
په دې ورځو کې د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي د مومندو
د قوم د مشرانو سره د لیدلو په
مهال د ډیورینډ کرښه د اور د کرښې ته ورته کرښه وبلله چې
د پښتون قوم د منځ څخه تیره کړل شوی او دې خلکو هیڅکله منلی نه ده.
همدارنګه په دې کتنه کې
یادونه وشوه چې د
ملګرو ملتونو د سازمان ( ۱۹۴۸) د فیصلی سره سم دا ډول
تړونونه چې په کمزورو هیوادونو باندې تپل شوی وی بې ا عتباره ګڼل شوی دي.
ښاغلی کرزی یوازینی اولس مشر دی چې په ډیرو سپینو الفاظو سره یې وویل
چې دا کرښه د افغانستان له خوا هیچا هم
نه ده په رسمیت نه ده پیژندلی او د ی
به یې هم ونه پیژني.
ښاغلی کرزي دا خبره په دې وروستیو
کې څو ځلی تکرار کړی او دا یې په ګوته کړي
ده چې په
سیمه کې د پښتنو په وړاندې یو ه پراخه
جګړه روانه ده .
دا چې په تیرو لسو کلونو کې ښاغلی
کرزي په
دې هکله چوپه خوله و. دا هم عوامل لری
چې هغه
په دې ډول سره یادولی شو:
· په
افغانستان کې د پښتنو ضد د متعصبو او
د پنجاپ له خوا د رامنځته شوو ډلو ځواکمنی
· د پوځ او امنیتی
قواو نه شتون
· پنجاپ استعماری
ادارې پلوه امریکايي
او د لویدیز سیاست
اوس په افغانستان ، سیمه او نړی کې نوی حالات رامنځته شوی دی. همدا حالات ددې سبب شوی دی چې
ښاغلی حامد کرزی هم یو شمیر حقایقو ته اشاره وکړي.
خو یوازې حقایقو ته په اشاره کولو سره د
اولس مشر مسوولیت نه پوره کیږي هغه باید د افغانستان او د پښتون اولس د پاره باید ډیر څه وکړي او عملی ګامونه واخلی.
د ښاغلی حامد کرزی دا ډول څرګندونو هغه مهال زورواخیست چې پنجاپي استعماری ـ تروریستی ادارې د ګوشتې په سیمه کې
د پوځي تاسیساتو په جوړولو پیل وکړ چې د
کابل ادارې د سخت غبرګون سره مخامخ شو او د افغانستان سرحدی ځواکونو د پنجاب
استعماری پوځونو بریدونو ته غاښ ماتوونکی
ګوزارونه ورکړل.
د افغانستان د سرحدی ځواکونو ددې د میړانې ډک عمل څخه ټول افغان اولس په کلکه ملاتړ وکړ. اوشهید قاسم خان ته
افغان اولس له خوا د ملی اتل لقب ورکړل
شو.
دا پیښې کوم ناڅاپی عمل نه دي بلکې په سیمه اونړۍ کې د خوځښت ، بدلون او نویو پرمختګونو پایله ده.
باید وویل شي چې ټولنه د خوځښت او
بدلون په حال کې ده اولسي غورځنګونه ځواکمن کیږي په سیمه او نړی کې نوي شرایط
رامنځته کیدونکی دی. استعماری او پاشیستی سیاستونه اوس د نړیوال
سیاسی بهیر څخه په وتلو دي . اوس
نړیوال امپریالیزم او د سیمی ارتجاعی حکومتونه
اړ دي چې د خلکو غوښتنو ته غاړه کیږدي.
