د اباسین پورې غاړه، زموږ ټاک

احمدجان  تڼی


په دې وختونو کې د پنجاپ استعماري  -  تروریستی اداره خورا فعاله شوي ده ا و غواړي چې  تش په نامه د ډیورینډ کرښه چې د بریتانیا له خوا په کابل باندې په زور سره تحمیل شوي  او د لوی افغانستان (  له امو سینه تر اباسینه ) خلکو له خوا  په رسمیت  پیژندل شوي نه ده ، د دروازو  په جوړولو سره د رسمي ټاک  ( پوله ) په بڼه نړی ته  وروپیژني .
پنجاپ دې د شپیتو کلونو څخه زیات شپه او ورځ په دې منډه او ترړه کې دی چې څه ډول کیدای شي  په دې هکله یو سم رسمي  دایمي سند تر لاسه کړي.
نړیوال قوانین او حقوق  پوهان  ټول په دې هکله  یوه خوله دي چې دا کرښه کوم قانوني  ارځښت نه لري  بلکې ټولې هغه  سیمې چې د  اباسین  تر هغه غاړې پورې پرتې دی  د پنجاپ   له خوا  اشغال شوي  دي او دا برخه (  د تورخم څخه تر  اباسین پورې غاړې پورې ) د  اشغال  شوی افغانستان یا  ( اشغال شوي لویې پښتونخوا) په نوم یادیږي.
دلته د  ( زموږ) د کلمې څخه موخه او مانا د ( افغان) یا پښتون  اولس  او یا  کابل  دی   چې  د اموسینه تر اباسینه پروت او ځینې  د اباسین پورې غاړه  سیمې چې د پښتنو خاوره ګڼل کیږی د بنجاپ له خوا په پنجاپ ایالت کې ورګډې شوی دي.
د اباسین پورې غاړه  د افغانستان  (  لویې پښتونخوا)  طبعي ټاک  ( پوله ) دی  چې د زرګونو کلونو په  ترځ کې ( امو سین او اباسین تر منځ)  د یوه دولت  د خاورې په توګه منل شوي  وه  او یو اولس په کې  ژوند کوي.
پنجاب  هڅه کوی چې د ډیورینډ د منحوسې  کرښې  په اوږدو کې د نښو په جوړولو سره  دا کرښه رسمي  و بولي . خو  ساختګي  نښې ملتونه  نه شي سره بیلولی. د برلین  دیوال  هم  د جرمن اولس سره بیل نکړای شو.
 یو مهال  د ډيلي  ښار هم د  بریتانوي امپراتوري  رسمي مرکز و ، خو اوس نه دی. د بریتانیا ډیرې نښې په هند کې پاتې دی   خو بریتانیا نشته .   دا نښې  به  هم د پنجاپ څخه پاتې شی .
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې افغانستان خپله ملي ادعا  یو وار بیا د نړیوالو تر غوږونو ورسوي چې  د افغانستان  پوله  د ګوشته ولسوالی هغې خواته دروازه نه ، بلکې  د  اباسین پورې غاړه ده.
که   دختیځ المان او لویدیز المان جرمنیان سره  یو کیدای  شي. که شمالی یمن او جنوبي  یمن یو کیدای شي، که شمالي ویتنام او جنوبي ویتنام یو کیدای شي، که هنګ کانګ  بیرته د چین سره یوځای کیدای شي.  که چیرې بنګالیان  د مستقل هیواد د درلودلو حق  پیدا کوي ، که  تاجکان  .ازبکان، ترکمنان، قزاقان او نور د روس څخه خپلواکی  اخیستلي شي .
نو دا حق ولې  پښتانه او بلوڅ نه لري چې د نړۍ  د نورو هیوادونو  په شان   د یووالي او خپلواکی په فضا کې  ژوند وکړي؟
د   پښتنو  او  بلوڅو  د خپلواکی او یووالی  له پاره د مبارزې د غږ اوچتولو  دنده او مسوولیت تر ټولو  لومړی  د کابل ادارې ته متوجه کیږي چې د ټولې  لویې پښتونخوا  تاریخي مرکز او  پایتخت  دی، او د محکومو پښتنو او بلوڅو استازیتوب کوي .
