
په بلجیم هیواد کي د افغان کلتوري بهیر اعلامیه
د درو لسیزو څخه زیات پر افغان اولس تپل سوي جګړې او د
دې جګړې سره مله بدبختي افغان وطن ته بیله شاته تګ ، د جهل او ناپوهی ، کډوالي څخه
بل څه ورنه کړل . په دې جګړه کي څو د ګوتو په شمیر ناپوه خو ځیرک وطن ته خاینو
کسانو دا جګړه اوږده وساتل او وروسته وروسته یې د ژوند یوه برخه او ژوند ته د
ژوندي ساتلو وسیله وګرځیدل . له هغه وخته څخه چي د ډیموکراسی تر نامه لاندي رسنیو
او په تیره بیا تصویري رسنیو په ټولنه کي د خدمت په خاطر راودانګل ، د ژوندون
راډیو او ټلویزیون په ډیره لږه موده کي ډیر لوړ رسنیز معیاري ځای خپل کړ . د
ژوندون نړیوال راډیو او ټلویزیون د افغان اولس پام ځان ته را واړاوه او په خپلو د
پام وړ نشراتو سره یې افغان اولس خپل کړ .
د افغان اولس د دښمنانو له مخه د پردې په پورته کولو کي
یې د افغانستان د نورو رسنیو پر خلاف لویه ونډه اخیستی ده . پر افغان اولس د دریوو
لسیزو د جګړې دعامیلینو او ټوپک سالارانو ، پر افغان اولس د بشري ناورین ، پر بشري
حقونو متاجاوزینو ، د کابل ښاریانو قاتلینو په رسوا کولو او هغوی د محاکمې میز ته
د راکشولو په لاره کي هڅي کړي دي .
افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د ژوندون د
نړیوال راډیو ټلویزیون د رسنیزي پالیسی په کلکه ملګرتیا کوي او د ژوندون راډیو
ټلویزیون مشرتابه او پالیسی جوړونکو ته ډاډ ورکوي چي :
څو چي دا جهان ودان وي
څو چي ژوند پر دي جهان وي
څو چي پاته یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
په بلجیم هیواد کي افغان کلتوري بهیر
د مشرتابه جرګې په استازیتوب ( امین باوري )
یو ه کاپي د اروپایي اتحادیې د اطلاعاتو دفتر ته ولیږل
سوه .
یوه کاپي د ناټو اتحاد مرکزي دفتر ته ولیږل سوه .
یوه کاپي د ملل متحد د بشر د حقونو مرکزي دفتر ته
ولیږل سوه .