
لړ لیک
سوداګریز پیغامونه پلانول.................................................................................................................6
د توضیحاتو لړلیک
Pre-Test/Post Test
نوم:...........................................
دنده:...........................................
نومری:.......................................
نیټه:...........................................
لاسلیک:......................................
………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..…………………
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………د راپور د ډولونو نومونه واخلی…………………………………………………………………………………………………………………………. ………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………
………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………د راپور مهمی برخی کومی دي؟…………………………………………………………………………………………………………………………..
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………د راپور مهمی برخی څنګه طرح کړو؟……………………………………………………………………………………………………………………
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………..……………………………………………………………………………………………………………………….…………………………………………………………………………………………………………………………………….………………………………………..
که تاسو غواړی چی کوم سوداګریز پیغام په اغیزمن ډول ولیکی نو تاسو باید پوره پلان ورته ونیسی، ترتیب یی کړی، سکیچ یی کړی(مسوده یی برابره کړی)، بیا کتنه یی وکړی، پروف یی ولولی.
د پلان نیونی پنځه ګامونه:
ددی لپاره چی اغیزمن اوسی نو لاندی ټکو ته متوجه شی:
-
خپلی موخی معلومی کړی
-
خپل مخاطبین(لوستونکی او اوریدونکی) و پیژنی
-
خپله مفکوره وټاکی
-
مفروضات ټول کړی ترڅو له مفکوری مو ملاتړ وکړي
-
خپل پیغام ترتیب کړی
ستاسو پیغام باید دوه اړخیز وي(۱): ستاسو دلیل ستاسو د پیغام لپاره او بل (۲): د خپل پیغام په واسطه د ښو اړیکو تامینول.
دا تر ټولو مهمه ده چی د خپل پیغام موخه معلومه کړی چی ایا معلوماتی دی، ښه خبر دی، بد خبر دی، کوم نکل دی، او یا هم که تشویقی بڼه لري.
لاندی ځینی مثالونه شته چی موضوع لا واضح کوي. په ښه ډول یی ولولی چی در معلومه شي چی تشویقی دی او که معلوماتي؟
پروپوزلونه په عمومی ډول تشویقی بڼه لري، پروپوزلونه په عمومي ډول د لاندی موخو لپاره لیکل کیږي:
-
چی ستونزه حل کړي
-
چی یوه تګلاره بدله کړي
-
چی پوښتنو ته ځوابونه ومومي
-
چی مشوره ورکولای شي
-
چی په کومه چی د دواړو ډلو د خوښی وړ وي، په اړه یی تحقیقات ترسره کړي
-
د علمیت کچه: مهمه ده چی د لیکلو ترمنځ توازن په نظر کی ونیول شي. د لوستونکی د علمیت او پوهیدا کچی ته نظر وکړی. که د هغه د علمیت له کچی یی لوړ لیکی خو ورته سخته ده چی پری پوی شي او که د هغوی له کچی یی ټیټ لیکی نو ورته خسته کُن تمامیږي. زه یو ځل بیا در یادوم چی هڅه وکړی چی د لیکلو پرمهال توازن په نظر کی ونیسی. د ښه توازن لپاره مهمه ده چی د لوستونکو او اوریدونکو په اړه ډیر پوی شی. تاسو باید پوی شی چی لوستونکي مو په موضوع پوهیږي او کنه، او په دی هم باید وپوهیږی چی ایا لوستونکی مو په استعمالیدونکو جارګونونو(هغه اصطلاحات چی د یوه ځانګړی مسلک او یا یوی ځانګړی ډلی په اړه مشهور وي او نور پری نه پوهیږي) پوهیږي او هغوی نه سرګردانه وي. په دی باید پوی شی چی په خپلو لیکلو سره د خپلو لوستونکو وخت نه ور ضایع کوی؛ که انګریزی یی خپله ژبه نه وي نو هڅه وکړی چی اسان او عام لغات وکاروی او دسختو هغو ورتیر شی.
-
د مراتبو سلسله په نظر کی ونیسی: د لیکلو پرمهال هغه که هرڅه وي، د مراتبو سلسله په نظر کی ونیسی. چاته یی لیکی، او په خپل دفتر کی په کوم مقام او رتبه کار کوي.
-
برعلاوه، تاسو باید پوی شی چی ایا ستاسو مخاطبین(لوستونکی او اوریدونکی) د اداری دننه دي او که د باندی. په دواړو صورتونو کی باید تاسو متوجه واست، خو د ادرای څخه و دباندی لوستونکو ته تاسو باید ډیر زیات متوجه واست، ځکه هغوی ستاسو لیاقت،استعداد،تواناییو او د تحصیل په کچه باندی نه دي خبر. هغوی یواځی ستاسو لیکل لولي. هغوی ستاسو په لیکلو باندی ستاسو استعداد،لیاقت او توانایی او د تحصیل کچه جاجوي.
-
تعداد: د مخاطبینو تعداد باید له نظر څخه و نه غورځول شي. په ولایتی ژورنال کی لیکل له ملی هغه څخه په اغیز،تاثیر غورځولو کی توپیر لري. یوه سړي ته په لیکلو کی ډیر احتیاط وکړی. هغه یو مه شماری، هغه ته د یوی ډلی دغړي په حیث وګوری.
-
د خپلو مخاطبینو تشویشونو،هیلو، توقعاتو، او اړتیاوو ته په ټیټ نظر ونه ګوری. لوستونکو او اوریدونکو ته باید په لیکلو کی ګټه پرته وي. په دی ماده پرسته نړی کی، د ټکنالوجی په دی دوران کی او د زمانی په دی سرعت، حتماً باید لوستونکو او اوریدونکو ته په لیکلو کی یو څه د ګټی باید پراته وي.
-
د کلیدی مخاطب په نښه کول: په لوستونکو او اوریدونکو کی ځینی داسی لوستونکی او اوریدونکی هم شته چی په نورو لوستونکو او اوریدونکو خپل اثر او اغیز پریښودلی شي. ځکه چی هغوی اغیزناک دي او په خلکو باندی نفوذ لري. دوی کولای شي چی ستاسو د وینا په مهال درته په \"درد سر\" تمام شي. او یا هم امکان لري چی ستاسو د پروپوزل د \"رد\" سبب وګرځي. نو ځکه مونږ درته مشوره درکوو چی کلیدی مخاطبین مه هیره وی.
-
د مخاطبینو احتمالی غبرګونونو ته تیار اوسی: د ځینو جملو د لیکلو پرمهال په نظر کی ولری چی په دی ټکي او په دی نقطی کی به لوستونکی او یا هم اوریدونکی خپل غبرګون ښیي. نو ځکه باید لیکوال او یا هم ویناوال تیار وي چی له خپلو لیکلو او یا هم وینا څخه دفاع وکړي ترڅو دهغه احتمالي غبرګون د اغیز کچه کمه کړي.
