۱۳۹۲کال د غويي ۲۳ نېټه
د پکتيکا ولايت چارواکي په یوه رالیږل شوي خبر کې وايي، چې په خيرکوټ او اومنې ولسواليو کې د دوو جلا جلا کمينونو په ترڅ کې درې تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي
د خبر له مخې، دوو تنو وسلوالو مخالفينو نن سهار نږدې لس بجې پلان درلود تر څو د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ مېست کلي د لويې لار امنيت ګډ وډ کړي چې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له کمين سره مخ شول، د وسلوالو مخالفينو او سيمه ييزو پوليسو تر مينځ لنډه نښته شوي چې له امله يې دوه تنه وسلوال مخالفين وژل شوي يو موټر سايکل دوه کلاشنکوفونه د سيمه ييزو پوليسو لاس ته ورغلي دي
یاده سرچینه د يوه بل رېپوټ له مخې خبر راکوي، چې ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو د يوه کشفي راپور پر بنسټ د پکتيکا ولايت اومنې ولسوالۍ د زواکې په سيمه کې يو تن وسلوال مخالف د يوه کمين په ترڅ کې وژلی دی او په دواړو پېښو کې ملکي وګړو او يا هم امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته