
ایا د کوم څه په اړه اندیښمن، خپه او یا تر
فشار لاندې یاست؟
ستاسو د خپګان علت څه کیدلی شي؟
له ريیس او یا نورو نه د پاملرنې تمه لری؟
ښايي
په ورستیو کې یو څه ستونزې مو تر شا پریښودلې، له ډیرو هڅو سربېره بیا مو هم کومه
ښه دنده نه ده تر لاسه کړي او یا به هم د اقتصادي ستونزو سره مخ یاست.
تاسې به هرو مرو همدا سوچ کوی، چې له دومره
ستونزو سره ځان بدمرغه او خپه احساس کول عادي خبره ده او تر څو چې حالت نه وي بدل
شوی، ناشوني ده چې تاسې دې کومه ذره هم
خوښي حس کړی.
خو رښتیا خبره دا ده چې:
ځان خواشینۍ حس کول په حالتو پورې نه بلکې
ستاسو په قضاوت او تعبیر پورې اړه لري چې له حالت نه یې اخلی.
۲۰۰۰ کاله مخکې اپیکتت په دا خبره پوهیده او ویل
یې چې، د شیانو حالت نه، خو دا چې موږ هر څه ته له کومې زوایې نه ګورو موږ نارامه
کوي.
سوچ وکړی، دا چې موږ څه ډول تعبیر او قضاوت
کوو پریکړه يې څوک کوي؟
د ښه او بدو تله د چا په لاس کې ده؟
د موږ د بدمرغیو اصلي علت د حالاتو تعبیر دی.
که چیرې موږ حالت د خپلو بدبختیو سبب وګڼو نو موږ ته ځان د حالاتو قرباني ښکاري او
تر څو چې حالت نه وي بدل شوي نو د بدبختیو
قرباني به پاتې یو او هماغه رول به لوبوو. که چیرې موږ د خپل رواني حالت مسئولیت
په نورو واچوو، ستونزې او نور خلک د خپل خپګان ذمه وار وګنو نو تل به د یوې بندې کوڅې
په پای کې پاتې یو.
کله مو چې د خپلې خوښۍ ذمه وارې او د خپل
ژوند مسئولیت په خپله غاړه واخیست کولی شو چې له دې لومې نه ځان وژغورو او په ژوند
واکمن شو. د ژوند کتاب لیکوال مو تاسې په خپله یاست، که چیرې د ژوند سناریو مو
خوښه نه وي نو بدله یې کړی. تاسې پوهیږی چې سناریو څنګه، او کومې دندې لري؟
په سناریو کې د یوه فلم لوبغاړي ته کرکټر یې،
عکس العمل، خبرې اترې، شخصیت او قسمت هر
څه لیکل شوي وي او څه ډول چې لیکوال لیکلي وي، هر یو باید خپل رول ولوبوي.
تاسې هم یو لوبغاړی یاست، تاسې هم د یوه کتاب
له مخې ژوند پر مخ وړئ، د یوه څه پر وړاندې ستاسو عکس العمل، کوم څوک که له تاسو
نه مخ واړوي، ستاسې پر وړاندې بې پروا واوسي او یا هم ستاسو درناوی ونه کړي او له همدې
وجه ستاسو خپګان، هر څه همدا کتاب کې لیکل شوی وي.
څه فکر کوی چې د دې کتاب ډیره برخه به چا
لیکلې وي؟
تر ټولو لویه برخه یې د موږ مور او پلار، ښوونکي
او دوستانو له خوا په ماشومتوب کې لیکل شوي. مور او پلار موږ ته راښودلې چې څه ډول
سوچ او احساس باید ولرو، څه ښه، څه بد او څه موږ خپه یا په غوسه کوي. د مور، پلار
او ښونکي سوچ طریقه مو زده کړي او تر ننه په هماغه عمل کوو. تر څو چې خپل سناریو
کتاب ته تغیر ورنه کړی تر هغه به ستاسو احساس، سوچ، رویه د تیر په څیر وي. تاسې
همدا اوس او همدا شېبه کولی شی چې سناریو ته بدلون ورکړی، تاسې ټول هغه څه له
سناریو کتاب نه باسلی شی چې تاسې ته خنډ ګرځيدلې، روحي ستونزو سره یې مخ کړي یاست،
او ستاسو د خوښۍ مخه یې نېولې.
د ژوند سناریو کې تر ټولو مهمه او حاکمه برخه
ستاسو سوچ او نظریه ده.
که چیرې تاسې پخوانۍ نظریه او سوچ ته اجازه
ورکړی چې ستاسو د ژوند پریکړې وکړي نو کنټرول له لاسه ورکوی او د نورو په خوښه
ژوند ته دوام ورکوی.
کوم منفي سوچونو تاسو ته ژوند مشکل کړی؟
کوم ضرر رسونکي فکرونه باید بدل کړی ددې
لپاره چې له خفګان نه خلاصون پیدا کړی؟
د خپل
ژوند، احساس او نظریې مسئولیت په خپله غاړه واخلی، له هغه ورسته کولی شی چې ځان
ازاد احساس کړی او خپلې موخې ته ورسیږی.
ژباړه: زرمینه روهي