-
ځان د مخاطب ځای کی ونیسی؟؟؟ خپل پیغام ته د مخاطب(لوستونکی او اوریدونکی) له سترګو وګوری. د هغوی ارزښتونه، وضع، رتبه او تحصیلی سویه په نظر کی ونیسی.
-
که تاسو د کوم پیغام په ځواب کی لیکل کوی نو دا اسان کار دی؛ که تاسو پیغام په پوره ډول ولیکی نو پوی به شی چی څه ولیکی. که غواړی چی په هغه پیغام کی کوم څه ولیکی نو په پوره ډول یی په توجه سره ولولی،
-
که غواړی چی کوم شی په خپله ولیکی نو دا کار لږ څه ستونزمن دی. ځکه چی ته خپل ځان ته هسی ستونزی ګوری، په ځان باور نه لری، ځان ته خنډونه لټوی، ته فکر کوی چی ته نه پوهیږی چی لیکل به وکولای شی او کنه. که غواړی چی په خپله یی ولیکی، نو یو پیغام ته انکشاف ورکړه، یو راپور ولیکه، یو پروپوزل ته انکشاف ورکړه هغه چی:
-
ته پری ښه پوهیږی.
-
ته په کی ډیره دلچسپي لری
-
سروی کول:
-
د خپل دفتر د اسنادو او فایلونو لیدل هغه که اونیز او یا هم میاشتني راپورونه وي.
-
مغزی طوفان جوړول: د نظریاتو شریکولو لپاره غوره میتود
-
د غونچه کولو میتود: دغه میتود دلومړنیو معلوماتو لپاره ښه په درد خوري. په مغزی طوفان او غونچه کولو میتودونو کی نظریات مه سانسوره وی. که تاسو د ګډونوالو نظریات ورسانسور کړل نو هغوی به له نظر ورکولو څخه بی برخی کړی او هغوی به هیڅکله بیا نظر ورنه کړي. هیڅکله د هغه نظر په اړه چی ستاسو له موضوع سره تړاو نه لري منفی فکر مه کوی.
-
د مشاهدی میتود به بله غوره لار وي چی معلومات پری را غونډ شي.
په یاد ولری چی ټول راغونډ شوي مفروضات د پیغام په لیکلو کی په درد نه خوړل کیږي. ستاسو راغونډ شوي مفروضات ځلا او تصویر ورکولو ته اړتیا لري. برعلاوه، مفروضات باید برابر شي، اصلی موضوع باید ښکاره ولیکل شي او نور مثالونه، قضیی او کیسی یی باید لا روښانه کړي.
خپلو لیکلو پرمهال تاسو کولای شی چی له مستقیم او یا هم غیرمستقیم میتودونو څخه هم کار واخیستلی شی. خو دا هرڅه ستاسو په پیغام پوری تړلي دي.
که پیغام وي:
-
تشویقی
-
بدخبر
-
ښه خبر
-
معلوماتی
-
غیر جنجالی
-
د پیغام پیل او پای:
-
توجه جلبوونکی جملی: تاسو به اوریدلی وي چی د یوچا ژوند د پیل او پای کیسه به ډیره مهمه وي. نو تاسو ته مشوره درکوو چی د خپل پیغام پیل په داسی جملو سره وکړی چی توجه را جلب کاندي او پای په داسی ټکو سره وشي چی د ښو اړیکو د جوړیدا سبب وګرځي.
-
اووه C’s په نظر کی ونیسی: دا چی ددغو اوو کلیمو پیل د انګریزی (C) توری باندی کیږي نو ځکه ورته اوو C’s ویل کیږي. دغه اوو سی ګانی د یوی ښی لیکنی او یا هم یوی ښی وینا د اندازه کولو واحد ګڼل کیږي. د اوو سی ګانو په وسیله تاسو کولای شی چی یو پیغام مناسب، ښه، ډیر ښه او یا عالی قضاوت کړی. دغه اوو سی ګانی په لاندی ډول دي:
-
د اړتیا وړ معلومات ورکړی
-
ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووایاست
-
اضافی معلومات هغه وخت ورکړی چی اړتیا یی لیدل کیږي.
د مختصروالي معنی دا چی تاسو یو څه په داسی ډول سره وایاست چی لنډ او کم خو پُرمفهوم وي. په داسی ډول سره باید خپل پیغام وړاندی کړی چی نوره (سی) ګانی په کی زیان ونه مومي.
مختصر والی په لاندی ټکو په نظر کی نیولو سره منځ ته راځي:
-
له ډيرو کلیمو څخه د ډکو جملو لری کول او دهغوی لنډول
-
یوازی او یوازی مربوطه مواد سره یو ځای کول
-
له غیر اړین (ضروری) تکرار څخه مخنیوی
-
د Passive Voice پرځای د Active Voice استعمال
-
د مرکبو ربط تورو پرځای د ساده ربط تورو استعمالول
د پیغام د لیکلو پرمهال،مخاطب مه هیره وی
خپل ځان د مخاطب په ځای کی وګوره
په \"تاسو\"باندی زور راوړه نسبتا و \"زه\" او \"مونږ\" څخه
اوریدونکو او لوستونکو ته په لیکلو او وینا کی درناوی او ګټه وښیه
له \"منفیاتو\" تیر شه؛\"مثبت\" اوسه!
مشخص واقعیتونه او ارقام په نظر کی ونیسی
ژوندي او تصویر جوړونکی کلیمی په نظر کی ونیسی
-
دا کار اسان نه دی، ځکه د یو کس مغزی فلتر له بل هغه توپیر لري
-
کلیمی مختلفو خلکو ته مختلفی ماناوی لري
-
لنډ او عام کلیمات وټاکی
-
د ژبی سیی کچه په نظر کی ونیسی
-
دقیق واقعیتونه، شمیری او کلیمی په نظر کی ونیسی.
-
ګرامر،هیجی، نقطه ګذاری په نظر کی ونیسی.
-
مجموعه دوځلي وګوری
-
هغه واقعیتونه چی دوخت په تیریدو سره بدل شويدي هم په نظر کی ونیسی
-
پای
-
د پیغام پای په مثبت، مودب او صمیمی ډول سره وکړی.
-
هر ډول \"بخښنه\" له اخري پاراګراف څخه په مخکی پاراګراف کی ځای کړه
-
له مرسل الیه څخه مخکی له مخکی مننه مه کوی.