په سیمه کې د ټولنې د
پرمختګ او د سولی او ارامی په وړاندې دوه ډوله
خنډونه ( د ملی حقوقو څخه د زیاتره اولسو نو څخه بې برخې والی او د استبدادی
ـ استثماری نظامونو
شته والی ) دي. که څه هم دا خنډونه
یو له بله سره کلکه اړیکی لری خو موږ یوازې دلته
د په ملی حقوقو څخه ( د پښتنو
) بې برخې والی ته ګوته نیسو
:
· پښتون
قوم په
سیمه کې په څلورو ټوټو کې
بیل شوی چې دری برخې یې د پنجابی استعمار لاندې دي به دې څلورو
ټوټو کې د هرې ټوټی خلک د سیاسی ، اقتصادی او د بیان د ازادیو څخه بې برخې دي
· بلوڅ قوم هم په درو ټوټو ویشل
شوی دی
چې یوه برخه یې د پنجاپ استعماری ادارې ، یوه یې په ایران
او دریمه کوچنی برخه یې په افغانستان
کې پراته ده.:
· سندیان، کشمیریان او نور هم
هم د خپلو روا حقوقو
څخه بې برخې دي.
· همدارنګه د ایرانی پاشیستی ادارې تر واک لاندې یو شمیر توکمونه د خپلو سیاسی حقوقو څخه
بی برخې دی
· په ټوله نړی
کې استعماری حکومتونه ړنګ شوی دی خو په
سیمه کې د پنجاپ ا و تهران استعماری
–تروریستی رژیمونه وجود لري
همدا سبب دی چې په سیمه کې
یو طبعی کمکش موجود دی خلک ازادي
او یووالی غواړی
په مقابل کې استعماري رژیمونه ددې خلکو د ځپلو او د خپل واک
د پراختیا د پاره هر ډول جرمونو او
جنایتونو تر سره کولو ته تیار دي.
په دې ستونزو کې ډیره مهمه
ستونزه د پښتنو ټوټي والی ، د ازادی او یووالی څخه بې برخې
والی دی. که چیرې پښتون اولس وکولی شي یووالی
او خپلواکی تر لاسه کړي د هغه سره جوخت د پنجاپ استعماری
اداره ړنګیږي او ایران
هم د زوال په لوری روانیږي.
پنجاپ فکر کوي که چیرې د ډیورینډ د منحوسی کرښې په اړوند کوم کاغذ چې
د کابل واکمنانو لاسلیک کړی وی تر
لاسه کړي په هغه صورت کې
به پښتنو باندې د پنجاپ واکمنی
دایمي شي او دا تروریستی -
استعماری نظام به همیشنی شي .
پنجاب د ټاکلی سیاسی تیوری
به بنسټ د افغانستان په وړاندې
خپل سیاستونه تنظیموي دا تیوري عبارت ده
له :
په سیمه کې د پاکستان
او افغانستان په نوم دوه هیوادونه
نه شي ځایدای، باید یو یې له منځه
ولاړ شي تر څو د بل هیواد موجودیت
دایمی شي.
د همدې تیوری له مخې د
پنجاپ د استعماری اداری په
رامنځته کیدو سره د هغه حکومت د پښتنو
او افغانستان په وړاندې یو ستراتیژیک پلان جوړ کړ او دا پلان تر
شپیتو کلونو زیاته موده کې د پنجاپ ټولو حکومتونو تر اجرا لاندې نیولی او تر هغه چې د پنجاپ استعماری –
تروریستی نظام موجود وي
،هلته ټول حکومتونه
به د پنجاب ستراتیژي د عملی کیدو له پاره
کار کوي .
دا ستراتیژیک پلان عبارت دی له:
· د پنجاپي استعمار لاندې سیمو کې د
ټولو ازادي بښوونکو غورځنګونو (
پښتنو، بلوځو، سندیانو، کشمیریانو او نورو ) ځپل
او ددې سیمو د طبعي منابعو لوټول
· د
افغانستان اشغال ، تجزیه او یا د ډیر کمزوری
او مزدور حکومت رامنځته کول ،
· په ټوله
سیمه کې د پښتون اولس په ډیر ه
وحشیانه توګه ځپل ، تر څو
پښتون اولس ونکړای شي د ډیوریند د منحوسی کرښې
د ړنګولو وس پیدا کړی
· د کشمیر په ټوله خاور ه باندې د اسلام
په نوم واک ټینګول او په خپلو تر استعمار لاندې سیمو کې
د هغه شاملول
· په هند
کې لاسوهنه او د پنجاپی
استعمار لاندې خلکو پام بهرته د خیالی ګواښ
په هکله اړول
· د
پنجاپي استعمار واک تر
منځنی اسیا پورې غزول
په دې وروستیو کې د پنجاپ استعماری
– تروریستی ادارې تر خپل استعمار
لاندې سیمو او د افغانستان په وړاندې
یو شمیر ډیر خطرناک ګامونه پورته
کړل.