 که څه د لویې پښتونخوا دوهم  ، دریم  پایتخت (  پیښور ، د  وزیریستان   ګروېک) د پنجاپ  د اشغال ګرې ادارې  تر نیواک لاندې دی خو بیا  هم  پکې د ازادی له  پاره  ځواکمن  خوځښت  شته.
د کابل اداره تاریخي او ملی مسوولیت  لري چې  په رسمي توګه اعلان کړی چې د  ډیورینډ کرښې  هغه  خواته تر اباسین پورې  غاړې  نورې  پښتني سیمو پورې  د پنجاپ  له خوا اشغال شوي دي او د نړیوالو قوانینو په بنسټ باید بیرته  افغانستان ته استرداد شي.
دا ځکه چې  اوس تر پخوا شرایط  د افغانستان  او د اشغالي سیمو د خلکو په ګټه دي او د پنجاپ  استعماري – تروریستی رژیم د ړنګیدو په حال کې دی.
خو له بده مرغه د کابل  زیاترو  واکمنانو ددې ملی مسلې سره داسې چلند کړی دی چې په بشبړه توګه د پنجاپ  په ګټه تمام شوي دي.
دې واکمنانو  د هیواد او د منحوسې کرښې هغې خواته  افغانانو (  پښتنو )  هیله او مبارزو ته شا کړی او  پنجاپ  یې دې ته هڅولی دی چې دا خلک  نور هم وځپي.
که څه هم د کابل اوسني ادارې په ظاهري توګه  دې مسلې ته شا کړي ده ، خو بیا هم پنجاپ  نه ارام دی  او غواړي  په دې هکله  لیکلی سند  د کابل  د ادارې څخه  تر لاسه کړی  چې په همدې منظور یی د ګوشته په ولسوالی کې  د ډیورینډ د منحوسې کرښې را دې خواته  دروازه درولي ده.
یوا زې د دروازې خبره نه ده بلکې د دیرشو کلونو څخه زیاته موده کیږی چې  پنجاپ د افغانستان په وړاندې منظمه نه اعلان شوي  جګړه مخې ته بیايي او  دا شپږ کاله کیږي چې د پنجاپ  پوځونه په منظمه توګه  په کنړ، نورستان ، ننګرهار او نورو سیمو باندې ډزې کويي چې ددې ډزو په نتیجه کې  څو ورځې مخکې  د ملي اردو څه سرتیر ي هم شهیدان شول ، خو د کابل واکمنانو داسې  وښودله چې دا سرتیري د طالبانو د توغندیو له امله شهیدان شوي دي. .
د ګوشتې په ولسوالی کې د دې دروازې جوړول د پنجاپ وروستی اقدام نه دی او نه  به وروستی وي.
دا چې  په ظاهري توګه  ددې  دروازې جوړولو ته  څومره اړتیا ده  هغه روښانه  نه ده . خو ددې دروازې  څخه د جوړولو موخه دا ده چې  پنجاپ غواړي  په رسمی او نړیواله توګه د ډيورینډ کرښې موضوع په خپله ګټه راپورته کړي.
ددې موخې  د تر سره کولو د پاره پنجاپ د استعماری ادارې  په رامنځته کیدو    سره په افغانستان کې  پوځي لاسوهنې پیل کړې  تر څو کابل  اړ کړي چې  په دې هکله  د پنجاپ سره کوم لاسلیک وکړي.
د افغانستان  په هکله د پنجاپ ستراتیژیک اهداف څرګند دي:
·         د افغانستان تجزیه او له منځه تګ
·         په کابل کې  د پنجاپ تر اغیزې لاندې   کمزوری حکومت
·         د ډیورینډ منحوسی کرښې په رسمیت پیژندل
پنجاپ  په سردار محمد داود خان فشار راوړ .( محمد داود خان په سخت حالت کې و . د یوې خوا د شوروي اتحاد څخه مرور شوي و.او د بلې خوا  امریکا ، عربي هیوادونو او  د سیمې افغان دښمنه هیوادونو په ده باور نه کاوه.) چې د هغوی  غوښتنی ته غاړه کیږدی  مګر  پنجاپ  بریالی نه شو.
