ټولټاکنې (دويمه برخه)

لومړی  مبحث : رايه پيژندنه

هغه حقوقي او تشريفاتي عمل چې  په ترسره کولو ېې  وګړي دقانوني شرايطو او ضوابطو سره سم خپل استازي ټاکي رايه ګڼل کيږي .

رايه ورکوونکي ددې  حقوقي اوسياسي عمل په ترسره کولو او داستازو دټاکلو په وسيله دټولنې  دسياسي امورو په اداره کې  برخه اخلي .

په دې  اړه په اتلسمې  پيړۍ  کې  دوه متفاوت فکري نظامونه رامنځته شول .يوشمير ېې  رايه ورکونه دافرادو حق ګڼي اويوشمير نورېې  ټولنيز عمل يا دوګړو مکلفيت بولي .نو دډيموکراسۍ  له پيله پدې  اړه دوه فکري نظامونه منځته راغلل ،چې  په لنډو پرګرافونوکې  دمطالعې  لاندې  نيسو :

لومړی  پراګراف : لو مړۍ نظريه :

دغه نظريه دحاکميت دويش  نظرېې  پر بنسټ منځته راغلې . روسواوپيروانو ېې  ددې  نظرېې  کلک ملا تړ کاوه ، که دخلکو حاکميت دوګړو دحاکميت له يو ځای  کيدو څخه منځته راغلی  وي ،نودحاکميت خاوند يعنې  فرد حق لري، چې دحکومت  داداري اوسياسي واک په څارنه اوويش کې  مرسته اوګډون وکړي .

که چيرې  دغه همکاري اومرسته دټاکنو له لارې  منځته راشي ،نوبيا ټول وګړي دراېې  ورکولو حق لري .

نوپه دې  توګه دغه حق په هر وګړي پورې ، چې  دحاکميت لرونکی  ګڼل کيږي تړاولري، نو ځکه هيڅوک نشي کولای  ترڅودغه حق له هغوۍ  څخه واخلي .

له بل لوري داچې  دراېې  ورکولو حق په فرد پورې  تړاو لري ،نوهغه اختيار لري، چې  ورڅخه ګټه اخلي او که  یې نه اخلي  .

 
 
 

ددې  حق کارول يا ور څخه ډده کول ،دهروگړي مشروع حق گڼل کيږي اوله هغې  څخه استفاده ياعدم استفاده دوگړو په ارادې  پورې  اړه لري .

دويم پراگراف : دويمه نظريه :

دغه نظريه دپخوانۍ  نظريې  پر خلاف دملي حاکميت له تفکر څخه منځته راغلې، ملت ويش نه منونکی  ټولی  دی  اوحاکميت پدې  ټولي يعنې  ملت پورې  اړه لري نه په ښاريانوپورې  چې دملت   جوړونکې  برخې  دي .

که داستازو دټاکلو حق هروگړي ته ورکول شي ،نوددې  حق په شتون کې  افراد ديوعمل ياځانګړي کارپه ترسره کولو سره داستازو او واکمنانو په ټاکلو کې  برخه اخلي .

ملي حاکميت يواصل دی او وگړي په حقيقت کې  ددې  حاکميت جوړونکې  برخې  گڼل کيږي .

بارناو  چې  دملې  حاکميت او دځانګړي کار نظريې  له پلويانوڅخه دی  په ١٧٩١م کال يې  ليکلي وو:  رايه ورکول ديو عمومي کارله ترسره کولو پرته بل څه ندي اوله ټولنې پرته بل هیڅوک له دې حق نه دګټې اخیستلو اجازه نه لری،په هغه صورت کې  چې  دټولنې  گټه پکې  وي ،يو څوک له دې  حق څخه معاف کولای  شي او يو چاته  له هغې  نه داستفادې  وړانديز هم کولای  شي، نوپدې  توگۀ که دټولنې  گټې  يې  غوښتنه وکړي ،کیدلای شي  رايه په الزامي توګه يوټولنيز مکلفيت وگڼل شي  اویا له هغې  نه ډډه کول يعنې  په رايه اچونه  کې  نه گډون ممنوع وگرځول شي  .

دريم پراگراف : د رايې ورکولو حق  دپرمختګ پس منظر:

که رايه ورکول دحق په څير ومنل شي، نوپدې  صورت کې  بايد وليدل شي ،چې  آيا داحق دملت په ټولو افرادو پورې  اړه لري ،يا په هغو ځانګړو وگړو پورې  چې  دټاکلو شرايطو لرونکي دي تړاو لري،نوپدې  توګه دراېې  دحق  له دو  ډولونو سره مخ کيږو :

١- دمحدودې رایې حق       

۲-دعمومي رایې حق

 

لومړی  جز: د محدودې  رایې حق :

دراېې  محدوديت هغه وخت رامنځته کيږي ،چې  په ټولټا کنودګډون  حق يوازې  معينو افرادوته ورکول شي، چې  ديو شمير ځانګړوشرايطو لرونکي وي ،داساسي قوانينو دنهضت دپيل او داستازو اوواکمنانو په ټاکنه کې  دخلکو دګډون  امکان درامنځته کيدو پر مهال قانون  جوړونکو اوحتی  انقلابي رهبرانو دخلکو په وسيله دحکومت دبرخليک له ټاکلو سره همغږي اوموافقه نښودله .

دموريس  دو ورژو  د تعبير له مخې  بورژوازي دعمومي ټولټاکنو دترسره کيدو مخنيوی  کاوه ،ځکه دوۍ  چې  دانقلاب له لارې یې  حکومتي قدرت داشرافو اونجباوو دلاسه ويستی  و، غوښتل ېې  چې  دامکان تر بريده ېې   دټولنې  دنخبه ګانو په محدوده  کې  وساتي اواجازه ورنکړي ترڅو دټاکنو په پايله کې  يوازې  قانون او اکثريت واکمني وکړي اودقدرت چارې  په بشپړه توګه دکوڅې  اوبازار دخلکوپه لاسونو کې  پريوزې ، نوپدې  توګه يې ځانګړي شرايط په  قوانينوکې ځای  پر ځای  کړي، چې  په حقوقي لحاظ دټاکنو دمحدوديت مفهوم افاده کوي