غمی

محمداسمعيل يون
 
دا د جهل يخ مې ويلې کړه  په سر کېخدايه! ډوب مې کړه د اور په سمندر کې
ما د ژوند په نوم شېبه نه ده څکلېپام چې دا راته حساب نه کړې محشر کې
دا بې روحه حس مې لږ په خوځېدو کړهسره سکروټه مې راټينګه کړه وزر کې
هره شپه د شمشاد زړه کې هوسۍ وليهره شپه ښکاري ولاړ وي په خيبر کې
هره ورځ فتوا د خدای(ج) له کوره خېږيهره ورځ وينه پرته وي په ممبر کې
هر ښامار چې هوس راوړي تر دې ځايهغاښ يې مات شي يا په لر او يا په بر کې
هغه سر په سر کې کله حسابېږيچې د سر خطر يې نه وي په خطر کې
که مې رانه وړ، زره زره مې سېزهته د مينې غمی کېږده راته لمر کې.

۱۳۹۲- جوزا- ۶
کابل