د سوچ او احساس تړاو

ژباړه: زرمینه روهي


هره ورځ ډیر خلک سایکالوجیست ته راځي او زارۍ کوي چې له دوی سره د کورني، کار یا هم د نورې  ستونزې په حل کولو کې مرسته وکړي، یا به ماشومان وي چې د دوی په خوښه کار نه کوي یا به هم د ژوند ملګری  وي چې باید چلند ته یې بدلون ورکړل شي. په اصل کې دا کومه بده خبره نه ده، څه چې د چا نه خوښیږي د بدلولو هڅه یې وکړي. تاسې په خپله به هم دا تجربه کړي وي چې سره له ډیرو هڅو بیا هم مقابل کس یوه ذره هم نه وي بدل شوی حتا یوه سانتي هم له خپل ځایه نه وي ښوریدلی او  له خپل هدف نه لا هم لرې پاتې شوي یاست. یا هم تاسې دا تجربه کړي چې سره له ډیرو هڅو د بل چا د (نه) ویل یا د ناروغی حالت نشی بدلولی که څه هم ستاسو تر ټولو لویه هیله هم وي. په داسې یو حالت کې اکثره خلک فکر کوي چې یوازې دوې لارې لري :
ـ ځوریدل
ـ الکول، ادویه او یا هم نورو نشه یي توکو باندې روږدي کیدل، د دې لپاره چې خپل منفي احساس بې حسه کړي.
هغه خلک چې ورځ په ورځ له ډیر خفګان سره مخ کیږي، الکول او نشه یي توکو ته پناه وروړي او حتا د ژوند اخیستلو ته لمسیږي، په دې نه پوهیږي چې د هر ډول احساس کنترول د دوی په خپل لاس کې دی. ډیر خلک په دې اند دي چې د دوی د احساساتي کیدو حالتو مسوول نور خلک او حالت دي، دا ډول جملې ډیرې کاروي لکه : زما حوصله یې سر ته رسولي، ما لیونۍ کوي او یا ما ویروي.
له نیکه مرغه چې د دا ډول خلکو سوچ ناسم دی نور خلک او حالت د موږ احساس مسوول نه دي، که داسې وای نو بیا موږ ډير کم چانس درلوده چې ځان خوښ حس کړو ځکه چې حالت او خلک به یې تل خنډ ګرځيدی.
په اصل کې هر انسان د خپلو جذباتو مسوول په خپله دی.
هر څوک چې په بوټ کې د یوې تیرې ډبرې درد حس کړې، ډبرې ته په غوسه وي، ځینې خلکو ته چې د لیوني خطاب وشي ډیر سخت عکس العمل ښکاره کوي خو بیا نور په دې خبره هیڅ نه عصباني کیږي، ځکه چې دهر یو احساس بېل دی. د دې لپاره چې د خپل احساس واکمن په خپله واوسی باید د (الف ب او ج) احساس وپیژنی.
هر ځل چې تاسې خواشینی، په غوسه، خوښ، ډارن او یا هم نارامه اوسی نو :
الف: تاسې یو څه اوریدلې، لیدلې او یا هم له ماضي نه کوم څه در په یاد شوي.
ب: بیا ستاسو سوچ او پوهه تاسې نسبي منفي، نسبي مثبت، نسبي ناپلوی خوا ته  وړي چې په پایله کې یې
ج: د خفګان، غوسې، ویرې، ارام، خوښ او داسې نور احساس تاسو ته پیدا کیږي.
یو احساس په اصل کې له دریو برخو نه جوړ شوی
الف: له حالت نه
ب: د هغه احساس اهمیت ټاکل
ج: ستاسو احساس او عمل
دا چې تاسې ځان څنګه حس کوی ستاسو په چاپریال پورې نه بلکې ستاسو سوچ پورې اړه لري چې د چاپریال او خلکو په اړه څه ډول فکر او اخیستنه کوی.
شا او خوا ۲۰۰۰ کاله مخکې اپیکتت ( یوناني فیلسوف) خپل پیراوانو ته ویل :
د موږ چاپریال د موږ د حالتو ذمه وار نه دی بلکې د موږ احساس چې له حالاتو نه څه ډول اخیستنه او بیا عمل پرې کوو.
