بی خونده خبری(۱۲۶): زمونږ محمد بن قاسم!!!




می۲۰۱۳،۰۴
 
پرده اول: فاتحه:
قاسم خان وبخښی! زمونږ ټول شهیدان وبخښی او ددوی له برکته په دی هیواد کی تلپاتې سوله او ارامي رامنځ ته کړې. هغسې نظام مو په نصیب کړې د کوم په لارې کې چې دوی شهیدان شول.
پرده دوم: ګوشته او فتحه یی!
د امریکا ښکاره منافقت ددی نښتی سبب شو. امریکا له سیمی څخه له وتلو وروسته، خپلی ټیکانی—مرکزونه بی له دی چی افغان لوری ته درناوی ولري او یا هم له هغوی سره لازمه مشوره ترسره کړي، سیمی بی له دی چی قانوني او حقوقي اخلاق په نظر کی ونیسي، خپل پرکټي ته وسپارلی!
د امریکا دغه عمل ښيي چی اوس هم استعمار هغه د پرون لوبه کوي او په وویشه او حکومت وکړه باندی یی ایمان اوس هم ثابت دی. له بلی خوا یی هغو افغانانو ته چی امریکا ورته د "خدای"حیثیت لري وښودله چی د توت قدری ارزښت ورته نه لري.
پرده سوم: د ګوشتی دروازه او د افغان لوري چوپتیا!
د دروزای سټرکچر ته چی سړۍ ګوري نو حیران شي چی افغان حکومت له هماغه اوله سره ورته څنګه متوجه شوی نه وو. کله چی پاکستانیانو تیږی را چلولی، سمنټ یی راوړل؛ مزدورانو په دی دروازی کار کوه، آیا دلته مونږه پوستی نه درلودلی؟ زمونږ دغه سرحدي قوماندانان هغه مهال چیرته ویده وو؟
ما چی د دروازی تصویرونه ولیدل، دروازه ښه پخه او کانکریټي جوړه شوی وه او پوره وخت یی اخیستی وو.د حیرانتیا بله خبره یی دا چی د ننګرهار معزز وکیل فریدون مومند کور هم لکه چی له پولی هغی خوا ته پاتی شویدی. بله خبره دا چی شیر ننګرهار حاجي ظاهر چی په ننګرهار د پوره نفوذ او نفوس خبره کوي، چیرته وو او ولی یی په دی اړه مالومات نه درلودل؟
افغان حکومت باید دا خبره په"ډیورنډ منو او نه منو" باندی پای ته و نه رسوي. بلکی هغه ټول چارواکي چی بی خبره او یا هم بی تفاوته پاتی شوي وو په "وظیفی کی د سهل انګاری" په تور محکمه کړي. د والي لپاره یی د هغه د وزن په اندازه سنګینه جزا وټاکل شي. دا دده دویم خیانت دی! هغه چی په ناموس نه شرمیږي، نور بل هیڅ ارزښت نه پیژني!!!
پرده چهارم: قاسم خان—زمونږ محمد بن قاسم!!!
قاسم خان هم له تور پنجاب سره لاس و ګریوان شو او محمد بن قاسم هم د عربو له صحراوو څخه د سراندیپ په ازادولو پسی را دانګلي وو. قاسم خان هم ځوان وو او محمد بن قاسم هم! قاسم خان هم د خپلو مشرانو د توطیو ښکار شو او محمد بن قاسم هم د سلیمان!!! له قاسم خان هم ځوانه کونډه پاتی شوله او له محمد بن قاسم هم! د قاسم په مرګ هم ټول مسلمانان په ژړا وو او د محمد بن قاسم په مرګ هم!!!
اتلولي او رهبري په عادي حالاتو کی نه رامنځ ته کیږي! ملتونه په عادي حالاتو کی د چا شهکاریو ډیر درناوی نه کوي. شهکارۍ، رهبرۍ ګټل ټول په غیر عادي حالاتو کی کیږي. هغه چی دلیل راوړي چی ما ته د قواوو د سر اعلیٰ قومندان لخوا امر نه وو شوی، په غلطه دي. تاسو ته په هغی ورځې د وطن د دفاع امر وشو له کله چی تا په وطن، خدای(ج) او دندی سوګند یاد کړ!!!