دا ګامونه عبارت دي له :
· د
ډیورینډ د منحوسې کرښې د افغانستان خواته د
هغه خپلو
پاشیستی پوځونو را ننه ایستل او د
پوځي تاسیساتو جوړول
· ددې
منحوسی کرښې په اوږدو کې د افغانستان
په کلیو او بانډو باندی د توپچي او توغندیو منظمې ډزی
· د
افغانستان په ضد د نه اعلان شوي جګړی مخته
بیول او
په منظمه د ننه ته په
منظمه توګه د وسلوالو ډلو رالیږل
· په افغانستان کې
د ننه د پښتنو د یووالی او خپلواکی
ضد د
پنځم ستون ( د یو شمیر هیواد دښمنه کړیو په وجود کې چې تل د بهرنیو دښمنانو له پاره د پنځم ستون په توګه کار کوي ) رامنځته
کول
· د
امریکا تشویق او د اجازې ورکول تر
ځو د تروریزم تر نوم
لاندې پښتانه په قبایلی
سیمو کې په بیرحمانه توګه
وځپي
په تیرو دیرشو کلونو کې د پنجاپ استعماري ـ تروریستي رژیم د ژور سنجول شوی
ستراتیژيک پلان په رڼا کې وکولی شول چې
د بادغیس څخه تر کراچۍ ،
سوات او کشمیر پورې ټولې پښتون
میشتې سیمې د جګړو په ډګر او د
اور په
سره تبۍ باندې بدله کړي.
ددې ناوړه پلان په
عملی کولو کې د پنجاپ سره شوروي اتحاد ، امریکا او نور لویدیز هیوادونه ، ایران او هند په مستقیمه او یا غیر مستقیمه
توګه مرستندوی واقع شوي دي. نوموړو حکومتونو
د پنجاپ سره اوږه په اوږه په
میلیونو پښتانه وژلی ،
په لس ګونو زرو د دوی کلي یې
له منځه وړی او دا خلک یې د بدمرغۍ
خواته ورټیله کړي دي.
لکه چې یادونه وشوه چې پنجاپ د پښتنو او د کابل په وړاندې
منظمه او سنجول شوی ستراتیژی لری . دا ستراتیژي
د بریتانیا د استعمار له خوا د پنجاپ
ادارې ته په میراث پاتی شوي
او د یوې نیمې پیړی څخه زیاته موده
کیږی چې تر تطبیق لاندې نیول
شوی ده.
په نړیواله سویه شوروی اتحاد په خپلو سیاستونو کې د پښتنو او بلوڅو د مبارزو څخه ملاتړ کاوه ، مګر د امریکا متحده
ایالاتو د پنجاپ د استعماري ادارې د
جوړیدو د نیټې څخه نیولی تر ننه پورې د پښتنو د یووالی او خپلواکی مخالفت کړی دی او کوي يې. د امریکا
دا مخالفت تیره اونی د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر تکرار کړ.
