرمختګ او زياتيدنه حتمي ده. اوس پوښتنه داده چې دا اقتصادي نظام به كومو محدوديتونو ته غاړه ايږدي؟ اوس يې د نړۍ يو وړوكى ماشوم هم در ځوابولى شي هغه دا چې اسلامي قيوداتو ته به تسلميږي. لړزاندي ټكانونه په نورو هيوادونو كې د پانګه والۍ په ضد دغه احتجاج د اګست په پنځلسمه ورځ د پانګه والۍ له اصلي مركز نيويارك څخه پيل شو او د سترګو په رپ كې يې لړۍ له امريكا څخه اروپا ته او له هغه ځايه افريقا او اسيا ته وغځيده. ويل كيږي چې په دومره ګړنديتوب سره د احتجاجونو د لمن پراخيدو سبب ټولنيز ويبپاڼې فيس بوك، ټويټر، يو ټيوب او يو شمير نور هم دي چې دا پخپله د پانګوالۍ شاهكارونه دي. د نړيوالو رسنيو تازه رپوټونه وايي چې دا وخت د نړۍ د نژدې ۹۰ هيوادونو له ۱۰۰۰ زيات ښارونه د سود خوړونكو سترو پانګه والو په ضد د احتجاج كوونكو له ځوږه ډك دي. ډېره عجيبه خبره دا ده چې د دې مظاهرو او لاريونونو تر ټولو لوى مركزونه هغه ښارونه دي چې ظاهرا خورا غوړ ښكاري او داسې فكر كيږي چې اوسيدونكي يې په نس ماړه او په تن پټ دي. د امريكا په نيويارك كې پوليسو اويا تنه مظاهر چيان نيولي دي او د ايټاليا په روم كې همدومره كسان د اړودوړ په جريان كې ټپيان شوي دي. د كاناډا په ټورنټو كې بې شميره احتجاج كوونكو د شنبې او يك شنبې شپې د سترو سوداګريزو مركزونو څنګ ته په هغو كيږديو كې تيرې كړې چې په سيمه كې يې د ځان لپاره وهلې وې. د چارو څارونكي وايي، د احتجاج تر حده پورې خو سمه خبره ده، خو كه حكومتونه له ځيركتيا كار وانه خلي، د خلكو غوښتنو ته غوږ ونه نيسي او په لويديځ كې دغه مظاهرې په تاو تريخوالي بدلې شي او يا هم مظاهره چيان د سترو شركتونو او بانكونو په دفترونو ورننوځي، نو بيا به نړۍ يوازې له اقتصادي بحران سره مخ نه وي، بلكې له يوه داسې ناورين سره به مخ شي چې تصور يې هم نه شي كيداى. شنونكي ځكه ملامت نه دي چې يو خوا د نړيوال بانك مشر رابرټ زوئليك وايي د خوړو د بحران له لامله ټوله نړۍ له يوه ناورين څخه يو ګام لرې ده او بل لور ته د پانګوالۍ په ضد د راوتلو لكونو مظاهره چيانو له منځ څخه د يوه تن غږ داسې واوريدل شو چې ويل يې: ((په هر دور كې يو نه يو انقلاب راځي او له نيويارك نه پيل شوى دغه تحريك زموږ د دور انقلاب دى چې روانې مظاهرې يي ايله پيل دى.(( پانګوالي نظام د ناامنۍ زيږونكى څو كاله مخكې په يوې حكومتي ادارې كې د كوم كار لپاره تللى وم، كله چې دفتر ته ننوتم نو افغان كاركونكي په دفتر كې نه وو، په همدې دفتر كې يو جرمني تبعه لدې ادارې سره د مشاور دنده ترسره كوله، ما ترينه پوښتنه وكړه چې دا سړى به كله راځي هغه راته وويل چې بس ته كښينه هغه به هم راشي، زه په دفتر كې كښيناستم، جرمني تبعه چې ښايي نوم به يې توپسن وو راسره په انګليسي ژبه خبرې پيل كړې، لومړى مو د افغانستان حالاتو په اړه خبرې و كړې نو چې خبره لوړو برجونو ته راغله، ما وويل دا لوړ تعميرونه ډيری د اداري فساد په زور اباد شوي، له همدې لامله خلك له حكومت نه ليري شوي، جرمونه ډير شوي چې له لامله يې پراخې بې امنى را مينځته كړيدي. توپسن سر و ښوراه، لومړۍ يې رانه پوښتنه وكړه چې ته پوهيږې په لويديځو هيوادونو كې په لومړى درجه كوم هيواد كې جرمونه او نورې ستونزې ډير دي؟