 وروسته کله چې په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند واک ته ورسید.  جنرال ضیاالحق  په کابل کې  د نوی حکومت سره  ددې موضوع  د راپورته کولو د پاره راغی خو د کابل حکومت ( د پښتنو او بلوڅو سیمې د استعمار لاندې سیمې وبللی او د دې سیمو د خلکو د مبارزو څخه ملاتړ یې خپله دنده وبلله) هغه  ته یې د رد  ځواب ورکړ چې له دې امله  ضياالحق  د کابل  څخه تش لاس بیرته اسلام اباد ته وګرځید. 
همدا خبره وه چې   د پنجاپ پورې تړلو ملایانو لکه مولانا سمیع الحق  او نورو په افغانستان کې  جهاد روا اعلان کړ.   
د سردار محمد داود خان د اولسمشری څخه تر ننه پورې  د افغانستان په ضد د پنجاپ له خوا تاوده جګړه روانه ده. دې  جګړې  که  څو نومونه  او اړخونه ځانته ونیول  خو موخه  یې  یوه وه او ده  : هغه  د افغانستان کمزوری کول  او د ازادی له پاره د پښتون اولس  د مبارزې  ځپل دي.
اوس مهال د پنجاب هلې ځلې زیاتې شوي  دي او دا فکر کوي چې تر پخوا خپلو موخو ته  نږدې شوی دي ځکه چې:
·         زیاتره  هغه ډلې  په کابل کې  د واک اساسي مزي په لاس کې  لري چې  په پاکستان کې  جوړې شوي او د هغه ځایه یې په افغانستان کې جګړه مخې ته بیوله
·         ددې ادارې  جوت مخالفین هم د پنجاپ سره  ښکاره  راشه درشه لری  او تر ډیره  بریده داسې خبرې کوي چې  د هغه په عملی کیدو سره  پنجاپ خپلو موخو ته نږدې کیږي.
·         په افغانستان کې  نړیواله ټولنه  ( د امریکا د متحده ایالاتو  تر مشرتوب) لاندې وجود لری.  د امریکا متحده ایالاتو په تیرو شپیتو کلونو کې د   پښتنو د یووالی  او خپلواکی  مخالفت  او د پنجاپ  ملاتړ یې کړی دی.
·         پنجاپ  فکر کوي چې اوس افغانان او د ډیورینډ د کرښې هغه خواته پښتانه ددې وس نلري چې د یووالی غږ پورته کړي.
همدایې مناسبه ګڼلي ده چې  اوس مهال  یوه خبره راپورته کړی او ددې مناسبو شرایطو څخه په استفادې سره  کومه لیکلی او لاسلیک شوي  پاڼه تر لاسه کړي .
پنجاپ دا هڅه د طالبانو د واکمنې په دوران کې هم کړي  وه. ( د ډیرو ډنډورچیانو په خبره  طالبان د پنجاپ  په مرسته واک ته رسیدلي  و)  په طالبانو باندې د فشار له  پاره  کنړ او نورو سیمو کې د پنجاپ  پوځونو  یو شمیر  سرحدې  تحرکات تر سره کړي و ، چې دا تحرکات  په خپله د طالبانو  له خوا  په کلکه وځپل شول.
وروسته یې  یوه پاڼه د کوم وزیر  په لاس کې کابل ته راولیږله او دخپلو مرستو او اسلامي وروروالی ټکی یې هم ور یاد  کړل خو د  طالبانو  ادارې دا غوښتنه  په کلکه رد کړه او دایې وویل چې  دا خبره په خلکو پورې اړه لري.
د کابل اوسنی  ادارې یوه ځانګړتیا دا ده چې  د ملي ګټو د ساتنې  او د یوه ملي ځواکمن هیواد د جوړیدو خبره  نه شي کولی.   او نه د هیواد ملي ستراتیژیکي   موخې  بیانولی شي.
