
د څه له پاسه دوه کالو را په دېخوا په بهرنیو
چارو وزارت کې تومنه پیدا شوه او لږ تر لږه یو کار یې وکړ. په دې کار سره یې یوځل
بیا خپل له تعصبه ډک وروستی حد وښود. کله چې د عبدالله او سپنتا په مهال کې پښتانه
په ځینو بستونو نه ګمارل کېدل او پښتو ژبې ته په بهرنیو چارو وزارت کې کار نه کېده،
دلته خبره روښانه وه موږ هم هر څه په ولسمشر پسې تړل او لیکل، چې ده ولې داسې
ډیپلوماتیک ځایونه نورو ته ورکړیدي ځکه دا خو د وطن د اصیلو بچو حق دی چې ښاغلی
ولسمشر یې په نورو لوروي .
د دوهم ځل ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته په کابینه
کې یو تش په نامه پښتون ښاغلی زلمی رسول، چې خدای دې نور زلمی نه پاتې کوي د
بهرنیو چارو د وزیر په توګه ولسي جرګې ته ور وپیژندل شو، زموږ هم تر ډېرې کچې هیلې
ورته پیدا شوې، چې کېدای شي دا ښاغلی چې نوموړي وزات ته راغی اوس به خپل قوم ته څه
ناڅه کار وکړي او کیدای شي چې ښاغلي ولسمشر هم د همدې کار لپاره رالیږلی وي.
خدای
شته چې ډیری پښتانه مامورین چې پخوا یې په
دې وزارت کې دندې درلودې او له تیرو وزیرانو څخه تر پوزې را رسېدلي وو او همدارنګه
عام وګړي د دوی راتلو ته ډېر خوښ ښکارېدل ځکه چې په دې اداره کې او ورسره د ملي
امنیت په چارو کې، کله چې ښاغلی امرالله خان په ګدۍ کېناست د پښتنو سره دوه ګونې
چلند کېده، نوموړي د نننۍ ولسي جرګې څخه رایه واخیسته او تر اوسه یې د دې دومره
کارونو سره سره څوک حتی د استجواب غږ هم نه پورته کوي، ځکه چې د کاروان منزل به یې
یو وي کنه نو زموږ ستونزې د ایران ، پاکستان ، امریکې ، او تقریبا د نړۍ ډيرو
هیوادونو سره په نري تار بندې دي. نوموړی چې هر وخت د کومې رسنۍ په مخ راښکاره شي
تاسو او خدای داسې فکر نه کوئ چې دی له خوبه راپاڅېدلی او داسې مالومیږي چې د ژوند
ټوله برخه یې له دولته پرته په نور څه تیریږي .... د ده په وړاندي جان کیري هم د
بهرنیو چارو وزیر دی، تاسو کله هم درې پرله پسې ورځې په خپل کوربه هیواد امریکې کې
لیدلی دی؟ همدارنګه که تاسو د ګاونډيو
هیوادونو هند، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران وګورئ بیابه درته جوته شي. دا
چې موضوع را څخه بلې خوا ته لاړه نه شي نو را ځم خپلې ار موخې ته چې د دې لیکنې
څخه یې لرم.
پښتانه
کارکوونکي ورځ تر بلې له دولت څخه په قصدي او عمدي ډول د DDR او PRR په نومونو لیرې
کیږي. له بله پلوه بیا یوې بلي بدبختۍ
داسې ټغر غوړولی چې پښتانه له زده کړې څخه هم بې برخې پاتې دي . کله کله هغه پاتې
مامورینو ته بهرنیو هیوادونو ته د تلو چانس برابریږي، لومړی خو دوی بیچاره ګان په
ډیره سختۍ د خپلې ادارې مشر په دې راضي کوي چې دا ځل خو زه مستحق یم او کېدای شي
له ډېرو کسانو څخه ماته لومړیتوب راکړي. څه سر به مو خوږوم کله چې د ده ښاغلي
وزارت ته د پاسپورت اخیستلو پسې ورشې، په لومړي سر کې د مامورینو له بهانو او ځور
سره مخامخ شي او وروسته له ډېرو منډو بیا پاسپورت ورکړي. د پاسپورت اخیستونکي نوم
بیا پښتو وي او دا ښاغلی نه په پښتو پوهیږي او نه هم ورته دا اړینه ښکاري چې په
خپل اولاد باندي پښتون نوم کیږدي. نو هماغه ده چې د ده په وخت کې په را وړل شوي
سافټ ویر کې پښتو ژبه نشته کله چې په پښتو باندې کوم ليکلی نوم یا پیغام ورشي نو
په انګریزي ژبه کې سم لیکلی وي خو په پښتو کې یې بیا لکه TAKOR
(ټکور) دوي یې (تکور) لیکي او یا هم غورځنګ، دوي یې (غورحنک)
لیکي چې بیا په انګریزي ژبه کې GHORZANG لیکل کیږي.
په دې
برخه کې بیا هغه هیوادونه کومه ستونزه نه لري چې انګریزي ژبه په کې ویل کېږي، خو
هغه هیوادونه چې په عربي او انګریزي مخته ځي هغوی ورته ویزه نه ورکوي. وایې چې په دې
نامه کې ستونزه ده جوړ یې کړئ. دوی دلته
بې له هغې هم پښتو نه لري نو هماغه وي چې بیا دا بد بخته پښتون د دې چانس څخه هم بې
برخې پاتې شي او ما داسې څوپېښې په خپلو سترګو لیدلي هم دي دايې هم اسناد .