ما وويل: پدې اړه مطالعه نلرم، هغه وويل لومړى درجه په امريكا، دوهمه درجه برتانيه او په دريمه درجه جرمني كې د جرمونو او نورو ستونزو كچې لوړې دي ، هغه يې لامل دا وښود چې طبقاتي توپيرونه ددې ستونزو لاملونه دي، په لومړى درجه امريكې كې طبقاتي توپيرونه ډير دي نو ځكه جرمونه هم پكې ډير دي، دوهمه درجه انګلستان كې او په دريمه درجه جرمني كې طبقاتي توپيرونه ډير دي په همدې تناسب يې د جرمونو كچه لوړه او ټيټه كړې، په حقيقت كې توپسن پدې اعتراف كاوه چې پانګوالى نظام د لويديځ امنيت ته پراخ ګواښونه را مينځ ته كړيدي. لنډه داچې لومړى ځل اشتراكي نظام نړى په ځانګړي ډول د پخواني شوروي كمونيستي دولت هيوادونه له ستر ناورين سره مخامخ كړل او په دوهم ځل يې بديل چې پانګوالي نظام دى هم دا دى د نړى جرړې و لړزولې. یو منل شوی واقعیت وروستي اقتصادي ناورين ټول سودي بانكونه په يوه نه يوه ډول زيانمن كړل، داسې چې ځينو ته يې ژغورل ستونزمن شول، بالاخره يې سقوط وكړ. خو دا واقعيت پكې يوځل بيا نړۍ ته وښودل شو چې پدې موده كې يو خالص اسلامي بانك هم د ورته ستونزې له لامله له سقوط سره ندى مخامخ شوى، بلكې تر پخوا غښتلي شوي او خپلو فعاليتونو ته يې په ډيرې چټكتيا پراختيا ور كړيده. د يو لوى بدلون په لور خوځښت امريکايي تلويزوني چېنلونه او نورې خپرنيزې ادارې هم له څو ورځو وروسته په محتاطانه توګه ماجرا ته ننوتي او ځينې پېښې يې په محدوده توګه خپرې کړې دي. خو له دې نه وراخوا چې رسنۍ دغه غورځنګ ته پوښښ ورکړي يا دا چې خبرونه يې سانسور کړي د وال سټريټ احتجاجونه لا تر اوسه دوام لري او لكه چې مو مخكې ورته اشاره وكړه د امريکي له سترو سترو ښارونو نه وراخوا د دغو مظاهرو لمن اوس د لويديځ او اروپا نورو هېوادونو او ښارونو ته هم خوره شوې . که څه هم خلق نيول کيږي او د پوليسو له حملواو بد سلوک سره مخامخيږي خو بيا هم په مېدان کښې شتون لري او ويلي يې دي چې دغه تحصن او احتجاج ته به دوام ورکوي. په وال سټريټ کښې يو احتجاج کوونکی وائي: ((مونږ د کلتور او نظام د بدلون په حال کښې يو نه د يو خاص سياستوال . مونږ به دې کار ته تر اخيري سلګۍ پورې دوام ورکړو)) داسې ښکاري چې د سرمايه دارانه نظام لرونکو هېوادونو خلک له دغه نظام څخه ستړي او داسې متنفره شوي دي چې اوس د يو لوی بدلون په لټه دي. حل لاره څه ده؟ اوس نو په پاى كې دا خبره مخې ته كيږي چې د حل لاره څه ده، په لويديځ او نورو هيوادونو كې يې په اړه خلك څه فكر كوي. ډيری بلكې نژدې ټول لويديځ اقتصاد پوهان دې نتيجې ته رسيدلي چې بايد پانګوالى نظام يو لړ پراخو محدوديتونو او قيوداتو ته غاړه كيږدي، بايد لكه پخوا مطلقه ازادي ور نكړل شي، خو دا اقتصاد پوهان هغه بنديزونه يادوي چې اسلام څوارلس سوه كاله پخوا ياد كړي، كه هغه بنديزونه چې نوموړي اقتصاد پوهان يې يادوي پلي شي نو تر ډيره په يوه اسلامي اقتصادي سيستم اوړي، له همدې لامله د جرمني مشهور اقتصاد پوه (جوهان بتمان) په ډاګه وويل چې په مالي معاملاتو كې د اسلامي لارښوونو د پلي كيدو پرته بله لار نشته، كه د يوه تلپاتي پياوړي اقتصاد پسې ګرځئ نو اسلامي لارښوونې پدې اړوند پلي كړئ مشكل حل دى، ويل كيږي په لومړيو كې بتمان له پراخو نيوكو سره مخامخ شو چې ځينو آن ملا بتمان ونوماوه، خو كرار كرار لويديځوال پدې پوهيږي چې لدې ستونزو د وتلو يوازينۍ لاره هغه څه دي چې بتمان ور ته اشاره كوي. |