
ټول ښکېلاکګر او په
ځانګړې توګه برطانویان عادت لري چې کله غواړي یو هیواد او ملت ښکیل کړي نو دقوت او
ځواک د ذوبولو اوله منځه وړلو لپاره يې پخپلو کې ویشي. دبې اتفاقۍ تخم پکې
شیندي ،سمتي ، ژبني، سیمه ییز ،مذهبي د
رنګ ،دین ښکته او پورته
تبعیض پکې وکري ، په
مسلمانانو کې خوبیا دصوفي ،وهابي، طریقه یی ،شیعه ،سني،مقلد،غیر مقلداو... په نوم
وېش رامنځته کړي په دې توګه هغوی پخپلو کې اخته او دیوبل وینو ته کېنوي او پخپله يې لومړی په اسانۍ ښکېل کړي
او وروسته پرې بې غمه پاچاهی کوي.
دانګرېزانو د divide and Roll ( ويې
ویشه او حکومت پرې وکړه) ګټوره نسخه اوس ټولو
ښکېلاکګرو خپله کړې او هرچېرې يې عملی کوي.
لوی اوځواکمن
هندوستان يې چې انګرېزانو دډېروقربانیو او تلفاتو وروسته هم نیولی ونشو او نه يې
پکې خپلې شومې موخې عملی کولی شوې په څوټوټو ووېشه، هغه دی اوس پرې ښه حاکمیت کوي
. څه فکر کوئ که پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نیپال بوتان
،سریلانکا او... یوهیواد وای نواوس به دنړۍ ترټولو لوی ځواک نه و؟
بوسنیاهرزه ګونیا
،کوسوواو صربستان سره يې څه وکړل؟
امریکایانوهم
همدانسخه په عراق، لیبیا، مصر سوریې ،سعودي ،تونس ، یمن، افغانستان او نږدې په
ټوله اسلامي نړۍ کې تطبیق کړې او ښه ګټوره پایله يې ترې اخستې ده.
نن چې په
افغانستان کې دتعصب کوم زهرجن تخم کرل شوی دا کوم
ناڅاپي اوخودجوشه حرکتونه ندي ، ترشا يې ډېر پټ لاسونه
اومنحوسې اجنداوې شته دي.
د روسانو داخبره چې له
افغانستان څخه ترخپل وتلو وروسته يې کړې وه ،چې موږ خو له افغانستان څخه ووتلو خو
داسې کښت مو افغانانو ته کړی چې داخپله
خاوره به يې لس کاله ورسره جنګېږي په څه معناوه ؟ دهغوی اشاره همدې دبې اتفاقۍ او
دافغانانو ترمنځ دتبعیض اچولو کښت ته وه او خبره يې رښتیا
شوه ایا پخپله دافغانانو خاوره له افغانانو سره دا ۲۴ کاله نه جنګېږي؟.
له شک
پرته نننی ښکیلاکګر ترپرونیو ډېرهوښیار، ډېر باتجربه، دافغانانو پرسایکولوژۍ او
ارواپوهنې ترهغو نوروډېر خبر او دافغانانو دکمزورۍ ټول اړخونه ورمعلوم دي.
دوی ترهغو نورو دې
ټکي ته ډېر متوجه دي اوپه دې اړه يې ډېره پانګونه کړې او له بده
مرغه هڅو يې ظاهراٌ څه نتیجه هم ورکړې ده .
دلته دتعصب اوتبعیض
خبراوي لپاره لسګونه اخبارونه ، مجلې ،راډیوګانې اوتلویزیونونه جوړ کړل شوي ، او د
استخباراتی موسساتو اوسفارتونو لخوا ورته پیسې ورکول کېږي دهمدې موسسو او سفارتونو
جاسوسان پکې استخدام شوي ، په
پارلمان، کابینه ،
سفارتونو اواداراتو
کې وېشل شوي او دنده
يې دافغانانو وېشل اوددوی ملی وحدت له منځه وړل دي.
د افغانستان دموجود
حاکمیت اکثره چارواکي یامتعصب اویا دکاذب مصلحت لرونکي
دي.