-
خاکه جوړول(سکیچول):
-
تاسو کولای شی چی خپله خاکه هغو عنوانو ته چی په لاس کی یی لری په پراختیا ورکولو سره منځ ته راوړی.
-
مهمه ده چی دغه پاراګرافونه دی د راپور او یا هم د یو ډول یادښتونو شکل ولري؛ دا به اسانه وي چی یو څوک دی په پاراګراف باندی نسبتا و یادښت ته خپل غبرګون څرګند کړ.ي
-
که چیری تاسو خپله خاکه برابر کړی او بیا،بیا یی ولولی نو تاسو به وکولای شی چی په خاکه کی لا نور بدلونونو ته مخه کړی.
-
دا به له تاسو سره دا مرسته هم وکړي چی خپل کار ته لا انکشاف ورکړ
-
مُرور
-
ایا ستاسو پیغام موخه لاس ته راوړه؟
-
ایا تاسو د پیغام د محتویاتو مطابق روِش غوره کړی؟ مستقیم او غیر مستقیم؟
-
ایا ستاسو مطلب مُمِدمواد له ځان سره لري؟
-
ایا ستاسو ژبه پوره، مختثصره، متوجه، جامده، واضح، مودبه، او سیی ده؟
-
ایا تاسو د جملو په جوړښت کی له تنوع څخه کار اخیستی؟
-
د ضروری معلوماتو اضافه کول او دغیر ضروری معلوماتو لری کول.
-
په یاد ولری چی له لوستونکی سره په وعدو ولاړ پاتی یی.
-
ایا ستاسو لهجه، تشریفات د مخاطبینو د کچی سره برابره ده؟
-
ایډیټ او پروف لوستنه
-
د خاکی له لیکلو وروسته، خاکی ته ځلا ورکړی.
-
ایډیټ او پروف لوستنه ددی لپاره هم مهمه ده چی هیجی، نقطه ګذاری، او د کلیمو سیی استعمال یقینی کړای شي.
-
پروف لوستنه بیا هم هومره وخت اخلي څومره چی \"خاکه\" یی اخیستی وو.
-
خپله خاکه د پروف لوستنی لپاره خپل فوری مشر، همکار، او یا هم کوم بل داسی چا ته چی تاسو یی د لیکلو توانایی ته درناوی لری ورکړی
-
ایډیټ دی په پینسل سره په کاغذ ترسره شي.
-
د ټایپینګ غلطی مه هیره وی.
-
مانا دا چی په پروف لوستنه کی ټوله توجه سطحي وي نه ژوره، متن ته زیاته ،محتویاتو ته لږه توجه ورکول کیږي.
-
ولی پروف لوستنه؟
-
د پروف لوستنی یواځینی موخه دا ده چی د یو لیکل شوي متن هره یواځینی غلطي په نظر کی ونیول شي.
-
په یاد ولری چی یوه او دوی غلطی په پروف کی په لوستونکی باندی کوم بد اغیز نه شي پریستلی خو بیا هم لیکوال په خپله یو څه د خپل کار په اړه بی تفاوته بلل کیږي او دا ذهنیت هم پیدا کیږي چی لیکوال او یا هم ویناوال د خپلو مخاطبینو په کیسه کی نه دی.
-
بی غیر له غلطیو موندلو، د پروف لوستنی یوه بله ګټه داده چی تاسو به په خپلو هغو غلطیو چی په مکرر ډول یی ترسره کوی پوی شی.
-
پروف لوستنه به درسره مرسته وکړي چی پیښی شوی غلطی په اینده کی تکرار نشي.
پيژندګلوي:
مخکی له دی چی د موضوع منځ ته ننوځو راځی چی د نن ورځی دفتري کارونو ته وګورو؛ له څومره ستونزو سره مخامخ یو، تحقیق او پلټنه د ستونزو د حلولو لپاره زمونږ د د فتري کارونو روزمره فعالیتونه جوړه وي. نو د همدی لپاره مهمه ده چی یو څوک دی په موندل شوو او پلټل شوو معلوماتو راپور ولیکي.
ځینی راپورونه داسی دي چی ډیره تشریفاتي بڼه په لیکلو او په ظاهر کی لري. خو داسی راپورونه هم شته چی خورا غیر تشریفاتي دي. د راپور اصلی دنده داده چی ستونزی په اړه یو اړخیز قضاوت ونه کړي. راپور باید په واقعی معلوماتو ولاړ وي. معلومات په مفروضاتو، وقایعو، او سوانحو او یا هم دی ته ورته توکو ولاړ و.ي؟؟؟ راپور باید، هڅه وشي چی په معیاري ډول ولیکل شي.
تعریفونه:
پوهان په دی اړه مختلف نظرونه او تعریفونه لري. ځینی خلک راپور داسی تعریفوي چی\"راپور د مفروضاتو او معلوماتو لیکلی پریزنټیشن دی\" ځینی نور بیا په دی باور دي چی راپور یواځی او یواځی یو تشریفاتي پریزنټیشن دی. خو بیا یو بل ډیر منل شوی تعریف هم لرو چی وایی: راپور یو منظم او با هدفه افهام وتفهیم د واقعی معلوماتو دی چی د یو هدف لپاره په لار اچول کیږي.
د راپور مانا هغه څه دي چی راپور یی په خپله پیشنهاده وي: کله،کله نو راپور د ابتدایی تحقیقاتو ، د پیښی څخه دلیدنی دموندنو، د معلوماتو د سپړنی تفصیلی ټولګه وي.. راپور هغه چا ته ورکول کیږي چی په راپور کی یی ذاتی ګټی وي او یا هم د راپور له موضوعاتو سره یو ډول تړاو لري.
د آکسفورد ډیکشنري راپور په دی ډول تعریفوي: راپور په خپله د یو ډول سپړنو، تحقیقاتو او یا هم د کومی بلی موضوع چی ورباندی معلوم الحاله معلومات وړاندی شوی وي، د واقعیتونو یوه مجموعه بلل کیږي.
د سوداګریزو او صنعتی زده کړو لپاره برطانوی اداره راپور په لاندی ډول تعریفوي: راپور هغه سند دی چی یوه ستونزه په کی تعریف شوی وي، معلومات،موندنی او سپارښتنی په کی د حل په موخه پیشنهاد شو وي؟؟
یا هم راپور د حقایقو او یا هم موندنو منظم جوړښت دی ترڅو د سپارښتنو لپاره بنسټیز رول ادا کړي. راپورونه په عمومی ډول د مشخصو مقاصدو د ثبت او د لوستلو وړ موضاعاتو په موخه لیکل کیږي.
