رڼې  ټاکنې هيله او که حقيقت؟


ولسمشرحامد کرزي د يوه فرمان په ترڅ کې دهیوادامنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې،چې د غوره ټاکنو د تر سره کيدو په موخه دې د ټاکنو د دفترونو، کارمندانو او ګډون کوونکو ډاډمن امنيت وساتي ،د ډاډمن امنيت د ټينګښت په موخه دې په مرکز او ولايتونو کې د ټاکنو د کارمندانو ،نوم ليکنې   مرکزونه ، رايه ورکوونکی او رايې د شميرلو   دفترونه وساتي  اود ښځو د زياتې ونډې اخيستنې په موخه  دې د نوم ليکنې په مرکزونو او محلونو کې ښځينه توظيف کړي .
کرزي غوښتنته کړې چې  د نافذه قوانينو په رڼا کې دې د بې طرفۍ اصل په بشپړه توګه رعايت   شي ، د هيڅ کانديد ، ګوند او اېتلاف طرفداري دې نه کېږي او له هر ډول نژادي ، قومي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني او مذهبي تبعيض او تعصب څخه ځان وساتي او د ټاکنو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې څخه دې ډډه وکړي .
 همدارنګه په دغه فرمان کې امنيتي ځواکونو ته امر شوى، چې د نوم ليکنې ،رايې ورکوونکو او د رايې د شمير مرکزونو ته دې د غير مسوول وسله والو ، د چارواکو د ساتونکواو نورو غير مسوولو کسانو د ورتګ مخه نيسي او د ټاکنو اړوند اسنادو محرميت دې وساتي.
زه پر دې ډېره تبصره نه کوم چې داشغال په حالت کې په یو هیواد کې ټاکنې څومره مشروعیت لري او څومره شونې دي چې اشغالګر هیوادونه دې هلته رښتونو  رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي .
دنړۍ منل شوي اصول دادي چې هرهیوادچې دنورو لخوا ښکېل اوچارواکي يې نوروته ایل وي وي اودنړۍ دسترو  هېوادونو او سترو ځواکونوپرمعاصرې تکنالوژۍ او پرمختللو وسلو ترستوني سنبال یونیم لک پوځیان دې پکې حاکم وي نوهغه هیواد خپلواکي ، خپله اراده  او خپله خوښه  نلري نه يې  اساسي قانون تطبیقېږي او نه فرعي قوانین .
افغانستان هم له بده مرغه نن سبا په همدې موقف کې دی دلته رښتونی واک او ځواک  دامریکا او ناټو دی افغان حکومت خپل حدود او تریوغ لاندې حقوق پېژني.
دوی واک نلري خو دواکمنۍ تمثیل کوي، دلته دامریکا سفارت  او یوناما له مشورې او لارښوونې پرته مهم تصامیم نشي نیول کېدلی .
امریکایان دلته اوږدې موخې اوژورې استراتیژۍ لري  هغوی له دې ځایه ژر وتل نه غواړي هغوی اړدي چې دلته  دیوداسې حکومت په راوستلو کې مرسته  او هلې ځلې وکړي چې ددوی باوري دوست وي اوله هغوی سره ددوی  داستراتيژیواوښکېلاکي موخو په تطبیق کې  ښه مرسته وکړي نودابه منطقي نه وي که ووایودافغانستان په ټاکنو کې امریکا یان او دلته نور میشت ځواکونه بې پرې دي .
امریکایان هېڅکله هم نه غواړي چې دلته دې ددوی دخوښې شخص په واک کې نه وی او یا دې ددوی ضد شخص ارګ ته راشي نوکله چې داسې ده اوزموږ دهیواد ځمکه اوهوااو زموږ دتصمیم نیونې ټول ریموټ کنټرولونه هم  دهغوی په لاس کې وي نودابه ساده توب او یا ځان تېروېستل وي چې ووایوپه افغانستان کې  به ټاکنې رڼې او خپلواکه وي.
افغان حکومت اونړیواله ټولنه دامني  چې دافغانستان دخاورې له سلو اویا برخې  ددولت دمخالفو وسلوالو په واک کې ده  اوپاتې دېرش سلنه يې هم چې ډېره برخه يې ښارونه دي هروخت دمخالفو وسلوالو ترګواښ لاندې ده ،دلته دارګ ، دفاع ،کورنیوچارودوزارتواو دښاغلي حکمتیارپه وینا مار (ملی امنیت  ریاست )په شمول په ډېرو مهمو وزارتونو اوولایاتو  مرګوني وسلوال بریدونه شوي چې ښيي داسیمه هم له ګواښ څخه په امن نه ده او طالبان په ډاګه وايي چې دوی چاته اجازه نه ورکوي چې ددوی په وینا،په امریکايي ټاکنوکې برخه واخلي او دې امریکايي پروسې ته مشروعیت ورکړي ددې معناداده چې ټاکنې به  نه یواځې داچې جامع، هراړخیزې او افغانستان شموله نه وي بلکې آن په پلازمېنه کې به هم سمې ترسره نشي.