خلک او یو شمیر سیاسی کتونکی وايي چې
د پښتنو د ازادی
او یووالی سره د امریکا متحده مخالفت
دا ټکی
یوځل بیا په ډاګه کړ چې دا هیواد
د خپلو ګټو په خاطر
تیار دی چې د هر ډول
استعماری، استبدادي ، په جنایتونو او لوټماریو
باندې د تورنو ډلو او حکومتونو ملاتړ وکړي. په داسی حال کې چې د سیمې سیاسی ، توکمي او
جغرافیايی جوړښت ورته ښه جوت دی
پښتون
اولس هم د نړی د نورو اولسونو په شان دا حق لری چې یو مستقل ، خپلواک او متحد
هیواد ولری. دا ټکی باید د امریکا د متحده ایالاتو سپینه ماڼی
ښه درک کړی .
په دې ټول خلک پوهیږی چې د افغانستان
او پښتنو په وړاندې د پنجاپ استعماري ادارې سیاست تل دښمنانه و
او وي به. او دا سیاست به تر هغه دوام کوي تر ځو یو ددې نظامونو ځخه
ړنګ شوی او له منځه تللی
نه وي.
. د افغانستان د اتیا کلنی ځواکمنی اردو د له منځه
تګ چې د میانواز شریف ( د اوسینو
جعلی ټولټاکنو د ګټونکي ) ارمان و ، او د کابل
د سوځیدو او ړنګیدو ارمان چې د
جنرال ضیا الحق و ، دواړه ارمانونه د یو شمیر مزدورو کړیو له خوا
عملی کړل شول.
د خپل ارمان د پوره کیدو د لیدو له پاره میا نواز شریف کابل ته سفر وکړ ، او د ضیاالحق د ارمان د پوره کیدو د لیدو له پاره دهغه زوی اعجاز الحق
کابل ته سفر درلود.
چې دواړو ته په کابل کې ، د پیښور په ګورنر هاوس
کې جوړ شوی حکومت دروند هرکلی ووایه. دې حکومت
د پنجاپ د خوشالولو د پاره د پښتونستان واټ څخه د پښتنو او بلوڅو بیرغ راکښته او وروسته
ددې واټ نوم هم د ښاغلی حامد کرزی
د ادارې د اطلاعات او کلتور د وزارت له خوا هم بدل او د خان علوم په نوم تخته پرې ټکوهل شوه.
د ښاغلی کرزی په اداره کې یو شمیر کړۍ
نه یوازې د ډیورینډ د منحوسې کرښې د پښتنو
او بلوڅو د خپلواکی او یووالی مخالفې
دی بلکې په افغانستان کې هم د پښتنو لیدل او شته والی نه شي زغملی
.همدا کړۍ د ټول افغان اولس د هیلو او ارادی په خلاف
، د پنجاپ د موخو سره سم حرکت کوي .
لکه چې پورته اشاره وشوه چې په تیر
و د سلو کلونو څخه په زیاته موده کې
یوه واکمن هم دومر ه په زغرده نه ویلي چې
د ډیورینډ کرښه غیر قانونی او یو اولس سره بیلوی
او دا کرښه دی به هیڅکله په رسمیت
ونه پيژني.
دلته ددې منحوسې کرښې په رسمیت
پیژندل او یا نه پيژندل کوم اهمیت نه لری
دا ځکه:
· دلته یو اولس ، چې
یوه ژبه ، یو کلتور، یو دین ، د وینې
کلکی اړیکی او ګډ تاریخ لری پروت
دی . دا یو واقعیت دی . او د نړی د
نورو اولسونو په شان پښتون اولس هم دا حق لری
چې خپلواک او په یوه هیواد کې
ژوند وکړي.
· دا اولس ټول په یوه جغرافیایی
ټوټه کې پروت او په زرګونو کلونو یې په یوه
هیواد کې ژوند کړی دی
د اوسنی معلوماتی تکنالوژی
له امله دا اولس نور هم سره نږدې شوی او د
یوه ګډ هدف په لوری حرکت کوي.
· دا اولس
هغه څه غواړی او حق یې لري چې نړیوال
موازین او قوانین ورته لومړیتوب ورکوي.