په کابل  کې   متعصبې  پښتون دښمنه کړۍ واکمنې دي ، دې کړیو د کابل په اداره کې د پښتنو موجودیت محدود کړې دی او د پنجاپی او ایراني کړیو سره یوځاي د پښتنو  په ځپلو او د هغوی  د  مشرانو په له منځه وړلو  کې  لاس لری چې د هغوی له جملې ( د زرګونو مشرانو د وژلو په دوام )  څخه  په دې وروستیو کې  حاجې میرزاعلي تڼی   د کندز په  ولایت  کې د معلوم الحالو په  دولت پورې تړلو ملیشاو له خوا په رڼا ورځ د کور مخې ته په شهادت ورسید. 
دا کړۍ هیڅکله  نه غواړي چې  د پنجاپ تر اشغال لاندې    پښتني سیمې  خپلواکی   تر لاسه  او یا د افغانستان  د وجود سره  بیرته یوځای شي. همدا ټکی دی چې  د کابل  اداره د  پنجاپ د لمسوونکو او مغرضانه اعمالو په وړاندې  غوڅ  ګام نه شي پورته کولی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د اموسین او اباسین تر منځ  یو اولس  هغه افغان ( پښتون ) اولس پروت دی.  دا اولس یوه ژبه ، یوه وینه ، یو کلتور ، یو دین ، یو تاریخ ، او بلاخره یوه جغرافیا لري.  
د افغانستان دولت ته دا اړینه وه او اړینه ده چې د  پنجاپ له خوا په اشغالی سیمو کې د ازادی ، خپلواکی او  یووالی  له پاره د مبارزو څخه هر ډول  پوځی ، سیاسي ، مالي او اخلاقي  ملاتړ وکړي.
د ديورینډ د کرښې د هغې خوا د خلکو  د مبارزو  څخه ملاتړ  خپله ملي او اخلاقي  دنده  وبولي.  که څه هم د ظاهر شاه دربار، محمد داود خان ، نورمحمد تره کی ، حفیظ الله امین، ببرک کارمل  او دکتور نجیب الله  په سمبولیکه توګه  د  د يورینډ د پورې غاړې  خلکو  د مبارزو ملاتړ کاوه  او  ددې ملاتړ  د سمبول په توګه یې  په کابل کې یو واټ د پښتونستان په نوم ونوموه ، او د  پښتونستان بیرغ یې  اوچت ساتلی و.
 خو کله چې د ډاکټر نجیب الله  حکومت  استعفا ورکړه او کابل  ته مجاهدین را ننوتل . د دوی د لومړیو اقداماتو څخه د  پښتونستان د څلور لاري څخه د  پښتنو او بلوڅو د مبارزو  بیرغ  یې راکښته کړ.  دوی  په کابل رادیو کې د پښتنو او بلوڅو په نوم خپرونه  بنده کړه . او  د (  دا پښتونستان زموږ ) غږ یې  چوپ او تر ننه  د دولتي او یا شخصي رسنیو څخه  نه راوزي .
د کابل د  ادارې  د اطلاعات او فرهنګ وزارت  په پښتونستان واټ باندې د خان علوم   د واټ  په  تخته ولګوله .
د  وږي د میاشتی نهمه  نیټه کې د افغانستان د خلکو او د پښتنو او بلوڅو له خوا د  یووالی او پیوستون د ورځې په  توګه  د دولت او خلکو  له خوا په رسمی توګه نمانځل کیده  د کابل  د چارواکو له خوا د هغه نمانځل  پریښودل شول .
د پورتنیو سمبولیکو حرکاتو له مخې د کابل  واکمنانو د پنجاپ استعماري ادارې ته دا پیام ورکاوه چې ګویا دوی  طبعي پولو ته د افغانستان د رسیدو  غوښتونکي نه دي او نه  د پښتنو او بلوڅو د  ازادی له پاره د مبارزو  پلویان دی.
کله چې د نړیوالې ټولنې په نوښت په کابل کې د امن جرګه جوړه شوه ، دې  جرګې ته د کابل له خوا هغه کسان وروپیژندل شول چې د پښتنو او بلوڅو د مبارزو  سره یې علاقه نه درلوده. دوی په خپلو ویناو کې  په غیر مستقیمه توګه  پنجا پ ته مسیجونه ورکول چې دوی  به دې ته تیار شي چې د پنجاپ  غوښتنې ومني.