راپورونه په عمومی ډول خپل ځانګړي فارمټونه لري چی د معلوماتو د انتقال په موخه ورڅخه ګټه پورته کیږي؛
یو راپور همدا ډول د پیښو او حقایقو په رښتینی مانا ښکارندوی دی چی د هغه څیزونو په اړه چی له لوستونکی څخه په یوی فاصلی کی ترسره شوي یو کُلی تصویر وړاندی کړای شي.
په پرمختیایی سکتور کی، راپورونه ددی لپاره لیکل کیږي ترڅو وکولای شي په پیښو،فعالیتونو، مشاهداتو، ملاقاتونو، غونډو، روزنیزو ورکشاپونو باندی معلومات و همکارانو، آمرینو،د بورد غړو، تمویلوونکو ته وړاندی او اړیکه ټینګه کړي.
له همدی کبله په ادارو د راپور لیکلو بیلابیل فارمټونه شتون لري او ګټه تری پورته کیږي. تر اوسه پوری څو محدود معیاری فارمټونه شتون لري چی ورڅخه ګټه پورته کیږي خو یو شی په یاد ولری چی ددی ټولو فارمټونو ترمنځ ډیر واړه توپیرونه شتون لري چی له یو بل څخه یی بیل کړي.
په دی وړوکی منول کی مونږ ددی ډول فارمټونو په ډیرو ابتدایی فارمټونو، جوړښتونو، محتویاتو چی په راپور ورکولو کی ورڅخه ګټه پورته کیږي خبری کوو.
د راپور لیکلو لپاره دلایل:
راپور لیکنه یو نړیوال فعالیت دی او هره اداره یی د بیلابیلو موخو لپاره ترسره کوي؛ ځینی وخت راپورونه د یو کس له خوا او یا هم د نورو سره د همکاریو لخوا لیکل کیږي. هره څانګه او ډیپارټمنت د خپلو راپور لیکلو ځانګړی د راپور ورکولو سیستم له ځان سره لري چی د معلوماتو ادلون بدلون یی په واسطه ترسره کیږي.
راپورونه د مختلفو دلایلو لپاره لیکل کیږي چی په لاندی ډول دي:
راپورونه کیدلای شي چی:
لنډ راپورونه کیدلای شي چی:
-
د غونډو راپورونه
-
د فعالیتونو او پروژو د کاري جریان راپورونه:
-
معرفي(د پروژی هدف او ماهیت)
-
د راپور ورکونی تر نیټي پوری د تکمیل شوو کارونو تفصیلات
-
غیر مترقبه ستونزی(که کومه پیښه شوی وي)
-
حلونه که د ستونزو د حل په موخه منځ ته راغلی وي
-
د راتلونکی راپور ورکونی تر مودی پوری کاري پلان
-
خلاصه(د پروژی هر اړخیزه جریان څارل)
-
دوره یی راپورونه:
وخت،اوضاع او اړتیاوو ته په لیدلو سره مونږ د راپور مختلف ډولونه او اقسام لرو خو دلته یی په هغو څو ډولونو خبره کیږي چی خورا زیات اهمیت او شهرت لري.
راپورونه د مختلفو اهدافو لپاره لیکل کیږي خو هر څه چی دي، بیا هم باید ځانګړی جوړښت له ځان سره ولري، ښه پلان نیونه ورته ترسره شي، په راپور کی راغلي معلومات باید په منطقی او خلص ډول سره وپییل شي. لاندی برخی به له تاسو سره د راپور په جوړښت کی مرسته وکړي او تاسو ته به د راپور جوړونی په موخه پیشنهادات او تخنیکونه وړاندی کړي.
علمی راپورونه شاید د لابراتوار راپور،تخنیکی راپورونه، همدا ډول د کار دموقعیت او یا هم د کارخانو څخه دلیدنی، او یا هم دکاري ساحی څخه د لیدنی راپورونه له ځان سره ولري.
-
د لنډو راپورونو لپاره سپارښتنی
-
اصلی او عمده برخو ته انکشاف ورکول
چک لیست: د لنډو راپورونو اصلی برخو ته انکشاف ورکول
معرفی
-
د مهمو برخو عنوان ګذاري کول:
د عنوان ګذاری پرمهال باید تاسو د عنوانونو په ډولونو، اندازی او موازی والي پوی شی.
-
د عنوانونو ډولونه
موضوعی عنوان چاره یی(بدیل یی)
تاریخ د ستونزی تاریخ(نومونه او یا هم لنډ عبارتونه استعمال کړی)
شالید(پس منظر) د شالید موضوعات
بشپړی جملی چاره یی(بدیل یی)
د عنوان ګذاری پرمهال تیاری مهم دی لیکوالان باید د عنوان ګذاری پرمهال پوره اماده ګی ولري
امریه جملی چاره یی(بدیل یی)
د عنوان ګذاری لپاره تیاری ونیسی مخکی له لیکلو نظریات برابر کړی
مختلف چاره یی(بدیل یی)
د عنوان ګذاری لپاره تیاری نیول مخکی له عنوان ګذاری تیاری نیول
د عنوان ګذاری درجه |
Numeral-Letter Combination د شمیرو-تورو ترکیب |
اعشاروی سیستم |
Letter-Numeral Combination د تورو-شمیرو ترکیب |
1st 2nd 2nd |
I. A. B. |
1.0 1.1 1.2 |
A. 1. 2. |
1st 2nd 3rd 3rd 2nd 3rd 3rd 4th 4th 5th 5th 1st 2nd 3rd 3rd |
II. A. 1. 2. B. 1. 2. a. b. (1) (2) III. A. 1. 2. |
2.0 2.1 2.11 2.12 2.2 2.21 2.22 2.221 2.222 2.2221 2.2222 3.0 3.1 3.11 3.12 |
B. 1. a. b. 2. a. b. (1) (2) (a) (b) C. 1. a. b. |
1st 2nd 2nd |
IV. A. B. |
4.0 4.1 4.2 |
D. 1. 2. |
د شمیرو-حروفو ترکیب په سوداګریزو ښونځیو کی ځانګړی ځای لري. په امریکایی ښونځیو کی اعشاروي سیستم کم ځای لري. باندنی کمپنی له دی سیستم څخه ګټه اخلي او په تخنیکی راپورونو کی ورڅخه ګټه پورته کوي.
د حروفو-شمیرو ترکیب د هغوی له خوا په کار وړل کیږي چی څوک د اصلی عنوانونو څخه مخکی توری استعمالوي او نه غواړي په راپورونو کی له رومی شمیرو کار واخلي.
ځینی لیکوالان لومړی درجه عنوانونه د صفحی په منځ کی ځای پرځای کوي، په غټو حروفو یی لیکي او توره وي یی(boldface) استعمالوي. ځینی نور بیا بل ډول اختیارونه کاره وي.
