
بسم الله الرحمن الرحیم
ډیره د خندا ډکه خو ژړونکې خبره مې د ښاغلي
عبدالعظیم نوربخش په هغو خبرو کې واوریده کله چې راسره د اریانا نړیوال تلویزیون
په ګفتنې ها خپرونه ناست و.
دخپرونې کوربه ښاغلې عبدالوارث حسرت او مېلمانه
یې د ځوانانو چارو معین ښاغلی تیمور شاه اسحاق زی ، عبدالعظیم نوربخش د لوړو زده
کړو وزارت ویاند او د وزیر صیب تکړه همکار او زه سیال و .
دخپرونې د وخت نه لږ څه ناوخته ورسیدم خو بښنه مې
وغوښته نو معین صیب راته دبښنې سر وخوځاوه خو نوربخش صیب ډیر په قهر راته سر را پورته
کړ کوربه راته د ناستې سلا وکړه زه هم کومه چوکۍ چې راته ځانکړی شوې وه په هماغې
کیناستم نوربخش نو دخپرونې نه مخکې حسرت صیب ته وایې چې ( مثل دینه روز وارې نه
کوني معین صیب خو خیره اما به جناب داکتر صیب کې وخت به اندازه مه بتي ) مطلب یې
زه وم نو ما ورته وویل چې دا خو د ټول ملت خبره ده هیله ده چې د حقیقتونونه ونه
تختو ده وویل نه نه حتما به حقیقت وایو ما ویل سمه ده هماغه و چې کوربه راته اشاره
وکړه چې میک چک کوو خبرې وکړه ما هم بلې بلې وکړل او د نورو ملګرو دمایک چک کولو
وار شو خبره پاتې شوه غږ وشو چې پیل یې کړۍ نو کوربه هم ښه راغلاست ووایه او
دپیژند ګلوۍ نه وروسته یې لومړۍ پوښتنه د معین صیب څخه وکړه معین د ځواب ورکولو
ترڅنګ کومه ستونځه يې چې د وزارت سره د خصوصي پوهنتونونو په اړه لرله د موقع څخه
په ګټې یاده کړه نو کوربه ښاغلي نوربخش صیب نه وپوښتل ( ستاسو په نظر کانکور شفاف
و ؟) نوربخش صیب غړۍ پاکه کړه او ویل چې ( بلی پیش ازاینکه به سوال شما پاسخ ارایه
کنم میخواهم بګویم یک استاد که شما در اینجا همراهم شانده بودید بعضی از اتهامات
را بالای وزارت وارد کرد اما تا حال هر چه کی زنګ مې زنم هیچ ګوم اس جواب نمیته و دیګه
اینکه هیچ کس بی نتیجه نه مانده ما تمام محصلین راکه از ۱۶۶ نمره بالا برده به
فاکولته ها دایدم ) کوربه خبره ورغوڅه کړه او ورته یې وویل چې که اصلي پوښتنې ته
راشۍ قدرمن استاد ده نو بیا وویل ( بلی ها کانکو ر شفاف است و هیچ مدرک برای تقلب
تا حال نیست که کسی بګوید که تقلب صورت ګرفته باشد .)
کوربه ماته وخت راکړ ما ته یې وویل چې ایا کانکور
لکه څنګه چې ښاغلی نوربخش وایې شفاف و؟
ما وویل
( هو کله چې مونږ لاریون هم کړیوه نوربخش صیب په ډیر ډاډه توګه زمونږ لاریون ته
راروان و ترڅو لاریونیانو ته وینا وکړي خو اجازه مو ور نه کړه او کانکور ددې لپاره
شفاف و چې د دایکندي څخه ۸۰۰ کسانو د ۳۰۰ نه پورته نومرې وړیدي او په ټول
افغانستان کې تقریبا ۷۰۰ کسانو د ۳۰۰ نه پورته نومرې وړیدې اوس تاسې او لیدونکي
باید قضاوت وکړي چې ایا کانکور ریښتیا هم شفاف و او که نه بله دا چې دوی کوم بې
نتیجې کسان اعلان کړیوه هغه څه شول اسمان ته وختل که دوی وایې هماغه بې نتیجې کسان
مو بیا په خپله خوښه پوهنځیو او پوهنتونونو ته ورکړل نو بیا دا خو بی عدالتي کړیده
ځکه چې یو څوک د طب د ویلو سویه ولري او ته هغه تعلیم او تربیې ته ورکوی هغه خو یې
نه وایې سبا بیرته درته عریضه راوړي او درته وایې چې د دې نه مې هم منفک کړه ).
کوربه د لنډې دمې اعلان ورکړ او د د مې نه وروسته
د هغه لاریون یوه برخه یې پلې کړه چې دشنبې په ورځ مو په لاره اچولې و بیا معین
صیب ته ورغې د معین صاحب نه و پوښتل چې ( دیوې خوا وزارت وایې کانکور شفاف و د بله
پلوه مدني ټولنه وایې چې درغلې په کې شویدي تاسو څه وایې ) .
