ايران دامريكادسياست دبدلون غوښتنه وكړه

دايران دبهرنيوچارووزيرمنوچهرمتكي دامريكادنوي ولسمشرباراك اوباماڅخه غوښتي چې منځني ختيځ ته ډېره پاملرنه وكړي                                               
ښاغلې منوچهرمتكي دتېرې سه شنبې په ورځ وويل زه دامريكانوي رئيس جمهورباراك اوباماته توصيه كوم چې په جدي ډول دمنځني ختيځ حالاتوته پام واړاوي ده زياته كړه پدې تېرواتوكالونوكې دامريكاسياست دټولې نړۍ په وړاندې اوپه ځانګړي ډول دمنځني ختيځ په وړاندې له سختوننګونوسره مخ وودايران دبهرنيوچارووزيرمنوچهرمتكي داخبرې دباراك اوبامادلوړې دمراسيموسره يوځاى څرګندې كړي هغه ويلې دامريكانوي حكومت هم دامريكاپه پخوانيوحكومتونونېوكه كړي دده په ويناداچاربه دامريكاحكومت دېټه اړباسي چې په يوه داسي نوي سياست له سره غوروكړي چې دامريكا دولس اوحكومت ګټې به پكې نغښتې وې اودنورې نړۍ لپاره به هيڅ مزاحمت نه كوي دايران دبهرنيوچارووزيرمنوچهرمتكې ددې پوښتنې په ځواب كې چې دايران دولت به دامريكادنوي دولت سره څه ډول اړيكې ولري ده وويل دابه دامريكادنوي حكومت دتګلارې وروسته په ډاګه شي