په حقیقت
کې همدې حاکمیت تعصب ته زمینه
برابره کړې، متعصبین يې په مستقیم
او نامستقیم ډول هڅولي، پرشا ډبولي اوتمویل کړي او ملي بودیجه يې پرې لګولې ده .
حکومت چې دیولوی قوم ستردښمن ته له ملي
بودجې په دوه نیم سوو زرو ډالرو
دوه زره ضد موټر اخلي نو دادتعصب دمکروب خپرول او هڅول نه دی نو څه دي؟
حکومت چې دملی اتل
او دافغانانو او مسلمانانو دګډ ویاړامان الله خان ښکنځونکي ته ساتونکي ، ډالر او
موټر ورکوي او لس کاله کېږي چې ځینې رسنۍ تبعیض
خپروي اودپردیو په اشاره
افغانان ویشي او حکومت ته جوته هم ده خوڅه ورته
نه وايي؟ کله چې حکومت ښکرور متعصب ته ددولت ژبه
وزارت ورکړي نودادولت لخوا تعصب ته لمن وهل نه دی نو څه دي.
خوټول
اوپه ځانګړې توګه متعصبین باید پردې
پوه شي چې تعصب دهیچا په ګټه هم ندی او آن ترهرچاډېر ددوی پرزیان دی ، دوی ویده
راویښوي او همداسې يې وکړل .
نن چې یو تن
راپاڅېږي او له افغانستان او افغان ملت څخه پښتون نفی کوي او بل بیا تاجک ،ازبک ،
هزاره او ترکمن نفی کوي، یوامان الله خان،احمدشاه بابا او
میرویس ته ښکنځل کوي اوبل بیاتاجک
توکمو،ازبک توکمو او هزاره توکمو مشرانو ته توهین کوي ،یوتاجک، هزاره او ازبک پردی
او مهاجر بولي او دابل بیاپښتون ، پشه یی ،ګوجر،بلوچ او ایماق داټوله
دسیسه ،دپردیو نقشه او ددښمن ژرندې ته اوبه ورپرېښودل دي.
زه دا منم
چې ځينې رښتوني
افغانان په ځانګړې توګه پښتانه نورو
وټومبل او عکس العمل ته يې اړوېستل خو ددوی
ډېر جدي اواحساساتي عکس العمل هم ددښمن په
ګټه او دهغوی غوښتنه ده ، ښکېلاک خو ځينې کسان هم دېته ګومارلي
چې نورو ته ښکنځل وکړي ، دهغوی ارزښتونه او هویت توهین کړي، دهغوی پر ژبه،
کلتور،مذهب اوعنعناتو وبلوڅي ، په غوسه
او بې زغمه يې کړي او بالاخره توندغبرګون
ته يې اړباسي او چې کله هغوی له ځان
څخه دفاع کوی اوتوند او احساساتي غبرګون ښيي نوددوی غشی ددوی دموخې ښکار ته رسېږي.
زما په اند دتعصب او
تبعیض ناروغانو ته باید له سره
ځواب ونه ویل شي ، هغوی پر دې نه ارزي چې ځواب يې وویل شي ، هغوی دهمدې
لپاره نورو ته خوله اچوي چې په غوسه يې کړي او کشمکش جوړ شي ، هغوی له همدې لارې
کړکیچ جوړوي ، دخپلو بادارانو غوښتنې
پوره کوي او ښکیلاکی موخوته يې لارهواروي اواوس خو
واک او حکومت هم ددوی په لاس کې دی
زه له ټولو
افغانانو هیله لرم چې دهیچا مشاهیر اوارزښتونه توهین نه
کړي آن که څوک خپله بد اوپه چاکې
بد هم وي نو ترڅو چې ترې بالفعل
خطر نه وي بده ګوته دې ورته نه نیسي ، که ته دچا بد
پلار بد یاد کړې نوهغه دې هرومرو ښه پلار سپکوي، الله ج هم په دې اړه ډېرې ګټورې
اوله پند او عبرت څخه ډکې سپارښتنې لري ،فرمايي (( دنورو بتانواو ناحقوخدایانو ته
ښکنځل مه کوئ چې هغوی بیا د[ړندې ]
کینې او ناپوهئ له مخې ستاسو حق خدای ته ښکنځل کوي)) .
