د تهران اوطالبانو اړيکې

محمدحسن حقيار
((موږدی ستایلی چاچې کړی نېک عمل دی دلته))
 
تهران ته دطالب چارواکیو دوروستي سفر خبرله څو ورځوراهیسې دافغانستان او دسیمې دهیوادونو دخپرونو سرټکی او ترټولو توده موضوع ګرځېدلې ده .
دې خبر ډېر خلک خوشاله اودغربیانو اوافغان حکومت دځینو لوړرتبه مامورینو په شمول پر ډېرو سرونه وګرځول.
په خبر کې راغلي چې په قطر کې دطالبانو ددفتر دمسؤول سید طیب اغا په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې يې دطالبانو ددوو نوروسیاسي چارواکيو شیرمحمد عباس ستانکزي اوشهاب الدین دلاور په شمول څلورتنو نورو طالبانو برخه لرله تهران ته سفر درلود او هلته يې له ایرانیو چارواکیو سره کتلي دي .
که څه هم ایران تراوسه داسفر په رسمي توګه نه دی منلی خو ددې هېواد دنیم رسمي اژانس لخوا داخبر خپرول پخپله ددې ځرګنوی دی چې ایران ته داسفر شوی او دوی هم په تلویحي ډول منلی دی .
ددې لیدنو او سفر موخه دطالبانو او تهران ترمنځ دځینو ناسم پوهاویو له منځه وړل، له ۲۰۱۴ کال وروسته دافغانستان پر حالاتو دطالبانو او تهران خبرې او دنظر تبادله ، دامریکایانو پر وړاندې ګډه استراتیژي، ددوو مسلمانو ګاونډیو په توګه د افغانستان او تهران اړیکي، په افغانستان کې دراتلونکیو ټاکنو، دنشه يي توکیو دکرکیلې او ترافیک مخنیوی او پرنورو موضوعاتو خبرې اترې وې.
که څه هم دا ایران ته دطالبانو لومړی سفر نه دی خو لومړی سفر دی چې یا دایرانیو چارواکیو په خوښه او یا دهغوی له خوښې پرته رسنیو ته رسېږي.
قوی ګومان دادی چې ایران غوښتي چې داخبر دنړیوالو او په ځانګړي توګه دامریکا غوږ ته ورسوي او هغوی ته وروښيي چې که تاسو پر موږ اقتصادي تعزیرات لګولی شئ نوموږ هم تاسو ته ستونزې جوړولی او ستاسو دښمنان ځواکمنولی شو.
ایران اندېښنه لري چې دطالبانو سخت دریځې سني حرکت به په افغانستان کې شیعه اقلیت او ایران ته ستونزې جوړې کړي، سره له دې چې طالبانو دخپلې واکمنۍ پر مهال جوته کړې ده چې دوی له نورو مذهبي لږکیوسره تعصب نلري ،ددوی دحکومت پر مهال دکابل، بامیانو هرات اودایکندي په شمول په ټول افغانستان کې زموږ دشیعه ورونو حسینیې اوتکیه خانې آن دهندوانو درمسالونه فعال وو، خپل ټول دیني اوکلتوري مراسم يې نمانځل او آن خپله طالب چارواکیوهم ددوی په ځینو دینی مراسمو لکه دشیعه ورونو عاشوری اودهندوانو په ویساک کې ګډون کاوه .
دطالبانو دشتون په اوه کلن دوران کې له ایران سره ددوی کومه دیاد وړ ستونزه نه ده را منځته شوې . په مزار کې دایران دوژل شویو دیپلوماتانو موضوع هم وروسته جوته شوه چې دطالبانو کار نه و.
داچې دواړه اړخونه له ګډ دښمن سره مخ دي اومتل دی چې ددښمن دښمن، دوست وي نو داډېره اړینه وه چې دتهران او طالبانو اړیکې جوړې او ناسم پوهاوی يې له منځه وېوړل شي.
ایران ته جوته شوه چې طالبان یو قوت او دافغانستان په راتلونکي سیاست کې يې شتون حتمی دی او داهم ورته جوته شوه چې ددوی نه پخلاکېدونکي دښمن (غرب)هم ددوی په ګاونډ کې پاخه واړول نودا ورته اړینه وه چې له طالبانو سره مخالفتونه حل او پر نویو تګلاریو فکر وکړي.