تېرو تجربو ثابته کړې چې طالبان دټاکنو پروړاندې ستونزې جوړولی او په افغانستان کې ټاکنې ننګولی شي .د۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې کابل ته نږدې په میدان وردګواوغزني کې داسې ولسوالۍ وې چې چاپکې دوه رايې هم ونه کارولې خو دشپې د ولسوالیوپه مرکزونو کې صندوقونه ډک شول .
ددې ترڅنګ  په اکثرو پښتون مېشتو ولایاتوکې ولس درایو کارتونه نه دي اخستي لاملونه  يې  دټاکنودپروسې پر  شفافیت  نه باور، په ټآکنو کې دبهرنیو پراخه لاسوهنه ،له دولت او بهرنیانو څخه  نهیلي  خفګان او لیریوالی،دټاکنو دکمیسیون دپوره همکارۍ نشتون، له طالبانو وېره  دسراومال دامن نشتون، دښځینه رایو ورکوونکیولپاره کولتوري محدودیتونه  او نور دي .
دولس دسیاسی شعورکچه  مو هم ډېره ټيټه ده او په دولت او دټاکنو په، تش په نوم خپلواکه کمیسیون کې ځینې کړۍ په پښتون میشتوسیموکې دناامنۍ په پلمه عامه پوهاوی هم نه کوي ، نه په ټولټاکنوکې خلک ګډون ته هڅوي او نه يې اهمیت ور په ګوته کوي . آن په شمال کې خوپښتون ضدکړۍاو سکتارستان په پښتون مېشتو سیموکې مصنوعي جګړې هم کوي او مصنوعي طالبان هم پیداکوي.
 دډاکټراحدي ، حشمت غني احمدزي  ،قطب الدين هلال، سرور احمدزى، ډاکټر اشرف غني احمدزى، ګل آغا شېرزي  په څېر ډېرو هغو نومیالیو !!چې ځانونه يې دپښتنو مشران بلل اواوس يې دولسمشرۍ  پرتخت تکیه کولو ته خېټه په اوبو کې ايښې ده ارګ ته دننوتلو لپاره دپښتنو دښمنانو یا درایوجعلي بانکونو ته پناه وروړه . که نه ډاکټر احدي اوقاسمیاراو ډاکټر اشرف غني احمدزی او ملي خاین اودزرګونو افغانانو وژونکی دوستم ډېره لېرې خبر وه .
دایواځې کلیوالې سیمې نه دي چې خلک يې په ټاکنو کې ونډه نه اخلي ،بلکې په تېروټاکنوکې  یواځې دکابل ښار هغو یونیم میلیون وګړیو هم پکې ونډه وانخسته چې کارتونه يې اخستي و.
دټاکنو دګټلواو کمپاین لپاره  پیاوړی اقتصاد په کاردی او دکرزي په حکومت کې دعامو ،مخلصو،کار پوهو ،متخصصو اوزړه سوانده افغانانواقتصاد کمزوری او دجنګسالارانو،دنشه ییزو، انساني اختطاف،دځمکودغصب ، دستروپروژو اوامنیتي کمپنیو ددرلودونکیو،بهرنیو ته داکمالاتو کوونکیو  دوزارتونو،بانکونو او بیت المال دچوروونکیو اقتصاد دچاودېدوترحده وپړسېد.، دوی رايې په پيسو هم اخستلی شي، ښه په درز کې کمپاین هم کولی شي، ملکان  اومشران هم پېرلی شي ،نورو ته زور هم ښوولی شي خلک تطمیع کولی هم شي.
په اکثرو سیمو  په ځانګړي توګه په شمال کې جنګسالاران له خلکو  دوسلې په زور رایه اخلي، وېروي يې آن خپل هغه حریفان چې دی يي له بریا وېرېږي  وژني .
دولسمشرۍ ټاکنو ته دځان دنومولو په ورځ چې دشمال منشعبې ټلوالې نوماندډاکتر عبدالله دځان ثبتولو په غرض ورغی نوملیشويې دټولو اصولو او مقرراتو پرخلاف  په وچ زور دکمیسیون ټول ساتونکي اوددولت رسمي عسکراوملی پولیس!! خلع سلاح کړل اوخپله دهغوی پرځای ودرېدل . په داسې حال کې چې داکارغیرقانوني او وچه سرزوري ده . دټاکنو کمیسیون ته له عبدالله پرته    تر هغه ډېرمطرح کاندیدان هم لاړل خوهیچا دولتي ملي پولیس خلع سلاح نه کړل. کله چې یونوماند پردولتي ملي پولیسودومره بې باوره وي او هرچېرې خپلې ملېشې بیايي  نوله همدې څخه ددې ولس برخلیک اټکل کړئ
ټاکنې په پښتون مېشتو سیمو کې ناشونې دي  اوکه یواځې په شمال کې ترسره کېږي اوپایلې  يې پر ټول افغانستان  منل کېږي داهم بې انصافي ده او هم به ملتونه دیوبل او دولت پرضد ودروي.