که ته نن احمدشاه
مسعود ته ته بد ووايې نو دوی احمدشاه بابا ښکنځي او واک، امنیت او قضا هم له دوی
سره ده.
تعصب داسلام له
نظره هم حرام دی اوسالم فطرت یې هم نه مني، الله ج فرمايي :( ټول مسلمانان وروڼه
دي او ددوی ترمنځ سوله راولئ ) نه داچې سره بېل یې کړئ. ان داسلام
داعیه یواځې دمسلمانانو ترمنځ
تریووالي محدوده نه ده ، بلکې انساني وحدت ، نړیواله خیر ښېګڼه اوټولې
نړۍ او انسانیت ته سلامتیا او عزت
غواړي فرمايي :له شک پرته ټول بشریت ته می
درناوی او کرامت ورکړی دی. خپل مبارک رسول ص ته
فرمايي : ((انسانان خوپرېږده )ټولو مخلوقاتوته مې رحمت لېږلي یې)
رسول الله ص دتعصب
په هکله فرمايي : پرېږدئ يې ځکه چې
بدبویه دی.
همداراز
فرمايي : څوک چې تعصب ته بلنه کوي، جګړه ورته کوي اویاپرې مړشي نوزموږ (مسلمانانو
) له ډلې نه دی او دجاهلیت مرګ يې په برخه شو .
زه خو وایم چې
داخپل سکوت هغه چاته ته حق السکوت ورکړئ چې دتعصب
او نفاق اور ته مو کشوي.
کله چې ښه
پوهېږي دادښکېلاک توطئه او دسیسه ده نو ولې یې په عملي کولوکې ورسره مرسته کوئ،
ولې په زوره ددښمن تبرته لاستی اچوئ؟.
افغانان باید
وپوهېږي چې افغانستان په ډېرو حساسو ، نازکو شېبوکې اودګړنګ پر غاړه
ولاړ هیواد دی ، لږه بې احتیاطی هم داهېواد له خطر سره مخ کوي .
ټول اصیل افغانان
باید وپوهېږي چې په افغانستان کې مېشت ټول قومونه او ملیتونه سره وروڼه
اودیوهیواداوسېدونکي دي .، ګڼ مشترکات، ارزښتونه او ملی
ویاړنې لري، داهېواد دټولو افغانانو ګډ
کور دی ټول پکې برابر اومتناسب حقوق لري . دبل دحذف فکر سیاسی حماقت اوځانته
ستونزې جوړول دي. هيڅوک دهیواد غوڅ اکثریت اوتاریخ په بډه
نشي وهلی ، پرحق سترګې پټول او یا لمر ته ګوته نیول دناپوهۍ دلیل او ځانته
ستونزې جوړول دي په سیاست کې دامداوجذر راځي، ترپایه به دا اشغال،دا ولس دښمنه
حکومت اودادپردیو بی ۵۲ نه وي.
دعاموپښتنو،ازبکانو،تاجکانو،هزاره
ګانو، پشه یانو ،ترکمنانو او... ترمنځ هېڅ تبعیض نشته . ټول افغانستان خپل هیواد
اوځانونه افغانان او ددې هیواد بچیان، وارثین، اوپه ګټه او تاوان کې شریک بولي
داڅوتنه سیاسي سوداګر، شعوري ړانده اوفکري
ناروغان دي چې دپردیو په اشاره دتعصب اوربلوی او بیا ورته پکی وهي او غواړي چې
دانور غبرګون ته وهڅوي چې دهمدې پردیو په اشاره او دهمدوی په وجودکې ځانته برخه
بېله کړي خو که له دوی سره دعوه پیل نشي نو څنګه به ورته برخه بېله شي.
زه وایم
چې مه تعصب کوئ او خبره تر محاکمو اوڅارنوالیوهم مه باسئ داوخت او داحکومت دقضاوت
ندی دلته ځینې قاضیان اوچارواکي
پخپله ، دتعصب په انفلونزا اخته
دی دلته سم قضاوت نه کېږي او له ناسم قضاوت څخه نه قضاوت ښه دی.
زه تاسو ته دخپل شاعر
ملګري ددې بیت سپارښتنه
کوم.
اوس ګوزاره دزړه په وینه کوو
چې حالات ښه شي بیابه مینه کوو