
څو موده مخکي
محترم کرزي د څو کڅوړو ډالرو په
بدل کي د افغانستان د خلکو په وینو
لمبیدلۍ د ارګ د ماڼۍ دریځ پر ایراني
اخوندانو خرڅ کړ . ایراني اخوندانو په
هغو کڅوړو درې اساسي او مهم نښانونه وویشتل :
لمړی یی دلویو جیبونو وږي مزدوران د مرستي
تر نامه لاندي په کڅوړو خوشاله کړل . دوهم
یی د جناب کرزي اداره په نړیواله او
ملي سطح له باور او پاکۍ څخه
محروم کړل . دریم یی هغه پیغام چي
د ملګرو ملتونو او یا کم بل هیواد له دریځ څخه
نه سو ویلای د جناب کرزي تر چپني
لاندي یې د ارګ له دریځ څخه د نړۍ ټولو
هیوادونو ته ورساوه . په پیغام کي د
اخوندي رژیم کرکه او نفرت له انسانی
او مدنی تولنی سره لا دومره احمدي
نژاد ته مهمه نه وه لکه دا چي نړیوال
په دی پوه کړي چي د ایران دمذهبي
اخوندي امپراطورۍ د جبهې ژورتیا ټول
افغانستان دۍ . احمدي نژاد نړیوالو ته
دا وښودل چي د جګړو پر وخت یې
له فرصته څومره ښه ګټه اخیستی ده
چي د مذهبي فرقیي افراطیت سرتیري يې
تر ارګه رسولي دي . احمدي نژاد
او اخوندي ټیم چي تر تهرانه لا
نه وو رسیدلی بیا یئ د بیګناه افغانانو
په ځړولو او وژلو شروع وکړل . د
کابل د رژیم یوه عالي رتبه غړي
حتا تاسف ښکاره نکړ . ایراني اخوندانو افغان
دښمنه ډلو ته اسلحی او مهمات ورکړل
، هغه د نړیوالو قواوو له خوا ونیول
سول خو د کابل رژیم یوه عالي
رتبه غړي ږغ پورته نکړ
. پر پوله یی افغانان وویشتل
، ویې وژل پر زخمیانو راګرزیدل
( لکه د کابل دجنګونوپه شان چي به یی په سر کښي میخونه ورته ټکوهل نود مړواو
زخمیانو له عذاب څخه به یی خوند اخیست ) او
خندل یی ، خو د ارګ د ماڼۍ غوږونه
کاڼه او سترګي ړندې سوې . د افغانستان اقتصاد
ته یی د هغو کڅوړو له اندازې
دوسوه برابره تاوان ورساوه ، تر دی چي
د جناب کرزي مارشال هم د خپل قدرت !؟
مظاهره وکړل خو د ایراني اخوندانو له
پاره نوکر نوکر دۍ .
نن یو ځل بیا
د ایراني اخوندي رژیم د کورنیو چارو وزیر
د پنجشیري بسم الله خان سره د دریځ تر
شا د دیپلماتیک ادب او کلتور څخه لیري
د افغانستان پر نن او راتلونکي وږغید . هغه
وویل چي د امریکې پوځي اډې د سیمي
ثبات ته زیان !؟ رسوي ، په سیمه کښي
ټول شرارت !؟ د نړیوال ائتلاف په سبب منځ
ته راغلی دی ، او موږ ( اخوندان ) په
افغانستان کښي د نړیوال پوځ د شتون سره مخالف یو .
جناب بسم الله پنجشیري
د اخوندي وزیر خبري تاید کړې او د ټولو
شواهدو سره سره یی وویل چی د ایران
اسلامي !؟ جمهوریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت
د مسلمانانو سره ډیري مادي او معنوي
مرستي کړي دي . ایراني اخوندان د
افغانستان ښه دوستان !؟ او ښه ګاونډیان !؟ دي .
دلته څو پوښتني پیدا
کیږي چي د جناب کرزي اداره ورته ځواب
ووایي .
۱/ تاسي د ایران
د اخوندي رژیم څخه پر افغانانو د ظلمونو او
وژونو پوښتنه کړی ده ؟
۲/ تاسي ته دا
حق چا درکړ چي خپل دریځ د
افغانستان دښمن ته وسپارۍ ؟
۳/ تاسي په سیمه کښي
تر ټولو افغان دښمنه رژیم کوم رژیم بولۍ
؟
۴/ تاسي ولي د ایراني
بی کلتوره ، بی ادبه دپلوماسۍ ته ځواب
نه وایاست ؟
۵/ تاسي ولي د
افغانستان د خلکو او هیواد راتلونکی په
ایراني اخوندانو ارزوی ؟
۶/تاسي به تر څو
خپلي ملي ګټي نه پیژنۍ ؟
۷/ تر څو به
پنجات او اخوندان تاسي په خپلو رسیو پیایي
؟
د افغانانو دښمنان
دي نابود وي . تل دي وي افغانستان
.
امین
باوري
بلجیم