معین صیب وویل (مونږ خو وایو چې باید دوي په خپل
منځ کې سره کښیني او خپله ستونځه حل کړي مظاهری خو سمه ده چې د دوي حق دی خو که
خدای نا خواسته کومه بده پیښه په کې رامنځته شي نو بیا به څه کوو او همدارنګه ور
زیاته یې کړه چې زمونږ دیوه ځوان وینه د هر څه نه مونږ ته لوړه ده مونږ نه غواړو
چې تشنج وشي باید دوی سره کښیني او بله دا چې باید هغه ځوانانو چې بې نتیجې دي لکه
څنګه چې نوربخش صیب د وزارت په نماینده کۍ وویل خصوصي برخو ته ورکړل شي او په دې
برخه کې مونږ هم د ځینو پوهنتونونو سره تړونونه لاسلیک کړل ).
کوربه نوربخش ته ورغې تاسو اخر د دوی سره څه کوۍ
ماته یې اشاره وکړه ؟
نوربخش نوبیا پیل وکړ چې کانکور شفاف و هر څوک په
خپل لیاقت راغلي دي او مونږ نه شو کولای چې په دې پایلو کې دی کوم بدلون راوستلای
شو بله دا چې دې ورور داکتر صیب وویل د وی په خپله هم همداسې یوه کانکور له لارې
راغلي دی نو بیا کوربه خپله پښتنه تکرار کړه ده بیا ورغبرګه کړه چې دلته مونږ نه
شو کولای چې د خپلو نخبه ګانو سره ظلم وکړو دوی په خپل لیاقت راغلي دي او مونږ یې
په هکله کوم کار نه شو کولای البته دا ټول یې په پاړسو وویل
کوربه ماته
مخ که تاسو څه کوئ؟
ما ورته وویل: موږ په خپل دریځ ولاړ یو په کانکور
کې درغلي شوي ده که نوي شوي نو بیا دا ۵۰۰ کسان دوی ولي نیولي دي.
پس کله چې درغلي شوی باید پایلي هم لغوه اعلان
شي.
د چهارشنبې په ورځ اسلامي حزب، مدني ټولنو په
ملاتړ د ده بوري له څلور لاري لاریون پیلوي د لوړو زده کړو وزارت اوبیا ملي شورا په
لور ځي، همدارنګه د مدني خوځښتونو یوالي ټولنه به هم د دوشنبې په ورځ په راتلونکي
اونۍ کې خپل لاریون بیا پیلوي لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاست موږ د پارلمان
پرېکړې ته په تمه یو که چېري خدای ناخواسته د هغوی پرېکړه تر دوشنبې دوام وکړ نو
بیا به موږ خپل لاریونونه د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې پیلوؤ، تحصن به کوو او همدارنګه
د نه خوړلو اعتصاب په کوو ترڅو چې دا پایلې ملغا اعلان نه شي موږ د خپل کار نه لاس
په سر کېدای نه شو.
کوربه د وخت د کموالي له امله غوښتل چې خپرونه
پای ته ورسوي خو نوربخش بیا چنګک را وا چاوه او ویې ویل چې په هیڅ وجه کانکور نه
لغوه کېږي.
خپرونه پای ته ورسېده کله چې د تګ په حالت کې شوو نو نوربخش ماته وکتل او ویې ویل:(اقای
داکتر توچرا پشت مارا ایلا نمی تی در کمیته کانکور خو همه ایشان همزبان تو است
اقای بری صدیقی فلانی....)
ما ورته وویل: چې کاشکي بری صدیقي مثل تومی بود.
دادي یوځل راته ووایي که مه خو تا حال نه بودم
ولی بعد از این استم. او ماته دي په ګوت
څنډنه پیل وکړ.
ماهم ورته وویل چې ( تا حال اګرنه بودی هم کدام
.... نکردی او اګر بعد از این باشی هم کدام... نمیتواینی).
له ده
سره منطق خلاص شو ماته یې په کنځلو پیل وکړ، اوغان خر ، غول، متعصب په ویلو سره
بیرون ته په وتلو پیل وکړ، چې کوربه حسرت
جان یې لاس نیولی ؤ او د سټډیو څخه یې وویست، ماهم له معین صاحب سره په خبرو پیل
وکړ او د مرستي غوښتنه مې ځنې وکړه دی هم وروسته په موضوع رسېدلی ؤ، نو ماته وایي
چې ( ډېر ظلم شوی دی ولا ماسره خودا معلومات نه ؤ کنه .... بیا یې وویل کله چې تا
د جلال اباد د ناکامو اوبې نتېجو کسانو شمېر
ووایه زما سر خلاص شو. بس که هرڅه ښه مو په ماکېږي امر وکړه). ماهم ورته
وویل: چې دفتر ته دي انشا الله چې درځو.
بخښنه: که کوم ځای مې له یاده وتلی وي بخښنه راته
وکړئ اودا خپرونه د جمعې ورځ چې د شنبې شپه راځي په شپږنیمو بجو له اریانا
تلوېزیون څخه خپرېږي ټوله وګورئ او بیا قضاوت وکړئ.