· هیڅ کوم
شخص ، ډله او یا ګوډاکی
حکومت نه شي کولی چې ددې خلکو په برخلیک باندې تصمیم ونیسي
که څه هم دا اولس د یوې پیړۍ څخه زیاته موده په جغرافیايی
توګه د وسلو او عسکر په زور سره ټوټي وساتل
شو خو بیا هم دې اولس په خپل منځ کې
د وینو ، قومي ، کلتوری اړیکی سره ټینګی وساتلی او تر ننه
ټول اولس ځانته پښتون اولس وايی او غواړی
په یوه هیواد کې ژوند وکړي.
همدا سبب دې چې اوس اولس په خوځښت راغلی دی او غواړی چې هغه لارې او چارې
پیدا کړی تر څو استعمار او د هغه ملاتړ
کونکی دې ته اړ شي چې د پښتنو یووالی او خپلواکی
په رسمیت وپیژني.
د پنجاپ واکمنانو دا ویره درلوده چې په پیښور کې د ملی عوامي ګوند چې زیاتره غړی یې پښتانه دي
خپله ازادی اعلان کړي او په پېښور
کې چې د افغانستان دوهم پایتخت دی د ازادی بیرغ به
ورپوي .که څه هم د دا ډول اقدام فکر په ملی
عوامی ګوند کې تر اوسه نه ده لیدل شوی خو پنجاپ دهغه څخه ویریده نو یې ددې ګوند د سیاست څخه ګوښه
کولو د پاره عملی ګامونه تر لاس لاندې
ونیول:
· ددې ګوند په نوماندانو باندې هر چیرې بریدونه وشول
· په هغه
انتخاباتی حوزو باندې چې نوموړی
ګوند اکثریت درلود د چاودنو
ګواښونه وشول
· یو شمیر
رایه ورکونکی په روپیو واخیستل شول
· پنجاپ پلوه د
عمران خان ډلې په ګټه
پراخه جعلکاری وشوه
په دې ډول نشنل عوامي ګوند د سیاست
او د اغیزی له ډګر څخه ګوښه کړل شو. دا یو پیام و ، نشنل عوامي ګوند ته . دا ځکه چې په تیرو پنځو کلونو کې نوموړی ګوند تر ډیره بریده د پنجاپ سیاستونه په پښتونخوا کې په ډیره صادقانه توګه پلی کول خو بیا هم
دپنجاپ واکمنانو دې ګوند
ته د باالقوه دښمن په سترګه ګوري. او په
تیرو پنځو کلونو کې یې په
منظمه توګه تر بریدونو لاندې نیولی و، تر څو
هغه یې په پښتونخوا کې د واکه وغورځوه.
اوس نو ملی عوامی ګوند ته اړینه ده
چې د پنجاپ ملګرتیا
پریږدي او د پښتنو منځ ته ورشي او
د هغوی د ازادی له پاره
اغیزمن پلان تر لاس لاندې ونیسي. دا ګوند باید په پښتنو سیمو کې ټول تنظیمونه
سره متحد او د خپلو حقه حقوقو له پاره د مبارزې ډګر ( بلوڅو
سره یو ځای ) ته راووځي :
د زیات شمیر کتونکو په باور سره د
ډیورینډ دا تش په نوم کرغیړنه کرښې ته
پنجا پ هم کوم اهمیت نه دی ورکړی. پنجاپ د هغه
ځایونو څخه چې د بریتانیاد استعمار په مهال په نښه شوي په
ټولو سیمو کې یې تر پنځوسو کیلو مترو پورې خپلی پوستې راوړاندې کړي دي.
همدارنګه پنجاپ په منظم ډول سره افغانستان
ته د وسله والو ډلو په رالیږلو سره دا تش په نوم کرښه ړنګه کړي او په
منظم ډول د کرښې دې غاړې باندې په ډزو
کولو سره یې دا فرضي
منحوسه کرښه په خپله له منځه وړی
ده.
اوس دا کرښه نه شته ، یوازې د اشغال ګر پوځ ځینې پوستې دي چې د پښتنو په
منځ کې پراتی دی او دا پوستې باید د پښتني سیمو څخه ووځي او د پنجاب اصلی سرحد ته
چې د اباسین پورې غاړه دی په شا شي.