پرده پنجم: د پاکستان خلاف د خلکو احساسات!!!
د پاکستان خلاف می چی د خپل ځان او خلکو احساسات ولیدل نو باور نکردني بود! د پاکستان خلاف احساساتو د ابیض او اسود ترمنځ لیکه تیره کړله. منافقین یی له هغو نورو څخه جلا کړل! د خلکو احساساتو وښودله چی ملت له امریکی زیات ګاونډي منافق ته وریت دی! او که موقع برابره شوله او خدای دی هغه ورځ راولي نو باور وکړی چی دغه خلک به هغه کانی وکړي چی تصور یی د چا په ذهن کی هم خطور نه وي کړی! د بنګله دیش کسات او انتقام لپاره لکه خدای مونږ په ماموریت مکلف کړي وو. طالب ته هم په ثبوت ورسیدله چی ملي اردو مسلمانان دي او په جنازی کی یی دومره لوی شمیر خلکو ګډون وکړ چی ما ته یی سمه د امام احمد بن حنبل او یا هم امام مالک د جنازو جوش او خروش را یاد کړل!!!
د پاکستان خلاف لاریونونو کی عادي خلکو وښودله چی دوی اوس هم داسی یو محور لري چی پری راټولیدی شي او یو موټی ګرځیدی شي. مطلب دا چی که مونږ په پښتو او پاړسي سره نه جوړیږو، په اسلام سره نه شو را ټولیدی نو په "پاکستان"خو را ټولیدی شو نو چی را ټولیدی شو ولی له همدی محور څخه ګټه نه پورته کوو؟!!!
خو:
د ننګرهار، لغمان، کابل، پکتیا او نورو سیمو لاریونونه د ټونس په منظمو حرکتونو بدل نه شول.
ما ویل قاسم به زمونږ بوعزیزي شي! یو سالم رهبریت به یی په خاینو چارواکو پسی په یوه منظم حرکت بدل کړي خو ای کاش چی څوک وای؟!! ما ویل که نور څه نه وي، خلک به خو والي په دار کړي!!! قصر ته به یی خو اور ورته کړي، خو احساسات ول، وښودل شول او غلي شول!!!
پرده ششم: جګړه به پاپړ بند کړي!
د سیاسي چارو کارپوهان، هغه چی ځانونه له نورو ډیر هوښیار بولي او تل فکر کوي چید سړي زامن همدوی دي، په دی باور وو چی که جګړه ادامه پیدا کړي نو توشلی، ژاولی، پوکاڼۍ، دویم لمبر غوړي، ایکسپورټ کی لیی پروډکټس به بند شي!!!
لومړی په همدوی لعنت وایو چی په دی ۱۳ کلونو کی ونه توانیدل چی کور دننه مو بسیا کړي؛ دویم دا چی که مونږ تاوان کوو هغوی به هم له دی ډیر تاوان ګالي:
الف: خیبر افریدي به رزق له کومه کوي؟
ب: ۷۰،۰۰۰راجستر شوي پاکستاني مزدوران چی دلته په بیلابیلو برخو کی په مزدوری بوخت دي، د هغوی سرنوشت به څنګه کیږي؟
ج: د ناټو مرداري چی پاکستان یی څټي، د هغی ځواب به څوک وایي؟
د: پاکستانۍ کارخانی چی خپل اموال تر مرکزي آسیا رسوي، هغوی به له کومی لاری انتقالوي؟
او بلا داسی نور دلایل! مولانا چی په هر څه کی د ځانله خط پیروي کوي د کیوبا مثال راوړي. وایي امریکا په کیوبا تیل بند کړل، هغوی د ګاډو په ځای بایسیکل چلولو ته مخه کړله چی په خپل دی کار سره یی دوی ګټی وکړلی:
الف: محیط پاک ساتل
ب: ورزش
که په تورخم کی دیوال اوچت شي، او دغه لاره بنده شي. مونږ به متضرر شو خو بدیل به وموندلی شو!!!ځکه هره سخته د خلاقیت لار ښوونکی وي!