ستاسو لیکوال، د مثال په ډول، ورته فارمټ څخه د ددی مسودی په برابرولو کی کار اخیستی دی.
لومړی درجه عناوین
(په غټو حروفو لیکل، په چپه حاشیه کی ځای پرځای کول)
دویمه درجه عناوین
(تور شوي، چپه حاشیه کی نثر ته ورته ډول باندی پیلول)
دریمه درجه عنوانونه
(کله چی لومړی کرښه له نورو کرښو لږ وروسته ولیکل شي، چپه حاشیه کی نثر ته ورته ډول باندی پیلول)
څلورمه درجه عناوین
(intended:کله چی لومړی کرښه له نورو کرښو لږ وروسته ولیکل شي، له نثر سره په یوه کرښه د عنوان پیلول)
دا مهمه ده چی د لیکلو پرمهال تړاو موجود وي.
-
موازی والی په عنوان لیکلو کی
موازی والی (ټول موضوعی عنوانونه-عبارتونه) موازی والی(ټول عنوانونه امریه جملی) موازی والی(ټولی جملی او
مختلفی)
د عنوان ډولونه وټاکی د عنوان ډولونه
د عنوان ګذاری فارمټ د عنوان ګذاری ډول وټاکی د عنوان ګذاری د ډول ټاکل
د راپور موخی اوسنی راپورونه وساتی راپورونه باید تازه وي
چک لست: د عمومی او فرعی عنوانونو په اړه پنځه خبرداري
ترټولو مهمه موضوع په اول درجه عنوان کی ځای پرځای کړی
-
اوږد راپور
-
یو راپور د امریکی د هستوی تنظیماتو اداری ته په ۱۸۰ پاڼو کی لیکل شوی وو
-
هغه راپور چی د امریکی د موټرو کمپنی ته لیکل شوی وو ترڅو موټر دی په مکسیکو کی جوړ شي په ۳۰۰ پاڼو کی لیکل شوی وو.
-
هغه راپور چی د ۱۱ سپټمبر په اړه لیکل شوی وو ۱،۱۰۰ صفحی یی درلودلی.
یوه اوږده راپور ته رسمی هم ویل کیږي خو د ژبی د استعمال له وجی نه. یو راپور ته هله رسمی ویلی شو چی تفصیلات، د خوښی وړ معلومات، مقدماتی معلومات، بصری او ممد معلومات له ځان سره ولري.
موضوعات ځینی وختونه پیچلی او نښتلی وي.
-
مقدماتی برخی:
-
تنه
-
تکمیلی برخی
پوښ لومړنی هغه څه دی چی راپور اخیستونکی ورسره مخامخیږي نو ځکه باید ډیر جذاب وي. همدا ډول امکان لري چی پوښ به ځینی انځورونه هم له ځان سره ولري. که چیری راپور د کوم محصل لخوا برابر شوی وي نو په دی صورت کی به عمومی پوخ او عنوان پاڼه یو ډول وي.
عنوان پاڼه باید د راپور عنوان او نوم له ځان سره ولري. عنوان باید په داسی ډول سره تعین شوی وي چی د راپور دننه موضوعات په پوښښ کی ونیسي. همدا ډول دغه پاڼه د لیکونکي او برابرونکی اداری او کس په اړه معلومات وړاندی کړي. د مرسل الیه په اړه باید د معلوماتو له ورکړی ډډه ونه شي. نیټه او د تسلمیدو د ځای هم مه هیره وی. عنوان پاڼه باید په هنري ډول طرح شي هغه ځکه چی د مرسل الیه سترګی د لومړي ځل لپاره په عنوان پاڼه لګیږي. کولای شی چی د کمپیوټر په واسطه مخکی له مخی برابر شوي ډیزاینونو څخه ګټه پورته کړل شي.
د عنوان پاڼی نمونه:
نمونه:
هڅه وکړی چی فهرست په پای کی هغه مهال چی ټول عناوین مو په ښه ډول سره ځای پر ځای کړل او د صفحو شمیره مو نهایی کړه، ترتیب کړی.
فهرست د راپور له تنی څخه مخکی ځای پر ځای کړی. خو دا په یاد لری چی متن ټول عناوین مو په موازی ډول سره پیلی دي.
تاسو اړتیا نه لری چی ټول عناوین د راپور په متن کی ځای پرځای کړی. خو هیڅکله له دوو څخه زیات درجی د راپور ګذاری څخه استفاده مه کوی(اول،دویم او په ځینو وختونو کی دریمه). له دی څخه ښکته ګټه اخیستنه نو بیا په کوچنیو او غیر ضروری تفصیلاتو بدلیږي.
راپور باید شاخصونه او لړلیکونه چی عمومی عناوین، فرعی عناوین سره د پاڼو له شمیری سره ښیی باید له ځان سره ولري.
د کمپیوټر آټو فارمټینګ ښه لاره ده چی درسره د لړلیک په ترتیبولو کی درسره مرسته وکړي.
تاسو کولای شی چی د MS Word له Auto Update څخه په ګټی اخیستنی سره په لړلیک کی بدلونونه رامنځ ته کړی.
جدولونو او شکلونو لپاره تاسو کولای شی چی جدا پاڼی رامنځ ته کړی او یا هم کولای شی چی د سند په اصلی برخه کی یی ځای پرځای کړی. که توضیحاتی لړلیک،شمیری هم ولري نو کولای شي چی لوستونکی سره په لوستلو کی مرسته وکړي.
نمونه:
-
که راپور یوازی شکلونه، عناوین له ځان سره لري نو په هغه صورت کی دی \"د اشکالو لیست\"منځ ته راوړي
-
که راپور یوازی جدولونه له ځان سره لري نو په هغه صورت کی دی\"د جدولونو لیست\" ترتیب شي.
-
که راپور جدولونه او اشکال دواړه له ځان سره ولري، نو په هغه صورت کی دی د \"توضیحاتو لیست\" منځ ته راشي.
د راپور ددی برخی په لوستلو سره،لوستونکی تصمیم نیسي چی مخکی لاړ شي او که یا!
خلاصه باید نتایج له ځان سره ولري. د راپور برابرونکی او یا هم لیکونکی باید لوستونکی ته وښیی چی څه شی غواړي او د څه شی د پوهیدلو په فکر کی دی؟ د هیلی سره سم، لومړنی پاراګراف باید د لوستونکو تنده ماته کړي.
خلاصه باید جامع وي، او لیکونکی یی باید هڅه وکړي چی څومره یی وس کیږي غیرتخنیکی ژبه استعمال کړي. ځکه چی د ځینو ډیپارټمنټونو مسولین به د اجریوی لنډیز په لوستلو سره په تصمیم ګیری لاس پوری کړي.