ددې اشغال ګرو پوځونو په شا کول او په بشپړه توګه د یووالی او خپلواکی تر لاسه
کول یوازې د اولس د وسه پوره دي چې د
بلوڅانو سره یو ځای د پنجاپی استعمار په وړاندې
سراسری پاڅون وکړي.
ددې موخې له پاره د ټول
پښتون اولس د راټولولو او د سراسري پاڅون د تر سره کولو د پاره یو شمیر عملی
ګامونه اړین دي چې پورته شي .چې موږ دا
ګامونه په لاندې توګه
یادولی شو:
· په ټولو پښتنو کې د یووالی
او خپلواکی د تر لاسه کولو د پاره
د عام ذهنیت رامنځته کول
· د یو ه داسی مشرتوب
او سیاسی
سازمان رامنځته کول چې په ټوله لویه پښتونخوا کې د پښتنو
سیاسی مبارزو ته لیرې او نږدې هدفونه و
ټاکي او نوموړو هدفونو ته د رسیدو له پاره
او د ډیورینډ د کرغیړنی کرښې د ړنګولو له پاره مبارزو ته سازمان ورکړي( ښاغلی کرزی
تر ټولو پښتنو دا زیات امکانات لری
. )
· د ټولو محکومو پښتنو
څه یوه پراخه سراسري ملی لویه جرګه جوړه شی تر څو دوی د خپل راتلونکی په هکله تصمیم ونیسی او د ټولو پښتنو ( د اباسینه تر اموسینه پور ې ) له پار ه ملی مشرتوب وټاکي.
د ګوشتی د ولسوالی پېښو دوه ټکی رڼا کړل :
· د
افغانستان وسله وال ځواکونه دې تیار دی چې د اباسین
تر پورې غاړی پورې د
خپلی خاوری دازادی له پاره په لوړ مورال سره وجنګیږي
· د
افغانستان اولس د ملي ګټو څخه د دفاع له پاره ټول
په یوه مورچل کې دریږي او د پنجاپی استعمار په وړاندې جګړه خپله ملی جګړه بولی.
د بلی خوا د ګوشتې ولسوالی
پیښو څخه دا ټکی
روښانه شو:
· د پنجاپ
واکمنان په خپلو پوځیانو او ملیشاو باور نلری او دوی دا
فکر کوي چې که پوځي برخورد زیات شي ډیر امکان
لری چې د پوځ زیاته برخه د ازادي بښونکي
ځواکونو په اړخ کې ودریږي.
· بله دا امکان
لری چې د برخوردونو په اوږدیدو سره کیدای شي ټول پښتانه
، بلوڅ او نور قومونه پاڅون وکړي .
دا د ویلو وړ ده چې په ګوشته د ولسوالی پیښې او
د خلکو پراخ ملاتړ د پنجاب
استعماری – تروریستی ادارې د پاره
یو مرګونی ګوزار و، چې د پنجاپ استعماری
اداره او د سیمی خلک او سیاستوال یې په دې
یقینی کړل چې دا اداره د ډیرو کوچنیو ګوزارو نو د زغملو توان هم نلری .
اوس نو ښاغلی حامد کرزی
او دهیواد نورو وطندوسته ځواکونو
ته اړینه ده چې د پښتونخوا
د سیمو څخه د پنجاپی تیری کونکي پوځ دایستلو
اود اشغال شوي خاورې د ازادولو
د پاره په دقیق ډول
سره سنجول شوي ګامونه پورته کړي..
هیڅ استعماري اداره ابدي او دایمی نه
پاتې کیږي هغه حتما ړنګیدونکی ده . د
پنجاپ استعماری ادارې برخلیک هم دادی . اوس یې د
ړنګیدو مهال رانږدې شوی دی او یوازې یو
څو سنجول شوی ګوزارونه ورته په کار دي.