خو پنجاپ  په غیر مستقیمو پیامونو  پسې نه ګرځي  ، هغه په کابل کې د متعصبو کړیو څخه د عملي  ګامونو پورته کول غواړي.  خو د ا کړۍ  (د پاڼ او پړانګ) تر منځ ولاړې  دي. د یوې خوا  د دوی زړونه  غواړي چې  د پخواني یار له پاره څه وکړي ، خو له بلې خوا دوی د افغانستان د خلکو او د ډیورینډ د  کرغیړنې کرښې د هغې خوا پښتنو سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د ایران او پنجاپ  ځینې مزدوره کړۍ  او تنخوا خوړونکی  ډنډورچیان  وايی چې افغانستان ډیرکمزوری دی  او نشی کولی چې د پنجاپ  په وړاندې ودریږي  نو ځکه باید هغه خوشاله وساتل شي او د هغه د غوښتنو سره سم حرکت وشي. 
خو دا خبره سمه نه ده دا  ځکه چې:
·         که چیرې د کابل اداره  د  پنجاپ  له خوا د اشغال شویو  سیمو افغانانو د  روا ملي  حقوقو او ګټو غږ پورته کړي د هیواد ټول خلک لکه یو وجود ورسره دریږی. په هغه مهال  نه یوازې د پښتنو او بلوڅو سیمې د پنجاپ  له پاره د سره اور تبی ګرځي بلکې  په خپله پنجاپ هم   نا ارامه کیږي.
·         د افغانستان ملي پوځ د افغانستان دخلکو او د ډیورینډ د کرښې هغې خوا ته افغانانو  په ملاتړ سره کولی شي د پنجاپ هر ډول  پوځي  بریدونه شنډ کړي .
·         د  پنجاپ  تر واک لاندې سیمو کې  د  ازادی  او خپلواکی له پاره  غورځنګونه  تر هر وخت زیات ځواکمن شوي دي
·         د پنجاب اداره د  سیاسي ، اقتصادي  او امنیتي بحران سره مخامخ ده
·         د پنجاپ  اداره د پخوا په شان  د نړیوالو ملاتړ د ځانه سره نلري
له همدی امله اړینه ده چې د کابل د حکومت له خوا په رسمي توګه خپل ټاک  (پوله) د اباسین پورې غاړه اعلان کړل شي او دا پنجاپ  ته په ډاګه شي چې په ګوشته کې د د روازو جوړول  دا ملت نشی سره بیلولی.
د کابل ادارې ته اړینه ده چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانانو ملی حق  ( د اباسین او اموسین ترمځ یووالي) داعیه مطرح کړي او دا په ډاګه کړي چې دوي ددې  مسلې د سوله ایز ه حل غوښتونکي دي.
خو ددې  حل میکانیزم  باید د دې سیمو دخلکو د رایې په بنسټ رامنځته شي  نه د دروازو په جوړولو.
دا حل  داسې شووني دی:
·         د پنجاپ ټول  اشغال ګر پوځونه   د استخباراتو د  دفترونو په ګډون د افغانستان  څخه په زور بیل کړل شویو خاورو څخه ووزي
·         د ملګرو ملتونو  سازمان دې   د پنجاپ  له خوا د  اشغالي سیمو موقته اداره  په لاس کې واخلی
·         د ملګرو ملتونو  تر نظارت لاندې دې ددې سیمې د خلکو څخه د دوی د برخلیک په هکله وپوښتل شي.
   دې خلکو ته دې   دوه  وړاندیزونه وشي:
·         د افغانستان (  د اصلي وجود )  سره یوځای کیږی 
·         که د  پښتونخوا  په نوم  ( د افغانستان  څخه بهر ټولې پښتني سیمې )   یو جلا خپلواک هیواد غواړي.
ددې  خلکو  نظریه باید چې د عام ریفرینډم په نتیجه کې جوته شي  او  باید  د ملګرو ملتونو ، د کابل حکومت او پنجاپ  له خوا په رسمیت وپیژند ل شي.
هلته  به  نړیوالو ته ښکاره شي  چې  د افغانستان سره د پنجاپ ګډه  پوله ( ټاک)  د اباسینه پورې غاړه ده، نه د ګوشته د سیمې دروازه.