هدف د ستونزو تحلیل
منظور نتایج
شالید(پس منظر) د حل معیارونه
د مفروضاتو تحلیل نتیجه ګیري
د تحقیق میتودونه سپارښتنی
اوسني مسایل او ستونزی ګټي
علل او نتایج د وخت تحلیل
په دی برخه کی د ټولو هغو میتودونو یادونه وکړی چی په راپور لیکنه او د مفروضاتو په غونډولو کی مو تری ګټه پورته کړی. همدا ډول ووایاست چی دا ډول میتودونه مو ولی غوره کړیدي. د تعارف برخه دراپور په اړه عمومی لارښوونه کوي؛ پروژه درپیژني، د سازمان په فعالیتونو باندی رڼا اچوي او د راپور د موضوع په تعریف کی درسره مرسته کوي.
همدا ډول ښه معرفی د راپور په موخو، او دا چی څنګه د موضوع په حل کی مرسته کوي هم یو ځغلند نظر لري.
دغه کار راپور په یو داسی حالت کی سره برابره وي چی د تاریخی محتویاتو درلودونکی وي او له ټولو هغو پیښیدونکو انکشافاتو سره یی نښلوي.
د لیکنی مُرور د راپور د یوی برخی په حیث مونږ ته دا معلومات راکوي چی څه شی شوی او څه کیدونکی دي.
همدا ډول د راپور مُرور دا درته تشریح کوي چی څنګه ستاسو راپور او د بحث لاندی موضوع د مخکنیو معلوماتو پربنسټ چی د نظارت او اروزنی په واسطه ترسره شوي وو مخکینی پوهه منځ ته راوړیده. ستاسو راپور به وښیی چی څنګه به ستاسو مطالعه ستاسو په پوهه، پخوانیو معلوماتو کی بدلون او پرمختیا رامنځ ته کړي.
همدا ډول، هر داسی مواد چی له هغه څخه مو څه شی راخیستی وي باید په ضمایمو کی د ماخذ په برخه کی واچول شي او همدا ډول که کومه بله مسله تشریحاتو توضیاحاتو ته اړتیا لري او په اصل متن کی یی اړتیا نه پیښیږي هم هوری دی ځای پرځای شي.
د موضوع لپاره چی په اړه یی راپور لیکل کیږي څنګه پلانګذاری وشوله، له کومو تخنیکونو نه په کی ګټه پورته شوله، او څنګه معلومات د راپور دننه تصنیف شوي، مع....
موندنی باید په راپور کی په استعمال شوو واقعیتونو او ثبوتونو باندی ولاړی وي، هڅه دی وشي چی په موندنو کی شخصی نظریاتو او تعصباتو ته ځای ورنه کړل شي.
ځینی لاری چاری چی په لاندی ډول یی نومونه اخیستل کیږي، کولای شي چی درسره د موندنو په وړاندی کولو کی درسره مرسته وکړي:
-
جدولونه
-
ګراپونه
-
پای چارټ
-
بار چارټ
-
شکلونه
-
مباحثی
راپور ورکونکی په دی برخه کی په راټولو شوو معلوماتو باندی تجزیی او تحلیلونه وړاندی کوي.
د راپور دغه برخه د موضوع اهمیت برملا کوي، او د وضع د ښه والي او بهبود لپاره سپارښتنی له ځان سره لري.
راپور د مهمو واقعیتونو او حالاتو او ستونزو او یا هم په دغه جریان کی د پیښیدونکی ستونزی په اړه تفصیلی معلومات وړاندی کوي.
د راپور دغه برخه عموما تشریحی وي، له ځان سره ثبوتونه او تفصیلات لري، لوستونکی ته وایی چی تراوسه څه وشول، څه دی وموندل او څه شی باید وشي.
نتیجه ګیري باید خپلواکه او له شخصی تعصباتو او احساساتو څخه خالي او په ثبوتونو او موندنو ولاړی وي. مونږ په لنډ دول ویلی شو چی:
د ماخذ د یادولو لپاره مختلفی لاری چاری دي، مونږ به یی د مهمو هغو په اړه چی باید په ماخذ کی ذکر شي دلته یادونه وکړو:
-
د لیکوال خپل او کورنی نومونه
-
د خپریدو نیټه
-
د مجلی،کتاب او یا ورځپاڼی نوم
-
خپرونکی
-
د خپریدو ځای
-
د پاڼی ګڼه
-
همدا ډول که د ژورنال د هغه جلد یادونه وشي چی مضمون پکی راغلی
د مثال راوړلو ته اړتیا ده.
-
د پا ورقی او د اخرنیو تفصیلاتو اقسام
د پاورقی اصطلاح لږ څه سرګردانونکی ده. فکر کیږي چی پاورقي به د هغو پورته یاد شوو شمیرو لپاره توضیحات وي چی په متن کی یی یادونه شویده. په دی کتاب کی مونږ پورته وهل شوی شمیری ددوو موخو لپاره کاره وو چی هم ورڅخه د توضیحاتو لپاره او هم د منبع ښودلو لپاره کار اخلو.
د پاورقو د ځای پرځای کولو لپاره مختلف لیکوالان مختلف نظرونه لري. دوی کیدلای شي چی د پاڼی په پای، د فصل په پای او یا هم د کتاب په پای کی ځای پرځای شي. خو په یاد ولری چی ځای تعینول یی په تاسو پوری اړه لري خو که هر ځای وي باید د پورته یاد شوی ګڼی ځواب ووایی او همدا ډول وکولای شي چی د هغو ستونزمنو،پیچلو او تحلیلی موضوع ګانی چی په متن کی ځای نشي موندلی باید دلته خپل ځای ومومي.
که غواړی چی توضیحاتی پاورقی او یا هم اخرنیو توضیحاتو ته په متن کی اشاره کولو، تاسو کولای شی له توضیحی شمیرو کار واخلی چی اوس مهال د ورډ پروسیسنګ سیستم لخوا په اسانی سره ترسره کیږي. توضیحاتی عددونه کوچنی عربی اعداد دي چی د خط دپاسه ځای پرځای کیږي. تاسو کولای شی چی دغه شمیره په مسلسل ډول د راپور تر پایه ووهی او یا هم کولای شی چی له هر نوی فصل سره نوی توضیحاتی شمیره ولری.
دغه ډول مفروضات باید د کتاب په اصلی متن کی ذکر شي خو دا چی د لوستونکی دمزاحمت سبب ګرځی نو ځکه هوری په متن کی ورڅخه ډډه کیږي.
په ضمایمو کی ځای پرځای شوي جدولونه، شکلونه او یا هم نور معلومات باید له متن څخه ماخذ ولري ترڅو لوستونکی وکولای شي چی په راحتی سره وکولای شي تکمیلونکی معلومات په ضمایمو کی وګوري.