دشمالی ټلوالې په شمول ځینې کړۍ دطالبانو اوایران پرکتنو خوابدي او آن پر ځینو پیریان ناست دي . ځینې دا دافغانستان په چارو کې مداخله بولي خوهمدا کړۍ چې له پاکستان ، هند،روس . فرانسې امریکا اود ناټو له ټولو غړیو سره پټې او ښکاره اړیکې لری نو دا ورته ناسم کار نه بریښي . دوی آن داسرائیلو پردوستۍ او دامریکااو صلیبیانو پر غلامۍ ویاړي خو له یواسلامی هیواد سره چې ژبه ، دین ، کلتور اوتاریخ مو سره یودی دطالبانو پر کتنو نیوکه کوي.
که ایران ، امریکا، برتانیااو نور هیوادونه افغان حکومت ته په بوجیو کې بې حسابه پیسې ورکوي ، که حکومت په ماته غاړه له امریکایانواو ناټو غواړي چې ددوی دنامشروع اقتدار په دوام کې ورسره مرسته او دافغانستان اشغال ته دوام ورکړي نوپرطالبانو هم باید نیوکه ونکړی چې له ایرانی مقاماتو سره ګوري.
پر طالبانو یوه لویه نیوکه داوه چې داسلامی امارت پر مهال يې منجمد (کنګل ) سیاست درلوداو له نړۍ سره يې یااړیکې نه نیولې او یا يې داړیکو نیولو سیاسی کفایت اودافهام او تفهیم ژبه کمزورې وه اوس سره له دې چې ارګ اوپاچايي يې هم په واک کې نه ده او داړیکې نیول کېږي نو هم دافغان ولس او هم دنړیوالو لپاره لوی زیری دی ځکه چې اوس دوست او دښمن هغوی دیوه سیاسی او نظامي ځواک په توګه په رسمیت پېژني نو که څوک يې دښمن بولي دهغوی لپاره هم داښه زیری دی چې دښمن يې سیاسی درایت او کفایت لری او افهام او تفهیم ورسره کېږي.
دایواځې تهران نه دی چې طالبانو ورته سفر کړی دی ، بلکې تردې وړاندې يې دويټو حق لرونکي او دناټو غړي هبوادفرانسې، جاپان ،دوبۍ ،فطر ،استرالیا،جرمني، سعودي او ګڼو نورو هېوادونو ته سفرونه کړی او ګڼې لاس ته راوړنې لري
زه دامنم چې ډېر افغانان له ایرانی چارواکیو خفه دي او په ځینو مواردو کې يې خفګان حق هم دی خوخبره داده چې که موږ له طالبانو غواړو چې له همدې امله دې له تهران سره دې اړیکې نه جوړوي نو آياافغان دولت دایران له دې کارونو خبر نه دی ؟ آيادوی دایران پروړاندې کوم منفي غبرګون ښودلی دی ؟ آیا دوی کوم افغان ګټلیاو یا له ایران څخه ذدکوم افغان پوښتنه کړې ده .؟
آیا دوی کم ترکمه له هغوی سره سفارتي اړیکې پرې کړي . یا دهغوی سفیر يې له افغانستان څخه وېستی او یا يې خپل سفیر له تهران څخه راغوښتی دی.
دافغانانو داستازولۍ اووراثت دعوه څوک کوي منتخب حکومت څوک ځان بولي؟ ارګ ،اردو پولیس ،امنیت ،مقننه ،قضایه او اجرایه له چاسره دي؟
دنړۍ د۵۰ هېوادونوملاتړ، بی۵۲او۷۰ استخباراتی چینلونه له چاسره دي؟
په هرحال داچې ایران له افغان دولت سره هم ښې او دوستانه اړیکې لري نو دولت ته په کار ده چې له طالبانو دایران داړیکو دردولو پرځای له دې اړیکو ګټه واخلي . دایران اوطالبانو له دوستۍ دې ګټه واخلي او ایران وهڅوي چې طالبان له دولت سره خبرو ته چمتو کړي.
که روسان داکار کولی شي او له ایرانیانو څخه غواړی چې له طالبانوڅخه ددوی هغه اسیران چې په ازره کې يې دیوې چورلکې دسقوط پر مهال نیولي و، وغواړي نو افغان دولت ولې داکار نشي کولی چې دهغوی په واسطه له طالبانو سره اړیکې ونیسي حال دا چې له ایران سره ښې خوږې اړیکې هم لري .
موږ هرهغه اړیکې چې دافغانستان دملی ګټو پر زیان وي غندو داکه دهرچا لخوا او له هرچاسره وي موږ وینو چې زموږ هیواد هم دې ناروا او دشخصي ګټو پر محور چورلېږدونکیو اړیکو خراب کړ خو هغه اړیکې چې دافغانستان او داسلام په ګټه وي تائیدوو او هڅوو يې .
دروېش که خوله له یاره واخلي ورته ښه به وایو
موږدی ستایلی چاچې کړی نېک عمل دی دلته