  دولسمشرۍ څوکۍ او ولایتي شوراګانو ته نوماندانوسر له همدې اوس څخه درغلي پیل کړې ده  مثلا ولسمشرۍ ته هرنوماند دقانون له مخې اړ دی چې دټاکنو   کمیسیون  ته  کم ترکمه دسل زروتنو ملاتړ ثابت کړي او داملاتړ به داسې ثابتوي چې ددوی درایو ورکولو کارتونه  به ترې اخلي  ، هغه به فوتوکاپي کوي ، بیا به دهرملاتړي نوم ، دهغه دکارت نومره ،او...هغو فورمو ته چې دټاکنوکمیسیون ورکړي دي رسوي  اوبیابه ددوی ګوتې هم ددوی له نوم سره لګوي اویابه يې لاسلیکونه اخلي بیا به داټول نومونه اودکارتونو نومرې کمپیوټر ته رسوي ،ډېرونوماندانو ددې لپاره  چې فورمې يې باطل نشي او دنوماندۍ چانس له لاسه ورنکړي دوه آن دوه نیم لکه کارتونه هم ورکړي دي اولست او کمپیوتر ته رسولي دي خو داکارتونه ټول په بازارکې په پيسو پلورل شوي دي داسې کسان  هم ولیدل شول چې د پنځوس زره  کارتونو فوکاپي يې له یوتن څخه پېرلي ان ځینوخوتیار کمپوز شوي لسګونه زره  کارتونه په فلش کې ګرځول او همداکارتونه يې پر څوتنو پلورل.  ددې معناداده چې دا کارتونه ډېر تکراري اوپېرل شوي دي. دکارتونو نوي  (۹۰)سلنه خاوندان  نه پوهېږي چې ددوی کارت پرچا  پلورل شوی دی . داسې کاندیدان هم شته چې پریوتن يې زرګونه  ګوتې ایښې دي. که څه هم  دټاکنو کمیسیون وايي چې داسې وسایل لري چې داډول درغلي تشخیص کړي  خو زه پر دې باوري یم چې که دټاکنو کمیسیون په رښتیا هم داتشخیص کړي او درغلي کوونکي ددوی دقانون له مخې له نوماندۍ بې برخې کړي نویوتن نوماند  به هم پاتې نشي.
آیا دابه دنړۍ په کچه ریکارډ نه وي چې یو وزیردې ولسمشرۍ  ته ځان نوموي خو دځان له ثبتولو  درې ساعته وړاندې دې له دندې استعفی ورکړي؟ اودځان ثبتولو لپاره دې ترپایه دولتي امکانات اووسایل وکاروي. اودټاکنو کمیسیون ته دې هم ددولت په زره ضد کروزینونو کې ددولتي رنجرو په بدرګه ورشي.
 په ډېرو ولایاتوکې تراوسه یوه ښځینه پولیسه هم نشته ، په هلمندکې دوه تنه پیداشوې وې چې دواړه ددولت دوسلوالو مخلفینو له لورې ووژل شوې. نو چېرې چې یوه ښځینه پولیسه هم نه وي نوهلته به  دښځينه رایو ورکوونکیولپاره څنګه اسانتیا رامنځته شي.داخو ښکاره ده چې پښتنې مېرمنې نارینه وو ته ددرملنې لپاره نه ورځي نودرایوورکولولپاره به څنګه ورشي؟
کرزی په ټاکنو کې دځان دناپييلتوب خبرکوي خوهمدا اوس کم ترکمه پنځه تنه کاندیدان دارګ په خوښه کاندیدشوي . همدې کرزي دشانګهای په غونډه کې دده دخوښې یو تن کاندید اودبهرنیوچارو وزیر زلمی رسول ته  په نړیواله کچه کمپاین وکړ.دالا هغه مهال وچې زلمي رسول نه ځان نومولی و اونه يې له دندې استعفی ورکړې وه .
کرزي لادمخه  دټاکنواودشکایاتو په کمیسیونونو کې درئیسانو ،مرستیالانو اوکمشنرانو په شمول  خپل باوری کسان  ځای پرځای کړي دي.
نوپه داسې شرایطو کې ولسمشر کرزی ولې  دټاکنو دروڼتیا او خپلواکۍ مصنوعی اکتونه اوفیګورونه کوي .
ولې د ولس او نړیوالو په سترګوکې خاورې شیندي؟
 داچې  رڼې  اوافغانستان شموله ټاکنې شونې نه دي نوچاره څه ده او هیواد له دې کړکیچ څخه څنګه وتلی شي په بله لیکنه کې به پرې رڼاواچوو.