همدا ډول تاسو کولای شی چی په ضمایمو کی د مرکو پوښتنی، احصایوي مفروضات، د پوښتنلیکونو پوښتنی او ځینی نور معلومات چی د راپور په متن کی ورته اړتیا نه لیدل کیږي او یا هم اهمیت نه لري ځای پرځای کړی.
په لنډ راپور کی تاسو کولای شی چی د ضمایمو برخه له خپله راپور سره په نیغه توګه وصل کړی. مګر د رسمی راپور لپاره، تاسو باید د اصلی راپور او ضمایمو ترمنځ د ضمایمو عنوان پاڼه چی د متن اخرنی پاڼه او د ضمایمو لومړنی هغه کیږي ځای پرځای کړی. .
-
د باینډینګ او د روزونکی د غبرګونونو لپاره پراخی حاشیی پریږدۍ
-
پاراګرافونه باید مختصر او پُرمفهومه وي
-
سرلیکونه باید واضح، ښکاره ، څرګند، پام ور اړونکی او لاندی خط لرونکی وي
-
ټول شکلونه او عکسونه باید شماره او نښه له ځان سره ولري
-
ټول معیاری واحدونه، تخنیکی اصطلاحات باید د مصطلاحاتو د تعریف په جدول کی چی د راپور په پای کی دی سره راغونډ کړای شي
ماخذ:
-
Murphy, Herta A., Helderbrandat, Herbert W., Thomas, Jane P.
-
Penrose, Rasberry, Myers “Business Communication for Managers”, , India’ Edition
-
Mary Munter, “Business Communication, Business Communications Strategy and Skill,”
-
“Writer’s Choice Grammar and Composition, Texas Edition, McGraw Hill
-
Dwyer, Judith ,The Business Communication Handbook,
-
Shirley Taylor, “Model Business Letters, Emails & Other Business Documents”, Sixth Edition, Pearson Education
-
McLaren, Stephen, “Easy Writer”, Viva Books Private Limited
-
Rehman, Atta, Effective Business Communication and Report Writing, Farrukh and Brother
تمرین(۱):
د سوداګریزو پیغامونو پلانول
ډیری آغلی هیل:
زه په هاوی کی له ښو روخصتیو څخه فقط راورسیدم. همدا نن سهار، متوجه شوم چی تور څرمنین بوټان می ورک کړي. داچی په هاوی کی می په پښو کی وو نو ګومان کوم چی په هاوی سنس هوټل کی به راڅخه پاتی شوی وي، هیله ده چی په هغه ځای کی چی \"ورک شوي او موندل شوي\" په کی اچوي وګوری.او کله یی چی مومی ما په پری خبر کړی.
تمرین ۲
د روزونکی لپاره لارښود:
ګرانه پلاره او درنی موری،
زما سفر له انډرسن سره ښه تیریږي. تیره ورځ، مونږ د نوموتو د فوټبال له میدانه لیدنه وکړه. نن ورځ هنری موزیم ته ځو؛ زه فکر کوم چی زما لپاره به ښه وي چی ټول اوړی دلته پاتی شم! نو ښه به وي چی په نظر مو پوی شم،پیسی را ولیږی!
الیس جانسن!
ګرانه پلاره:
له هغه وخته چی تاسو د نوموتو د فوټبال هال په اړه تاسو ماته کیسه کړی،او ما هیله لرله چی ویی وینم، نن په دی وتوانیدم چی ویی ګورم. کله چی هم کور ته راوګرځيدم نو د هر هغه څه په اړه چی لیدلی می دي خبر به مو کړم.
علی
اغیزمنه راپور لیکنه
د روزونکی لپاره:
ټول ټال وخت: ۳۰ دقیقی
کاریدونکی مواد: خالی پاڼی، قلمونه، او چارټونه
فارمټ: لیک/یادښت بڼه
ډیر ښاغلی ریکتر(ریختر):
دغه ده هغه مطالعه چی تاسو له مونږ څخه تیره میاشت غوښتی وه.
لکه څنګه چی تاسو به یی وګوری چی زمونږ د اخلاقیاتو روزنی د مامورینو د پوهاوي کچه لوړه کړي.
مونږ له دی چی مونږ ته مو دغه موقع برابره کړه،مننه کوو، او هیله ده چی تاسو به یی نتایج هم خوښ کړی. که تاسو کومه پوښتنه لری نو ....
لړلیک
LIST OF FIGURES . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . ………………………..………………………………… iii
ABSTRACT . . . . ……………………………………………………. . . . . . . …... . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . iv
I. INTRODUCTION . . . . . . . . . . . . . . . . . . . …………………………………………..……………. . . . . . . . . . 1
II. DVD TECHNOLOGY OVERVIEW . . ………………………………………………..………. . . . . . . . . . . . 3
Development of DVD Technology . . . …………………………………………………….…. . . . . . . . . . . . . 3
III. CONSTRUCTION OF A DVD . . . . ……………………………………….………………. . . . . . . . . . . . . . 7
DVD Development Process . . . . . . . . . . . . . . . . . . . …………………………..……………………………. . 7
… … …
IV. DVD APPLICATIONS . . . . . . . . . . . . . . . . ……………………………………..………………... . . . . . . 11
DVD-ROM . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . ……………………………………………….……… . . . . . . . . . . 11
V DVD PROJECTED SALES And REVENUES ……………………… . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . 12
VI. CONCLUSION . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . …………………………………………………………. 15
INFORMATION SOURCES ………………………………………………………….. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . 16
LIST OF FIGURES
1. DVD Comparison . . . . . . . . . . . . . . …………………………………………………………. . . . . . . . . . . . . . . 4
2. Data Structures . . . . . . . . . . . . . . . . ………………………………………………………….. . . . . . . . . . . . . . . 5
3. Physical Formatting . . . . . . . . . . ………………………………………………………….. . . . . . . . . . . . . . . . . 6
……
LIST OF TABLES
1. CD-ROM vs. DVD Specifications . . . . ………………………………………………………….. . . . . . . . . . . .4
2. DVD Player Sales to Dealers . . . . . . . …………………………………………………………. . . . . . . . . . . . 14
Table of Contents
Page
Abstract………………………………………………………………………………………………………1
Introduction…………………………………………………………………………………………………..2
Broad overview/Background setting…………………………………………………………………………3
Literature review……………………………………………………………………………………………...4
Need for investigation………………………………………………………………………………………...4
Purpose, Objective……………………………………………………………………………………………5
Findings ………………………………………………………………………………………………………5
1.The starting point: The “Fuzzy” Situation………………………………………………………………….6
2.Step One: Fact-finding……………………………………………………………………………………...6
3.Step Two: Problem-finding…………………………………………………………………………………6
4.Step Three: Idea-finding/Solution-generating………………………………………………………………7
5.Step Four: Solution finding…………………………………………………………………………………7
Discussion
Conclusion
Recommendation
References
Appendices
Appendix A: Detailed description of ALERT method
Appendix B: ……………………..