د الف، ب او ج په ژبه کې الف (پیښه) د ج (د موږ احساس او عمل)  سره تړاو نه لري بلکې د ب    ( موږ سنجش او د سوچ ډول) پورې اړه لري. همدا علت دی چې خلک د هماغه یوه حالت پر وړاندې ډول ډول عکس العمل ښکاره کوي. ښايي کوم وخت د موټر ټکر شاهدان شوي اوسی چې د موټر چلونکی له موټر نه راکښته شي عصباني وي او په غوسه کې خبره نوره هم پسې خرابه کړي، د دوی الف، ب او ج احساس په دې ډول وي:
الف: پیښه
د موټر ټکر چې دروازه یې یو څه زیانمنه شوي
ب: سوچ
دا لیونۍ، له ده نه باید لایسنس بیرته واخلي
ج:
احساس او عمل
عصبانیت، یو بل ته بد او رد ویل
ښايي بل ځای کې چې تاسې د همداسې یوې حادثې شاهدان یاست، د هغوی عکس العمل بلکل بل ډول وي، کله چې د موټر چلونکی له موټره راکښته شي نو شکر باسي چې لا ژوندی دی او کوم څه نه دي ورپیښ شوي. د دوی الف، ب او ج احساس په دې ډول دی
الف: پیښه
د موټر ټکر، دوازه یوه څه زیانمنه شوي
ب: سوچ
څومره نیکمرغه یم چې هیڅ هم راپیښ نه شول او روغ یم
ج: احساس او عمل
خوښي، دوی یو له بل سره په ارامه خبرې کوي
پیښه  دواړه ته یوه وه یانې د موټر ټکر، توپیر د دوی سوچ او عکس العمل کې وو. هر یو موټر چلونکي ځان ته یو برداشت درلوده چې یو په اسانی ځان له لاسه ورکړ خو بل د مثبت سوچ په مرسته په ځان حاکمیت درلوده.
د خپل ځان په اړه سوچ وکړی، داسې ورځې به وي چې د یوه حالت په وړاندې به مو غبرګون په ارامی سره وي نسبت تر یوې بلې ورځې. داسې کومه پیښه به هم وي چې د یو څه وخت په تیردو سره هغه ته له یوې بلې زاویې نه وګوری، په چاپریال کې به مو داسې خلک وي چې ژر به ورته په غوسه کیږي خو د نورو سره که څه هم هماغه کار تکرار کړي وي خو غبرګون مو په ارامی سره وي. که چیرې عادت ذاتي وی نو په یوه حالت کې به د موږ غبرګون له هر چا سره یو ډول وی او هیڅ ته مو هم بدلون نه شوی ورکولی.
کله چې موږ د ژوند بد حالت او د تقدیر لوبې سره مخ شو نو منفي سوچ موږ سره مرسته کوي چې نور هم د مایوسۍ په تیاره کې لار ورکي شو.
د یو څه له لاسه ورکول دردونکې ده، خو منفي سوچ دا درد نور هم ډیروي، همدا د موږ سوچ دی چې روح ته مو عذاب او درد ورکوي.
د الف، ب او ج احساس هر ډول جذباتو او خلکو لپاره دی، دا موږ پورې اړه لري چې څه ډول سوچ کوو. حتمي نه ده چې په هره هغه خبره چې د موږ په خوښه نه وي خفه واوسو، موږ هر حالت لپاره درې امکانات لرو، نسبي مثبت، نسبي بې طرفه او نسبي منفي. موږ تل په خپل احساس پوره کنټرول لرو یوازې نشه یي توکي یا کومه دماغي ناروغي کولی شي چې دا کنټرول له موږ نه واخلي. د موږ سوچ ډول د موږ پر عمل تاثیر کوي.
موږ هغه وخت خپل منفي سوچ بدلولی شو چې د فکر بدلول زده کړو.
ښايي داسې حالت سره مخ شی چې د بل چا یوازې یو څو وړې خبرې تاسې ډیرعصباني کړې یا ځان ډیر بد احساس کړی او تاسې فکر کوی چې په داسې یو حالت کې ذهن مو هیڅ کار نه کوي نه هم فکر کولی شی او دا د مقابل شخص خبرې دي چې تاسې عصباني کوي. په اصل کې همدا حالت کې هم تاسې سوچ کوی ځکه خو تاسې عصباني کیږی خو دا سوچ ډیر په تیزی او په خپل سر تر سره کیږي او څوک نه پرې پوهیږي چې دې ته د نا خبره حالت هم وايي.