تر ټاکنو مخکې د کودتا امکان

ځینې سرچينې وايي، چې په افغانستان کې به دا ځل د جمهوري رياست لپاره ټاکنې ځکه تر سره نشي، چې شرايط یې نشته. دغه سرچينې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي خو معتبرې دي وايي، چې داسې مالومات یې غونډ کړي، چې تر ټاکنو مخکې به کودتا وشي.
کوم څه چې یادې سرچینې یې په هکله مالومات نلري دا دي، چې دا کودتا به د چا لخوا وي، شمال ټلواله که کوم بل څوک.
د یادونې ده، چې ښاغلي کرزي شمال ټلوالې ته دومره اسانتیاوې او مهم څوکۍ ورکړي، چې کودتا کول به ډیر ورته ګران نه وي. ښاغلی کرزی په دې توانيدلی، چې د ډاکتر نجیب الله په څیر افغان دښمنه کړیو ته شرايط برابر کړي، چې د ده د رژیم د نسکورول به یې پایله وي.