Appendix C: ……………………….
(۷ خط مسافه)
راپور په
ټکنالوجی او له ډی وي ډي څخه ګټه اخیستنه
(څلور خط مسافه)
مرسل الیه:
هریتس
د جانسن د انجینری شرکت
۶۷ سرک،بیلو مانت
بوستن ام ۰۲۱۶۳۱
(څلور خط مسافه)
مرسل: جاک هادن
جی الکساندر،مشاور
(څلور خط مسافه)
ABC
سمیع الله ایلم
ډیسمبر۲۰۱۱،۱۸
راپور لیکنه
چابک لوستل!!! ۶
توجه!!!
-
کمپیوټر به د پروف لوستنی پرمهال درسره مرستندوی وي خو دومره هم نه څومره چی دانسان مغز دی.
-
د پروف لوستنی پرمهال چی تاسو ګرامر او هیجی ګوری نو د کمپیوټر ګرامر او سپیل چیکر به درسره مرسته وکړي.
-
ډیرو خلکو ته د کمپیوټر پر ښیښه د پروف لوستنه د کاغذ هغی څخه اسانه ده.
چابک لوستل!!! ۵
متوازن قضاوت
استنباط باید په نتایجو ولاړ وي او له هغو نتایجو سره چی د اصلی فرضیو سره تړوا لري لاس ته راغلی وي.
چابک لوستل ۴!!!
غلط پوهاوی:
زه چی کله هم د خپلی لیکنی بیا سمونه کوم نو کار یی نور هم ورخرابوم،نوره هم غلطی کوم؛ له بیا سمونی او بیا لیدنی څخه پرته می لیکنه ډیره ښه وي.
-
دا یو عام ناسم پوهاوی دی چی د تنبلی او ویری له وجی منځ ته راځي.
-
نوموتی امریکایی لیکوال همینګوی د خپل اثر\"له لښکرو سره خدای په امانی\" اخری پاڼی دویم ځل ۳۹ واری ولیکلی.
-
که بیا هم مطمین نه وی نو خپلی پخوانی لیکنی دی بیا وکوره، نو پوی به شی چی کوم ځای بیا لیدنی ته اړتیا لري او څه باید په کی بدلون ومومي
چابک لوستل ۳!!!
خاکه برابرول د پاسني تصویر غوندی ده؛ تاسو مفروضات غونډ کړل، خو په ترتیب نه دي؛
خاکه ټول نظریات په یو ځای سره را ټولوي، برعلاوه، تصویر جوړه وي.
د روزونکی لپاره لارښود:
تمرین ۹
ډډه وکړی له: ستاسو څخه د پوښتنلیکونو له توزیع څخه وخپلو کارمندانو ته مخکی له مخکی مننه کوو.
ووایی: که تاسو خپلو کارمندانو ته پوښتنلیکونه توزیع کړل نو منندوی به مو وو.
منفی: وبخښی، مونږ نشو کولای چی له دی زیاته مرسته په دی وخت کی درسره وکولای شو
مثبت: زمونږ دعا کوو او هیله لرو چی تاسو د نوي دندی په موندلو کی موفق شی.
مثال
د روزونکی لپاره لارښود:
تمرین ۸
د روزونکی لپاره لارښود:
نا اشنا کلیمی
اشنا کلیمی
تمرین ۷
چابک لوستل ۲!!!
WIIFT
ددوی لپاره په کی څه شته؟
نوموتی خرڅونکی او روزونکی زیګ زیګلر خپله هره وینا او کتاب په دی پیلوي چی\"ته هر هغه څه چی وغواړی لاس ته راوړلی شی که ته له نورو سره مرسته وکړی ترڅو هغه څه چی غواړي لاس ته راوړي.\" دغه خبره د \"ددوی لپاره په کی څه شته؟\" اصل د ملاتیر ګڼل کیږي. په پروپوزل کی دغه اصل ته زیاته توجه کول به د مشتری په غوښتنو او اړتیاوو زیات تاکید وکړي او دهغه تشویشونه به رفع کړي. ښه پروپوزل هغه نه ده چی هغه څه په ښه ډول سره تشریح کړي چی ته یی خرڅول غواړی، باید هغه څه ته زیاته توجه وکړي څه چی یی پیرودونکی اخیستل غواړي او ولی یی غواړي.
د روزونکی لپاره لارښود:
بره جملی په دقت سره ولولی او دهری جملی مخکی که چیری:
ټول ټال وخت: ۱۵ دقیقی
تمرین ۶
د روزونکی لپاره لارښود:
بره جملی په دقت سره ولولی او دهری جملی په مخ کی ولیکی: مثبت،منفی، مخاطب ته متوجه شوی، متکلم ته متوجه شوی، ګټوره، او یا هم بی ګټي
تمرین ۵
د روزونکی لپاره لارښود:
ب دایره:
ځکه
………….
اوس
………….
مخکی
………….
وروسته
………….
سره
………..
لپاره
……….
ترمنځ
الف دایره:
مخکی له، وړاندی تر، په سر کی
…………….
په همدی نیټه، همدا شیبه، ددی لیکلو پرمهال،
……………
ددی موخی لپاره،ددی مودی، له دی کبله.
……………
حقیقت دا وو چی، باالخره،ددی لپاره چی، هغه دلیل چی،ددی حقیقت په نظر کی نیولو سره،
تمرین ۴
د روزونکی لپاره لارښود:
ټول ټال وخت: ۱۵ دقیقی
چابک لوستل ۱:
تحلیلی فکر کول:
په بحث فورم کی، یو څوک نه یوازی د مفروضاتو په اهمیت خبره کوي بلکی دهغوی په باوری توب هم فکر کوي. ایا نتایج د احصایی له حیثه مهم دي؟ کومو متحول باید په نظر کی ونیول شي چی په نتایجو په منځ ته راتګ کی یی مرسته کړیده، او یا یی هم منفی تاثیرات کم کړیدي؟
د روزنکی لپاره لارښود:
تمرین ۳
samiullahelam@gmail.com
یادونه: د دغه لیکوال د لیکنې حق له روهي ويبپاڼې سره خوندي دی او د کاپي کولو او بيا خپرولو اجازه یې یوازې د سرچینې په یادولو سره جواز لري.
مننه