د امريکې د سږيو ټولنه په يوه راپور کې وايي، چې هره ورځ شاوخوا زر تنه په امريکا کې د سګرټ څښلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .د دغې ټولنې مشر چارلز کارتر وايی ، چې سګرټ څښل په امريکا کې د مړينې لومړی درجه لامل دی . د ده په وينا هرکال 392 زره تنه د سګرټ څښلو له امله او 50 زره تنه د سګرټ څښونکو سره د نږدې ناستې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .ده د سګرټ څښلو په مخنيوي کې د دولت اوسني تدابير ناکافي وګڼل . ده وويل ، چې دولت کولی شي پر سګرټ باندې لوړه ماليه وضع کړي او په ټولو عمومي خونو کې يې څښل منع کړي .
وروستي