ګران خوشال روهي ته داوښکومړاوی ليک ( داستاد روهي ددولسم تلين په مناسبت )

ته يوازې وې ؟ تادخپل پلارجنازه يوازې پورته کړه ؟ هغه خودعلم اوپوهې يوغرؤ . تادهغۀ روح ته څنګه اوږه ورکړه ؟ تاپه کوم زور هغه له ځمکې پورته کړ؟ ايانه هيلی نه شوې ؟ شاو خوا دې ونه کتل ؟ کتلي به دې وي ! څومره به نهيلی شوی يې ! هېڅوک به نه وو ، ته به يوازې وې ! ګڼ شمېرخپلوان به دې سترګوته ودريدلي وي ، وطن به دې يادشوی وي ، کلی به دې ياد شوی وي ، خپله هديره به دې ياده شوي وي ! اوکه يوازې په غمونوکښې به ډوب وې اودمينې دغره جنازه دې وړله ؟ووايه (( اجمل )) هم درسره و اوکه نه ؟ کټ _ خوڅلوربازوګان لري اوتاسوخودوه وروڼه وئ . ووايه نوربازوګان چانيولي وو؟ خپلو که پرديو؟ اجمل خوتل دګل په شان غوړيدلی و، ووايه دخپل پلاردعاطفې مينې دبرجونونړيدودهغه ګل ځواني دملاتيرکوږکړکه نه ؟ موږ ډېرليرې وو ډېربې وسه ، خوتاسې به ډېرډېربې وسه وئ . ضروربه مودخپل وطن هربوټی ، هره تړه اوهرسړی سترګوته ودريدلي وي ! روهي صاحب خودخپل هېوادسره ډېره مينه درلودله . وايي چې دمسافروپه پردي وطن کښې ځنکدن ډېرسخت وي ، خپل وطن يې سترګوته ودريږي . ووايه دروهي صاحب ځنکدن څنګه و ، خپل وطن يې سترګوکې ډېرګرځيده که څنګه ؟ ايادځنکدن په وخت کښې مودهغه مخ دوطن قبلې ته راړولی وکه نه ؟ اوکه دا ارمان موهم ورته پوره نه کړ؟ له مانه خوبه ډېرګيله من وې ځکه زمااوستاخودزړۀ ياري وه، کاشکې خدای پاک په مينې نه وای مين کړی که نه نواوس خويې بايدوزرونه راکړي وای چې دخپلې مينې دځنکدن وروستي سلام ته خوورغلی وای .   ګرانه خوشاله ! يوځل بياراته ووايه کله چې راسره مخامخ شوې مخ خوراڅخه نه اړوې اوداخو به راته نه وايې چې ډېربې ننګه وې دخپل فرهنګ يوبل ستوری موهم په پردي وطن کښې له رڼاپريوت ؟ ته خبريې چې زماپه زړه کې څه تيريږي ؟ دغم مورپکې ځاله کړې ،هره ورځ يوغم پکښې يوغم زيږوي . ته که له ماسره مخ شې ته خوبه ضرورله مانه مخ اړوې خوزه دې کله پرېږدم . زماپه زړۀ کښې خواور دی ، داوښکوسيندونه دي  زه داچاته تش کړم . ته خوښه وې له نږدې دې دعواطفواو مينې دکوه طورجنازه وليدله اوتنده به دې ښه تشه کړې وي خوکاشکې يوځل يوبل سره مخ شواوخپل زړونه يودبل په زړۀ کيدواو ګورو چې دچاپه زړۀ کې داورغرونه زياتې زلزلې کوي .     ګرانه خوشاله ! دمينې دالهې (( روهي صاحب )) پرقبرباندې لکه دبينواصاحب داخبره : (( دا دپردېس عبدالرؤف بېنواقبردی که پښتنوزلميوکښې چېرته متره پيداشوه نوهډوکي دې خپل وطن ته يوسي )) ليک کړئ اووليکئ : (( دا دلوی افغان ليکوال اوپوهاندمحمدصديق روهي قبردی .که پښتنوزلميوکښې متره چېرته  پيداشوه نوهډوکي دې خپل وطن ته يوسي )) بيانوکه يووخت زمونږدکړيدلي اومړاوي ملت روح وغوړيده نوبيابه يې دهېواد په مينه کښې ستړي هډوکي خپل وطن ته راوړي او زمونږددې مسافرپوهاندټکلی روح به ارام شي . په ټپي مينه ستابې وسه يون 1375.2.29