مونږ چی له لوږو، او تندو سره عادت یو، د پاکستان لخوا بندیز به راباندی څومر اغیز وکړي؟!!!
پرده هفتم: له ګوشتی دفاع، په اسلامي اخوت حمله وبلل شوله!
زه دا څو ورځی ځکه چوپ وم چی وګورم څوک څه وايي؟
یو چا لیکلي وو: د امریکا د یرغل خلاف چوپتیا خو د پاکستان خلاف دومره تند غبرګون؟!!!
یو بل ګوند چی مرکز یی د لاهور په منصوری شریف کی دی لیکلي وو: "ددی شرارت بنسټ ایښودونکي، استعمار چیان دي! دا د ملت دیني او اخلاقي وجیبه ده چی په اړه یی مسولانه فکر وکړي. مونږ یو ځل بیا وایو چی له تعقل څخه کار واخلی او استعمار چیان چی د فتنی رامنځ ته کوونکی دي له سیمی څخه وباسی!"
طالب چوپ!
حزب اسلامي چوپ!
شیرهای پنجشیر چوپ!
ملا ګل چوپ!
یوازی سیکولران (استعفروالله)احساساتي؟!!!
که پاکستان په کونړ بریدونه کوي، اسلامي اخوت برقرار وي!
که پاکستان په کندهار کی دروازه جوړه وي، اسلامي اخوت پولی نه مني!
که پاکستان په ځاځیو کی را مخته کیږي، اسلامي جذبه ګڼلی شي!!!
خو که غریب افغان دفاع کوي، د اسلام ستنی لړزیږي! اسلامي اخوت له منځه ځي!!! تفرقی ته لمن وهل کیږي!! او داسی نور!!!
که په مخ دانه را وخیژي، نو ډاکټر یی باید یوازی نښی محوه نه کړي بلکی په جرړو یی کار وکړي ځکه سبا بیا را خیژي.
پاکستان اوس هغه دانه ده چی د جرړو وړل یی حتمي شوي. اسلامي اخوت ته ضربه همدی ملک رسولی.
الف: د طالبانو پلرونه امریکا ته پاکستان سپارلي!
ب: اسامه بن لادن پاکستان په امریکی خرڅ کړ!
دا یی هغه غټ مثالونه دي!!!
کله چی امریکا په مونږ حمله کوله نو د Dawn اخبار مالومات دا وو چی کروز له کراچۍ بندر څخه ویشتل شوي وو. هغه مهال نو اسلام هم برقرار وو او اسلامي اخوت هم!!!
که په عراق کی د ایران مداخلی نه وای؛ که په سوریی کی د حزب الله نجسو جګړه نه کوله، نو د سوریی قضیه یو طرفه کیدله!!! که په فلسطین کی د مسلمانو افراطیونو بی ځایه مداخلی نه وای، نو لری نه وه چی اوس به فلسطین یو خپلواک دولت وای! که په بحرین کی د ایران لاسونه نه وای؛ که په افغانستان کی د پاکستان مداخلی نه وای نو ستونزی په خپله حلیدلی او هیڅکله امریکا دغه چانس نه مونده چی سیمی ته تشریف راوړي!
 
وایي ښځی ته یی د حمل په وخت کی د میړه پرتوګ ښودلی وو که درد یی ارام شي! ښځی ورته ویلي وو چی لری یی کړی دردونه خو همده جوړ کړي!!!
اوس مونږ ته اسلامي ملکونه په تیره بیا پاکستان او ایران دغه پرتوګ ګرځيدلي چی باید لری وشړل شي!!! مونږ خراب هم همدی اسلامي اخوت کړلو!!!
leekwal@yahoo.com